مهمه درسونه
1 ویډیوورو
3 ویډیونماز
3 ویډیوPoukhuny dz的重要 questions
272 پوښتنېد عقیدې څانګه42
۱. پوښتنه: ستا رب څوک دی؟
ج – زما رب الله هغه ذات دی چې زه او ټول مخلوقات یې په خپلو نعمتونو پاللي یو
اودلیل: د الله تعالی وینا ده: ﴿الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ 2﴾
ټول (د کمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونکى دى [سورة الفاتحة: 2].
۲. پوښتنه: ستا دین څه دی؟
ج- زما دين اسلام دى، او هغه دا دی چې: الله ته په یوالي، او اطاعت سره تسليمېدل، او له شرک او د هغه له پلویانو څخه بېزاري.
الله تعالی فرمايي : ﴿إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ ...﴾
بېشکه (معتبر) دین د الله په نزد اسلام دى. [سورة آل عمران: 19].
۳. پوښتنه: ستا پیغمبر څوک دی؟
ج- محمد صلی الله علیه وسلم.
الله تعالی فرمايي: ﴿مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ ٱللَّهِۚ ...﴾
محمد د الله رسول دی [سورة الفتح: 29].
۴. پوښتنه: د توحید کلمه ذکر کړئ او معنی یې څه ده؟
ج - د توحید کلمه " لا إله إلا الله " او معنی یې داده چې: له الله پرته بل حقیقي معبود نشته.
الله تعالی فرمايي: ﴿فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ ...﴾
نو ته پوه شه چې بېشکه شان دا دى چې د عبادت هېڅ لايق نشته مګر الله دى. [سورة محمد: 19].
۵. پوښتنه: لوی او برتر الله چیرته دی؟
ج – الله په آسمان کې پر عرش باندې دی، له ټولو مخلوقاتو پورته دی، الله تعالی فرمايي: ﴿الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى 5﴾
رحمٰن ذات د عرش د پاسه دی(څنګه چې د هغه د شان سره ښای) [سورة طه: 5]. الله تعالی فرمايي: ﴿وَهُوَ ٱلۡقَاهِرُ فَوۡقَ عِبَادِهِۦۚ وَهُوَ ٱلۡحَکيمُ ٱلۡخَبِيرُ 18﴾
او همدى غالب دى، د خپلو بنده ګانو له پاسه دى او همدى ښه حکمت والا، ښه خبردار دى [سورة الأنعام: 18].
۶. پوښتنه: د شهادة أنَّ محمداً رسول الله معنی څه ده؟
ج – معنی یې دا ده: چې الله تعالی هغه د عالمیانو لپاره زیری ورکونکی او ویرونکی رالیږلی دی.
ضرور داده چی:
۱- په هغه څه چې یې امر کړی اطاعت یې وشی.
۲- تصدیق د هغه څه چی خبر یې ورکړی.
۳- د هغه نافرماني نه کول.
۴- د الله عبادت نه کول مګر د هغه د شریعت مطابق، او د هغه د سنتو پیروي او د بدعت پرېښودل دي.
الله تعالی فرمايي:
﴿مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ ...﴾ [سورة النساء: 80].
چا چې د رسول اطاعت وکړ، نو یقینًا هغه د الله اطاعت وکړ، او الله تعالی فرمايي: ﴿وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى 3 إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى 4﴾
او دى له خپل خواهش نه خبرې نه کوي. ندى دا (قرآن) مګر وحې چې (ده ته) وحې کېږي. [سورة النجم: 3، 4]. او الله تعالی فرمايي: ﴿لَقَدْ کانَ لَکمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ کانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَکرَ اللَّهَ کثِيرًا 21﴾
یقینًا تاسو لپاره په رسول الله کې ډېره ښه اقتدا ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د وروستنۍ ورځې امېد لري او الله ډېر زیات یادوي. [سورة الأحزاب: 21].
۷. پوښتنه: الله تعالی موږ ولې پیدا کړي یو؟
ج – موږ یې یوازي خپل عبادت ته پیدا کړي یو، چی هیڅ شریک نلری.
نه د لهو او لوبو لپاره.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ 56﴾
او ما پېریان او انسانان ندي پیدا کړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وکړي [سورة الذاريات: 56].
۸. پوښتنه: عبادت څه شی دی؟
ج- عبادت یو جامع نوم دی د هر هغه څه لپاره چې الله یې خوښوي او راضی کیږی، که هغه ظاهري او باطني خبره یا عمل وی.
ظاهري: لکه د الله یادول په ژبه باندې سبحان الله،الحمدلله،الله اکبر، لمونځ او یا حج وي.
باطني:لکه: توکل، وېره او امید.
۹. پوښتنه: زموږ لویه دنده څه ده؟
ج- زموږ تر ټولو لویه دنده: الله تعالی په یووالي سره منل دي.
۱۰. پوښتنه: د توحید ډولونه څه دي؟
ج-۱- د ربوبیت توحید: ایمان لرل پر دې چې الله خالق، رازق، مالک او چاره سموونکی دی، یواځې دی او له ځان سره بل شریک نلري.
۲- د الوهیت توحید: یوازې د الله جل جلاله عبادت کول دي، نو له الله تعالی پرته د بل چا عبادت دې و نه شي.
۳- د اسما او صفاتو توحید: د الله تعالی په نومونو او صفاتو باندې ايمان لرل دي چې په قرآن او سنت کې ذکر شوي دي، پرته له تمثیل (بیلګې بیانولو)، تشبيه(د مخلوق سره تشبیه ورکولو) او تعطیل(له معنا څخه یې د انکار کولو) څخه.
او د دریو توحيدونو د ډولونو ثبوت په اړه الله تعالی فرمایی: ﴿رَّبُّ ٱلسَّمَـوَ تِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَا فَٱعۡبُدۡهُ وَٱصۡطَبِرۡ لِعِبَـدَتِهِۦۚ هَلۡ تَعۡلَمُ لَهُۥ سَمِيًّا 65﴾
(دغه) د آسمانونو او ځمکې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ کې دي، نو ته د ده عبادت کوه او د ده پر عبادت ښه ټینګ اوسه، آیا ته د ده کوم همنام پېژنې! [سورة مريم: 65].
۱۱. پوښتنه: تر ټولو لویه ګناه کومه ده؟
ج – له الله تعالی سره شرک کول.
الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَک بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِک لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِک بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا 48﴾
بېشکه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوک) شریک کړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرک) نه کمه وي د چا لپاره چې وغواړي او څوک چې له الله سره شریک ونیسي، نو یقینًا هغه ډېره لویه ګناه راجوړه کړله. [سورة النساء: 48]
۱۲. پوښتنه: شرک او ډولونه یې ذکر کړئ؟
ج- شرک: د غیر الله عبادت کول د عبادتونو په یو ډول کې.
ډولونه یې:
لوی شرک؛ لکه: د غیر الله را بلل، له هغه پرته بل ته سجده کول، یا له الله جل جلاله پرته بل ته قرباني کول.
کوچنی شرک؛ لکه: له الله تعالی پرته په بل څه قسم خوړل، او تعويذونه چې د ګټې او ضرر د له منځه وړلو په موخه ځړول، او معمولي ځان ښودنه، لکه د لمانځه ښه ادا کول ځکه چې خلک ورته ګوري.
۱۳. پوښتنه: آیا له الله تعالی پرته بل څوک په غیبو پوهیږي؟
ج – یوازې الله تعالی په غیبو پوهیږي.
الله تعالی فرمايي: ﴿قُل لَّا يَعۡلَمُ مَن فِي ٱلسَّمَـوَ تِ وَٱلۡأَرۡضِ ٱلۡغَيۡبَ إِلَّا ٱللَّهُۚ وَمَا يَشۡعُرُونَ أَيَّانَ يُبۡعَثُونَ 65﴾
ته (دوى ته) ووایه: هر هغه څوک چې په آسمانونو او ځمکه کې دي په غیبو نه پوهېږي غیر له الله نه او دوى نه پوهېږي چې کله به دوى بیا ژوندي کولى شي. [سورة النمل: 65].
۱۴. پوښتنه: د ایمان بنسټونه وشمیره؟
ج- ۱- په الله تعالی.
۲- د هغه په پرښتو.
۳- د هغه په کتابونو.
۴- د هغه په پیغمبرانو.
۵- او د آخرت په ورځ ایمان لرل دي.
۶- او تقدیر؛ خیر او شر یې.
او دلیل: په مسلم کې د جبرائیل مشهور حدیث دی چې جبرائیل علیه السلام رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: "بیا د ایمان په اړه راته ووایه، هغه وویل: په الله، د هغه په ملایکو، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو، د قیامت په ورځ،او په اندازه د خیر او ر شر باندی ایمان لرل دی( چې د الله د طرفه ده)."
۱۵. پوښتنه: د ایمان ارکان تشریح کړئ؟
ج- په الله تعالی ایمان لرل:
§ دا باور ولرې چې الله هغه ذات دی چې تاسو یې پیدا کړی یاست او تاسو ته یې روزي درکړې، او دا چې هغه یواځی د ټولو مخلوقاتو مالک او کار ساز دی.
او هغه معبود دی او له هغه پرته بل څوک د عبادت لایق نشته.
او هغه عظیم، لوى او بشپړ ذات دى، او ټوله ستاينه هغه لره ده، او د هغه لپاره ډېر ښايسته نومونه او لوړ صفتونه دي، د هغه سره هيڅ شى برابر نه دى او د هغه پاک ذات سره هیڅ شی ورته والی نه لري.
پر ملائکو ایمان لرل:
دوی مخلوقات دي؛ الله تعالی له رڼا څخه پیدا کړي دي، او د خپل عبادت او په بشپړه توګه یې خپل امر ته د غاړې اېښودلو لپاره یې پیدا کړي دي.
او د هغوی له جملې څخه جبرائیل علیه السلام دی چې پر پیغمبرانو وحې نازلوي.
په کتابونو ایمان:
دا هغه کتابونه دي چې الله تعالی پر خپلو رسولانو نازل کړي دي.
لکه قرآن: پر محمد ﷺ.
انجیل: پر عیسی علیه السلام.
تورات: پر موسی علیه السلام.
زبور: پر داود علیه السلام.
د ابراهیم او موسی صحیفې: پر ابراهیم او موسی.
پر پیغمبرانو ایمان:
او دا هغه کسان دي چې الله تعالی خپلو بندګانو ته د دې لپاره رالیږلي چې دوی ته تعلیم ورکړي، دوی ته د نیکۍ او جنت زیری ورکړي، او دوی ته د بدۍ او اور څخه خبرداری ورکړي.
- د هغو څخه غوره: اولو العزم دي، او هغوی دا دي:
نوح علیه السلام.
ابراهیم علیه السلام.
موسی علیه السلام.
عیسی علیه السلام.
محمد ﷺ.
د آخرت په ورځ ایمان:
دا هغه څه دي چې په قبر کې له مرګ څخه وروسته وي، او د قيامت ورځ، او د بیرته ژوندی کیدو او حساب ورځ، چېرته به چې جنتيان خپلو کورونو او د دوزخیان خپلو کورونو کې مېشت شي.
په اندازه د خیر او د شر ایمان لرل:
تقدیر: دا عقیده لرل چې هر څه چې په کایناتو کې پیښیږي الله تعالی هغه باندی پوهیږي، او هغه دا په لوح محفوظ کې لیکلي، او د هغه د شتون او پیدا کولو اراده یې کړې.
الله تعالی فرمایلي: ﴿إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقۡنَـٰهُ بِقَدَر 49﴾ [سورة القمر ٤٩].
بېشكه مونږ هر شي په اندازې سره پیدا كړى دى.
او هغه لره څلور درجې دي:
لومړی: د الله تعالی پوهه، د هغه د جملی څخه دا چی له هر څه نه مخکې پوه دی، مخکې او وروسته د واقع کیدو څخه.
دلیل یی د الله تعالی دغه وینا ده: ﴿إِنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَاذَا تَكْسِبُ غَدًا وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ 34﴾
بېشكه، خاص له الله سره د قیامت علم دى او هغه باران نازلوي او هغه (په يقيني طريقه، بې له وسايلو) پوهېږي په هر هغه څه چې په رحمونو كې دي او هېڅ یونفس نه پوهېږي چې هغه به سبا ته څه كار كوي او هېڅ یو نفس نه پوهېږي چې په كومه ځمكه (سيمه) كې به مري، بېشكه الله ښه عالم، ښه خبردار دى. [سورة لقمان: 34].
دویم: الله پاک هغه په لوح محفوظ کې ليکلي دي، نو هر څه چې پېښ شوي او پېښيږي هغه سره په کتاب کې ليکل شوي دي.
دلیل یې د الله تعالی دغه وینا ده: ﴿وَعِنْدَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِنْ وَرَقَةٍ إِلَّا يَعْلَمُهَا وَلَا حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الْأَرْضِ وَلَا رَطْبٍ وَلَا يَابِسٍ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ 59﴾
او خاص له الله سره د غیبو چابیانې دي، يوازې هغه پر دغو عالم دى او هغه عالم دى پر هغه څه چې په وچه او سمندر كې دي، او هېڅ یوه پاڼه نه غورځېږي مګر هغه پرې عالم دى او د زمكې په تیارو كې نه یوه دانه (پرېوځي) او نه لوند څیز او نه وچ مګر (دا ټول) په څرګند كتاب (لوح محفوظ) كې دي. [سورة الأنعام: 59].
دریم: دا چې هر څه د الله تعالی په ارادې سره کیږي او د هغه یا د هغه له مخلوق څخه هیڅ شی د هغه له ارادې پرته نه پیښیږي.
دلیل یې د الله تعالی دغه وینا ده: ﴿لِمَنْ شَاءَ مِنْكُمْ أَنْ يَسْتَقِيمَ 28 وَمَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ 29﴾
د هغه چا لپاره چې په تاسو كې غواړې چې دى نېغ برابر شي 28 او تاسو د (د سمې لارې) اراده نشئ كولى مګر دا چې الله رب العالمین يې اراده وكړي (29) [سورة التكوير: 28، 29].
څلورم: دا عقیده لرل چې ټول مخلوقات د الله تعالی له خوا پیدا شوي مخلوقات دي او د دوی نفسونه، صفات، حرکات او هر څه یې پیدا کړي دي.
دلیل یې د الله تعالی دغه وینا ده: ﴿وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ 96﴾
حال دا چې الله تاسو او هغه عملونه چې تاسو يې كوئ، پیدا كړي دي [سورة الصافات: 96].
۱۶. پوښتنه: د قرآن تعریف څه دی؟
ج – دا د الله تعالی کلام دی، او مخلوق نه دی.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَإِنْ أَحَدٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّى يَسْمَعَ كَلَامَ اللَّهِ ...﴾
او كه په مشركانو كې یو تن له تا نه امان (پناه) وغواړي، نو هغه ته امان وركړه تر هغه پورې چې هغه د الله كلام واوري. [سورة التوبة: 6].
۱۷. پوښتنه: سنت څه شی دی؟
ج- دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم هر قول، عمل، تقریر، اخلاقی او یا پیدایشی صفت دی.
۱۸. پوښتنه: بدعت (په دین کې نوی کار عقیده یا عمل پیدا کول) څه شی دی؟ ایا موږ یې منو؟
ج- هر هغه څه چې خلکو په دین کې رامنځ ته کړي وي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو په وخت کې نه وي
* موږ یې نه منو او نه،بلکې رد کوو یې .
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې خبرې پر اساس چی فرمایی: "هر بدعت ګمراهي ده" ابوداود روایت کړی.
د بېلګې په توګه: په عبادت کې زياتوالی، لکه څلورم ځل د (غړي) وینځل په اوداسه کې، او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ميلاد لمانځل، حال دا چی د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه له صحابه کرامو نه ندی نقل شوی.
19. پوښتنه: د ولاء او براء (دوستۍ او دښمنۍ د الله د پاره) عقیده بیان کړئ؟
ج- ولاء (دوستی): د مؤمنانو سره مينه او ملاتړ دی
الله تعالی فرمايي: ﴿وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ...﴾
او مومن سړي او مومنې ښځې، دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي [سورة التوبة: 71].
براء (دښمني): د کافرانو سره بغض او دښمني.
الله تعالی فرمايي: ﴿قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ﴾
یقینًا تاسو لپاره یوه ښكلې طریقه په ابراهیم او په هغو كسانو كې ده چې له هغه سره ملګري وو كله چې هغوى خپل قوم ته وویل: بېشكه مونږ له تاسو نه او له هغو څیزونو نه چې تاسو يې له الله نه غیر عبادت كوئ، سخت بېزاره (او جدا) یو، مونږ پر تاسو باندې منكران شوي یو او زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې عداوت (دښمني) او بغض د تل لپاره څرګند (او واقع) شوى دى، تر هغه پورې چې تاسو په الله باندې ایمان راوړئ چې هغه يوازې دى. [سورة الممتحنة: 4].
۲۰. پوښتنه: آیا الله تعالی له اسلام پرته بل دین مني؟
ج – الله تعالی له اسلام پرته بل څه نه مني.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَمَن یَبتَغِ غَیرَ ٱلإِسلَـٰمِ دِینا فَلَن یُقبَلَ مِنهُ وَهُوَ فِی ٱلـَٔاخِرَةِ مِنَ ٱلخَـٰسِرِینَ 85﴾
او څوك چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په آخرت كې له تاوانیانو څخه دى. [سورة آل عمران ٨٥].
۲۱. پوښتنه: کفر په وینا، عمل او عقیده کې وي، مثال یې ذکر کړئ ؟
ج – د ویلو بېلګه: الله پاک او رسول - صلی الله علیه وسلم - ته سپکې سپورې وییل.
د عمل بېلګه: قرآن ته سپکاوی یا د الله تعالی پرته بل چا ته سجده کول.
د عقيدې بېلګه: داسی عقیده لرل چې له الله تعالی پرته بل څوک د عبادت وړ دی، یا دا چې د الله تعالی سره بل خالق هم شتون لري.
۲۲. پوښتنه: نفاق څه شی دی او ډولونه کوم دي؟
ج-
۱- تر ټولو لوی نفاق: د کفر پټول او د ایمان څرګندول دي.
له اسلام څخه ویستل کوي او هغه له لوی کفر څخه دی.
الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّ ٱلمُنَـٰفِقِینَ فِی ٱلدَّركِ ٱلأَسفَلِ مِنَ ٱلنَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُم نَصِیرًا 145﴾
بېشكه منافقان د اور تر ټولو لاندینۍ طبقه كې دي او ته به كله هم د هغوى لپاره څوک مرسته كوونكى ونه مومې. [سورة النساء ١٤٥].
۲- کوچنی نفاق:
لکه: درواغ ویل، وعده ماتول او د امانت خیانت.
(انسان )له اسلام څخه نه باسي ، او هغه له ګناهونو څخه دی او خاوند یې د سزا وړ دی.
- رسول الله ﷺ فرمایلي دي: "منافق درې نخښې لري: کله چی خبرې کوي دروغ وايي، کله چې وعده وکړي؛ وفا پرې نه کوي، او کله چې امانت وروسپارل شي خيانت کوي." بخاري او مسلم روایت کړی دی.
۲۳. پوښتنه: د انبیاوو او رسولانو وروستی څوک دی؟
ج- هغه محمد صلی الله علیه وسلم دی.
الله تعالی فرمايي: ﴿مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَد مِّن رِّجَالِكُم وَلَـٰكِن رَّسُولَ ٱللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَۗ...﴾
محمد (ﷺ) ستاسو په سړیو كې د هیچا پلار ندى، مګر د الله رسول او د نبیانو (د لړۍ) ختموونكى دى. [سورة الأحزاب ٤٠]. - رسول الله ﷺ فرمایلي دي: "زه د أنبیاوو د لړۍ پای ته رسوونکی یم، زما نه وروسته بل پیغمبر نشته". ابو داود، ترمذي او نورو روایت كړی دی.
۲۴. پوښتنه: معجزه څه شی دی؟
ج- ټول هغه څه چې الله تعالی خپلو انبیاوو ته له خارق العاده(د عادت خلاف کارونه) کړنو څخه د دوی په رښتینولۍ د دلالت لپاره ورکړي دي معجزه بلل کیږي لکه:
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره د سپوږمۍ دوه ټوټې کیدل.
- او د موسی علیه السلام لپاره د سمندر جدا کیدل او د فرعون او د هغه د لښکرو ډوبیدل.
۲۵. پوښتنه: صحابه کرام څوک دي؟ او آیا زه باید له هغوی سره مینه ولرم؟
ج- صحابي: هغه څوک دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې لیدلي وي، پر هغه یې ایمان راوړی وي او په اسلام مړ شوی وي.
-موږ له دوی سره مینه لرو، په لاره یې ځو او دوی له پیغمبرانو څخه وروسته ښه او غوره خلک دي.
او تر ټولو غوره یې: څلور خلفاء دي:
ابوبکر رضی الله عنه.
عمر رضی الله عنه.
عثمان رضي الله عنه.
علی رضی الله عنه.
۲۶. پوښتنه: د مؤمنانو میندې څوک دي؟
ج – دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمنې دي.
الله تعالی فرمايي: ﴿ٱلنَّبِيُّ أَوۡلَى بِٱلۡمُؤۡمِنِينَ مِنۡ أَنفُسِهِمۡۖ وَأَزۡوَجُهُۥٓ أُمَّهَتُهُمۡۗ﴾
نبي (محمدﷺ) په مومنانو باندې د دوى له ځانونو نه زیات حقدار دى او د ده ښځې د دوى میندې دي. [سورة الأحزاب: ٦ ].
۲۷. پوښتنه: پر موږ باندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کورنۍ څه حق دی؟
ج – موږ له دوی سره مینه لرو او دوستي ورسره کوو او له هغو کسانو څخه کرکه لرو چې له دوی څخه کرکه لري او په دوی کې له حده نه تېرېږو، او دوی(ال بیت النبی) د هغه مېرمنې، اولادونه، د هاشم او د المطلب مومنان اولادونه دي.
۲۸. پوښتنه: د مسلمانانو د حاکمانو په وړاندې زموږ دنده څه ده؟
ج- زموږ دنده: د هغوی احترام کول، هغوی ته غوږ نیول او پيروي یې کول خو د ګناه په کار کې نه، د هغوی په وړاندې بغاوت نه کول، او په پټه هغوی ته دعا کول او د هغوی خیر خواهي لټول.
۲۹. پوښتنه: د مؤمنانو کور څه دی؟
ج – جنت دی، الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ...﴾
بېشكه الله به هغه كسان چې ایمان يې راوړى او نېک عملونه يې كړي دي، داسې جنتونو ته ننباسي چې لاندې ترې ویالې بهېږي ... [سورة محمد: 12].
۳۰. پوښتنه: د کافرانو کور څه دی؟
ج- اور دی، الله تعالی فرمايي: ﴿فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ 24﴾
نو له هغه اور نه ځان وساتئ چې خس يې انسانان او تیږي دي، د كافرانو لپاره تيار كړى شوى دى. [سورة البقرة: 24].
۳۱. پوښتنه: ویره څه شی دی؟ او هلیه څه شی دی؟ او ثبوت یې څه دی؟
ج- وېره: له الله او د هغه له عذابه بیریدل.
هیله: د الله د ثواب، بښنې او رحمت هیله لرل.
دلیل: د الله تعالی دغه وینا ده: ﴿أُولَئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَى رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا 57﴾
دغه خلق چې دوى يې بلي، هغه خلق دي چې خپل رب ته وسیله(نزدیکت) لټوي چې په دوى كې كوم یو زیات نږدې دى، او د هغه د رحمت امېد لري او د هغه له عذابه وېرېږي، بېشكه د عذاب د رب ستا څخه بیره کیدی شي. [سورة الإسراء: 57]. الله تعالی فرمايي: ﴿نَبِّئْ عِبَادِي أَنِّي أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ 49 وَأَنَّ عَذَابِي هُوَ الْعَذَابُ الْأَلِيمُ 50﴾
زما بنده ګانو ته خبر وركړه چې بېشكه زه، همدا زه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى یم. او دا چې بېشكه زما عذاب، هم هغه ډېر دردوونكى عذاب دى. [سورة الحجر: 49، 50]
۳۲. پوښتنه: دالله تعالی څو نومونه او صفات یاد کړئ؟
ج- (الله) معبود، (رب) څښتن، (الرحمن ) ډېر بښونکی، (السميع ) د هر څه ښه اورېدونكى، (البصير ) د هر څه ښه ليدونكى، (العليم ) په هر څه ښه پوه، (الرزاق ) ښه پالونكى او روزونکی، (الحي ) تل ژوندى، (العظيم ) لوى… او داسې نورو ښكلي نومونه او لوړ صفتونه.
۳۳. پوښتنه: دا نومونه تشریح کړئ؟
ج- الله: دا د اله یعنې معبود معنی ده چې په حقه سره یې عبادت کیږي، یوازې پرته له (کوم)شریک څخه.
(الرب) پیداکوونکی او واکدار رزق ورکوونکی تدبیر کوونکی په دې ټولو کې یواځې دی د شریک څخه پاک دی.
(السمیع) هغه ذات چې پراخه دی د اوریدلو طاقت د هغه هر شي ته،ټول اوازونه اوري.
(البصير:هغه ذات هر شی ګوري،هر شی که غټ دی که وړوکی الله یې ګوري.
(العليم) هغه ذات هر شی پخپل علم کې راګیر کړی که پخوا وو که اوس دي او که په راتلونکي زمانه کې دي.
(الرحمن )د هغه ذات رحمت هر مخلوق او ژوندي ته پراخ شوی ،او ټول بنده ګان او مخلوق د هغه تر رحمت لاندې دي.
(الرزاق ) ښه روزی ورکونکی: هغه ذات چې د ټولو مخلوقاتو روزي پرې ده ؛ له انسانانو، پېریانو او ټولو ژوندیو مخلوقاتو څخه.
(الحي ) ژوندى: هغه ژوندی چې نه مړ کیږي او ټول مخلوقات مړه کیږي.
(العظيم) هغه ذات چې پوره کمال هغه لره دی، او ټوله لویي د هغه په نومونو، صفتونو او افعالو کې ده.
۳۴. پوښتنه: د مسلمانو علماوو پر وړاندې زموږ دنده څه ده؟
موږ له دوی سره مینه لرو او په چارو او شرعي مسألو او نوازلو کې ورته ورګرځو او له نېکۍ پرته یې په بل څه نه یادوو او چا چې پرته لدې په نورو بدو سره یاد کړل نو هغه په سمه لار ندی.
الله تعالی فرمايي: ﴿يَرۡفَعِ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا مِنكُمۡ وَٱلَّذِينَ أُوتُوا ٱلۡعِلۡمَ دَرَجَـٰتۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعۡمَلُونَ خَبِير 11﴾
اوچت به کړي الله تعالی هغه کسان چې مومنان دي په تاسو کې او هغه کسان چې علم ورکړل شوی په ډیرو درجو او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه خبر دى. [سورة المجادلة ١١].
۳۵. پوښتنه: د الله تعالی دوستان (اولیاء) څوک دي؟
ج- هغوی پرهیزګاره مؤمنان دي.
الله تعالی فرمايي: ﴿أَلَا إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ 62 الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ 63﴾
خبر شئ! بېشكه د الله دوستان چې دي؛ پر هغوى باندې نه څه وېره شته او نه دوى ته غم رسېږي. هغه كسان چې ایمان يې راوړى وي او ځان (په اوامرو راتګ کوي او له نواهیو ځان ساتي) ساتي. [سورة يونس: 62، 63].
۳۶. پوښتنه: آیا ایمان قول او عمل دی؟
ج- ایمان قول، عمل او عقیده ده.
۳۷. پوښتنه: ایمان زیاتیږي او کمیږي؟
ج – په طاعت سره ایمان زیاتیږي او په نافرمانۍ سره کمیږي.
الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ 2﴾
بېشكه مومنان هغه خلک دي، چې كله الله یاد كړى شي، نو د دوى زړونه ووېرېږي او كله چې دوى ته د هغه (الله) آیتونه تلاوت كړى شي، (نو) دغه (آیتونه) دوى ته ایمان ورزیات كړي او خاص په خپل رب باندې دوى توكل كوي. [سورة الأنفال: 2].
۳۸. پوښتنه: احسان څه شی دی؟
ج- د الله داسې عبادت کول چې ته یې ویني، او که ته یې نه ویني؛ هغه تا ویني.
۳۹. پوښتنه: د الله پاک په نزد عملونه کله قبلیږي؟
ج- په دوو شرطونو سره:
۱- کله چې خالص د الله تعالی د رضا لپاره وي.
۲- کله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو مطابق وي.
۴۰. پوښتنه: پر الله تعالی توکل څه شی دی؟
ج – د اسبابو په اخستلو سره د ګټو په راجلبولو او د ضرر په دفع کولو کې په الله تعالی باور او اعتماد کول
الله تعالی فرمايي: ﴿وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ ...﴾
او هغه څوک چې په الله توكل وكړي، نو همغه د ده لپاره بسنه کوي (او كافی) دى ... [سورة الطلاق: 3].
﴿حَسْبُهُ﴾: یعنی کافی او بس دی.
۴۱. پوښتنه: (آمر بالمعروف و النهي عن المنکر) په نیکۍ امر کول او له بدیو منع کول څه دي؟
ج – معروف: د الله پاک په ټولو پېرویو باندی امر کول دي، او منکر: د الله تعالی د هر ډول نافرمانیو څخه ممانعت دی.
الله تعالی فرمايي: ﴿كُنتُمۡ خَيۡرَ أُمَّةٍ أُخۡرِجَتۡ لِلنَّاسِ تَأۡمُرُونَ بِٱلۡمَعۡرُوفِ وَتَنۡهَوۡنَ عَنِ ٱلۡمُنكَرِ وَتُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِۗ ...﴾
تاسو غوره امت یاست ایستل شوي یاست د خلکو د فایدې د پاره، تاسوپه نېكۍ امر كوئ او له بدۍ څخه منع كوئ او په الله باندې ایمان راوړئ ... [سورة آل عمران ١١٠].
۴۲. پوښتنه: اهل سنت او جماعت څوک دي؟
ج – دوی هغه کسان دي چې په قول، عمل او عقیده کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو په شان وي.
دوی اهل سنت نومول شوي دي: ځکه دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پیروان او د بدعت پریښودونکي دي.
دوی په جماعت نومول شوي دي: ځکه چې دوی په حق باندې راټول شوي او په اړه یې سره ندي جلا شوي.
د فقهې څانګه47
۱. پوښتنه: طهارت تعریف کړئ؟
ج- طهارت (پاکوالی): د ناپاکۍ لرې کول، او د پلیتۍ له منځه وړل دي.
د نجاست پاکي: د مسلمان لپاره لازم دي چې هر هغه نجاست چې د هغه په بدن، جامو، یا د لمانځه په ځای کې وي، هغه لرې کړي.
د نجاست پاکوالی: دا په اودس يا غسل، په پاکو اوبو يا تيمم سره کيږي، د هغه چا لپاره چې اوبه ورسره نه وي او يا يې استعمالولی نه شي.
۲. پوښتنه: هغه څه چې نجاست ورته رسیدلی وي هغه څنګه پاکوې؟
ج- په اوبو سره په مينځلو تر هغه چې پاک شي.
- او هغه څه چې سپي ځټلی وي؛ اووه ځلې باید ومينځل شي لومړي ځل په خاورو سره.
۳. پوښتنه: د اودس فضیلت څه دی؟
ج- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "کله چې یو مسلمان بنده " - یا "مومن" - اودس وکړي، "بیا خپل مخ ومینځي؛ هره ګناه چې هغه په خپلو سترګو لیدلې وي له اوبو سره د هغه له مخ څخه وځي" - یا " د اوبو په وروستي څاڅکي سره" - " او هر کله چې خپل لاسونه ومینځي، د هغه له لاسونو څخه هره هغه ګناه چې لاسونو سره یی کړي وي په اوبو سره د هغه له لاسونو څخه وځي" - یا "د اوبو په وروستي څاڅکي سره" - کله چې هغه خپلې پښې ومینځی؛ هره ګناه یې چې په پښو سره ورتګ کړی وي د اوبو سره د هغه له پښو څخه وځي " - یا "د اوبو د وروستي څاڅکي سره" - "تر هغه چې هغه له ګناهونو پاک شي." مسلم روایت کړی.
۴. پوښتنه: اودس څنګه کوې؟
ج- درې ځلې لاسونه مينځل.
درې ځلې مضمضه(خولې ته اوبه اچول)، استنشاق (پوزې ته اوبه اچول) او استنثار کول ( له پوزې څخه بیرته د اوبو سوڼکول).
مضمضه، د خولې مینځل: په خوله کې اوبه اچول، او د هغې اړول راړول او بېرته راویستل.
استنشاق، په ښې لاس سره پزې ته د هوا په کش کولو سره اوبه اچول.
استنثار، له پزې څخه اوبه ایستل: د استنشاق نه وروسته په چپ لاس له پزې څخه د اوبو ایستل دي.
بیا درې ځلې مخ پرېمینځل.
بیا لاسونه سره د څنګلو درې ځلې پرېمینځل.
بیا سر مسح کول،په لاسونو دې چې مخکې او وروسته یې کش کړې، او غوږونه مسح کړې.
بیا درې ځلې خپلې پښې سره د ښنګرو ومینځئ.
دا بشپړ اودس دی، او دا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په بخاري او مسلم کې په احادیثو ثابت دی چې له عثمان، عبدالله بن زید او نورو څخه روایت شوی دی. او د هغه څخه په بخاري او نورو کې هم ثابت دي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم يو یو ځل اودس وکړ، او دوه دوه ځله يې اودس وکړ، يعنې: د اودس هر غړی يې يو يا دوه ځلې ومينځه.
۵. پوښتنه:د اودس فرضونه څه او څو دي؟
ج – دا هغه څه دی چی د مسلمان اودس نه صحيح کيږي که يو يې پريږدي.
۱- د مخ مينځل، سره له مضمضې او استنشاق.
۲- د لاسونو مینځل تر څنګلو پورې.
۳- د غوږونو په شمول د سر مسح کول.
۴- د پښو مینځل تر ښنګرو پورې.
۵- د غړو تر مينځ ترتیب مراعاتول، لکه د مخ مينځل، بيا لاسونه، بيا د سر مسح، او بيا د پښو مينځل.
۶. موالات: یعنی په دوامداره توګه اودس کول، پرته له وقفې څخه تر څو چې د اوبو څخه غړی وچ شي.(یعنې مخکې لدې چې مخکې غړی وچ شي باید ورپسې نور غړي ژر ومینځل شي)
– لکه دا چې نيم اودس وکړي او نیم یی بل وخت پوره کړي، نو په دې شکل باندې اودس ي صحيح نه دی.
۶. پوښتنه: په اودس کې څو سنت دي بیان یې کړه؟
ج – د اودس سنتونه: هغه دي که ویې کړل؛ هغه ته اضافي اجر او ثواب دی، او که چېرته یې پرېښودل نو ګناه پرې نشته، او اودس یې صحیح دی.
۱- تسميه: بسم الله ويل.
۲- مسواک وهل.
۳- د لاسونو مینځل.
۴- د ګوتو خلالول.
۵- د اعضاوو دوه او درې ځلي مينځل.
۶- له ښي خوا پیل کول.
۷- له اودس څخه وروسته دعا: «أشهد أن لا إله إلا الله، وحده لا شريك له، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله».
"زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته، هغه یوازې دی او شریک نه لري، او شاهدي ورکوم چې محمد د هغه بنده او رسول دی"
۸- له هغه وروسته دوه رکعته لمونځ کول.
۸- له هغه وروسته دوه رکعته لمونځ کول.
۷. پوښتنه: د اودس ماتوونکي وشمیرئ؟
ج- هغه څه چې د دوو لارو؛ شرمګاه او مقعد څخه راوځي، له ادرارو، ډکو او یا تشو متیازو او یا باد څخه.
خوب، لیونتوب، یا بې هوښی.
د اوښ غوښه خوړل.
پرته له پردې څخه لاس سره د شرمګاه یا مقعد لمس کول.
۸. پوښتنه: تیمم څه شی دی؟
ج- تيمم: د خاورې او د ځمکې د نورو برخو استعمال ته تيمم وايي، کله چې اوبه شتون و نه لري او يا د عذر له امله یې استعمالولی نه شي.
۹. پوښتنه: تیمم څنګه کوې؟
ج- په ورغوو سره یو ځل د زمکې وهل، او د مخ او لاسونو شاګانې پرې یو ځل مسح کول
۱۰. پوښتنه: د تيمم ماتونکي څه دي؟
ج- ټول هغه څه چې اودس ماتوي.
کله چې اوبه وموندل شي.
۱۱. پوښتنه: موزې او جرابې څه شی دي؟ آیا هغې دواړو باندې مسح کیږي؟
ج- موزې (خفین): هغه څرمن چې په پښه اغوستل کیږي.
جرابې: هغه څه چې د څرمن پرته په پښه کې اغوستل کیږي.
د پښو مینځلو پر ځای دې باندې مسح کول روا دي.
۱۲. پوښتنه: په ماسیو (خفین) د مسحې کولو حکمت ذکر کړئ؟
ج – آساني او د تکلیف کمول پر بنده ګانو، په ځانګړې توګه د یخنۍ، ژمي او سفر په وخت کې، کله چې په پښو کې څه شی لرې کول ستونزمن وي.
۱۳. پوښتنه: پر ماسیو (خفین) د مسحې کولو شرطونه کوم دي؟
ج- ۱- د موزو (خفینو) اغوستل د پاکوالي په حالت کې، يعني له اودس نه وروسته.
۲- موزې (خفین) بايد پاکې وي نو په ناپاک مسح کول روا ندي.
۳- موزې (خفینو) بايد هغه ځای پټ کړی وي چې په اودس کې یې وینځل لازم وي.
۴- مسح بايد په ټاکلې مودې کې وي، د مقیم او غير مسافر لپاره: یوه شپه او ورځ، او د مسافر لپاره: درې ورځې او شپې.
۱۴. پوښتنه: پر موزو (خفینو) د مسحې کولو طریقه څرنګه ده؟
ج- د مسحې کولو طریقه دا ده: د لاسونو لمدې ګوتې به د پښو په ګوتو کېږدي بیا دې پورته تر لينگي پورې کش کړي، ښۍ پښه په ښي لاس او چپه پښه دې په چپ لاس مسح کړی، او د مسحې په وخت کی به خپلې ګوتې پرانيزي او تکرار به نه کوي.
۱۵. پوښتنه: څه شی پر جرابو مسح کول ماتوي؟
ج ۱- د مسحې کولو د مودې ختمېدل، د شريعت د ټاکلې مودې له تېرېدو وروسته په موزو باندې مسح کول روا ندي، د مقیم لپاره يوه ورځ او يوه شپه، او درې ورځې او شپې د مسافر لپاره.
۲- د موزو (خفينو) ويستل، كه څوک له مسحې كولو وروسته د دواړو پښو موزې يا يو له هغو څخه وباسي نو مسح يې باطل ده.
۱۶. پوښتنه: د لمانځه معنی؟
ج- لمونځ: په خاصو ويناوو او کړنو سره د الله جل جلاله عبادت دی، په تکبیر سره پیل او په سلام سره پای ته رسول دي.
۱۷. پوښتنه: د لمانځه حکم؟
ج- لمونځ په هر مسلمان فرض دی.
الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَوْقُوتًا 103﴾
بېشكه لمونځ په مومنانو باندې په (معلومو) وختونو كې فرض كړى شوى دى. [سورة النساء: 103].
۱۸. پوښتنه: د لمونځ نه کولو حکم څه دی؟
ج- لمونځ پرېښودل کفر دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "زموږ او د دوی تر منځ تړون لمونځ دی، نو چا چې دا پرېښود، هغه كافر شو." د احمد او ترمذي او نورو روايت.
۱۹. پوښتنه: پر مسلمان په ورځ او شپه کې څو لمونځونه واجب دي؟ د هر لمانځه لپاره څو رکعتونه دي؟
ج- په ورځ او شپه کې پنځه وخته لمونځ فرض دی، د سهار لمونځ: دوه رکعته، د ماپښین لمونځ: څلور رکعته، د مازیګر لمونځ: څلور رکعته، د ماښام لمونځ: درې رکعته، او د ماخستن لمونځ: څلور رکعته دي.
۲۰. پوښتنه: د لمانځه شرطونه وشمیرئ؟
ج- ۱- اسلام؛ نو د کافر لمونځ صحیح ندی.
۲- عقل؛ نو د لیوني لمونځ صحیح ندی.
۳. تمیز؛ نو د کوچني ماشوم چی توپیر نشي کولای د هغه لمونځ صحیح ندی.
۴- نیت.
۵- د وخت داخلیدل.
۶- پاکوالی او د بې اودسۍ لرې کول.
۷- له نجاست نه پاکوالی.
۸- د عورت پټول.
۹ – قبلې ته مخامخ کېدل.
۲۱. پوښتنه: د لمانځه رکونونه وشمېرئ؟
ج- څوارلس رکنونه لري، چې په لاندې ډول دي:
یو له هغو څخه: هغه څوک چی د دریدلو توان لری باید په فرض لمونځ کې ودریږي.
تکبیر تحریمه، او هغه: «الله اکبر» دی.
د فاتحې سورت لوستل.
رکوع کول، خپله شا باید یو برابر وساتي او خپل سر دې ورسره برابر کړي.
له رکوع څخه پورته کیدل.
برابر دریدل.
سجده کول، او د سجدې ځای باندی خپل تندی، پوزه، لاسونه، زنګنونه او د پښو د ګوتو څوکې لګول.
د سجدې څخه پورته کیدل.
د دوو سجدو تر منځ کیناستل.
سنت دا دي چې: چپه پښه وغځول شي او هغې باندې کېني، ښۍ پښه دې قبلې خوا ته ولاړه وساتي.
اطمینان او آرامتیا، او هغه په هر فعلی رکن کی باید خپله آرامتیا وساتی.
وروستی تشهد.
هغه ته کښیناستل.
دوه تسلیمه، او هغه دا چې دوه ځلې ووایي: "السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته."
د رکنونو ترتیب - لکه څرنګه چې موږ یادونه وکړه - د مثال په توګه، که هغه په قصدي توګه له رکوع څخه مخکې سجده وکړه؛ لمونځ یي باطل شو؛ او که یې په سهوه کې وکړه ورباندې لازم دي چې رکوع وکړي او بیا سجده وکړي.
۲۲. پوښتنه: د لمانځه واجبات ذکر کړئ؟
ج- د لمانځه واجبات اته دي، او په لاندې ډول دي:
۱- د تکبیر تحریمې څخه پرته نور تکبیرونه.
۲- د (سمع الله لمن حمده) وییل، د امام او ځانته لمونځ کوونکي لپاره.
۳- د (ربنا و لک الحمد) وییل.
۴- د (سبحان ربي العظیم) ويیل، یو ځلې په رکوع کې.
۵- د (سبحان ربي الاعلی) ويیل، یو ځلی په سجده کې.
۶- د (رب اغفر لی) ويل، د دوو سجدو په مینځ کې.
۷- لومړی تشهد.
۸- د لومړي تشهد لپاره ناسته.
۲۳. پوښتنه: د لمانځه سنتونه کوم دي؟
ج- یوولس سنتونه دي، په لاندې ډول:
۱- د تکبیر تحریمې له ویلو څخه وروسته باید ووایي: « سُبْحَنَکَ اللَّهُمَّ وَ بِحَمْدِکَ وَتَبَارَکَ اسْمُکَ ،وَ تَعَالَی جَدُّکَ وَلَا اِلَهَ غَيْرُک.ای الله پاکي او ستاینې یواځې تا لره دي او نوم دي مبارک دی،شان دې لوړدی او له تا پرته بل معبود نشته.او دی ته د استفتاح دعا ویل کیږي.
۲. تعوذ: اَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَنِ الرَّجِيْمِ . پناه وړم الله ته له رټلي شیطان څخه
۳. بسم الله پوره ویل(بسم الله الرحمن الرحیم)
۴- د آمین ويل.
۵- له فاتحې وروسته د سورت لوستل.
۶- د امام لپاره په لوړ آواز قراءت کول.(جهري لمونځ کې)
- له سمع الله لمن حمده څخه وروسته: "ملء السَّمٰوات، وملء الأرض، وملء ما شئت من شيء بعد". وییل : یعنې ؛د آسمانونه په اندازه، د زمکې په اندازه، او د هر هغه څه چې ته یی غواړې د هغی په اندازه. (دې حمد او ثنا وي )
۸- د رکوع په تسبيح کې له يو ځل څخه زيات وییل: یعني: دویم او دریم ځل تسبیح او یا له دې څخه ډیر.
۹- په سجده کې له یو ځل څخه زیاد د تسبیحاتو وییل
۱۰- هغه څه چې د دوو سجدو په منځ کې یې له یو ځل څخه زیات ووایی: رب اغفر لي، یعنی ای ربه ما وبخښه.
۱۱- ۱۱- په وروستي تشهد کې د هغه پر کورنۍ، پر هغه او هغوی باندې درود او سلام او له هغه وروسته دعا.
څلورم: فعلی سنتونه، او هیئات بلل کېږي:
۱- تکبیر تحريمې سره د لاسونو پورته کول.
۲- او د رکوع پر مهال.
۳- د ركوع څخه د پورته کیدو پر مهال.
۴- او له هغه وروسته یې ښکته کول.
۵- ښي لاس په چپ لاس باندی ایښودل.
۶- د سجدې ځای ته کتل.
۷- د ودریدلو پر مهال د پښو جلا کول.
۸- په خپلو لاسونو يې زنګونونه کلک نیولي وي، په داسی حال کی چی ګوتې يې په رکوع کې پرانستې وي،او ملا یې همواره اوږده کړې وي او سر یې هم د ملا سره برابر نیولی وي.(نه کښته وي او نه پورته)
۹- د سجدې غړي باید زمکې باندې د سجدې پر ځای ونښلوي.
۱۰- مټې له تشو څخه جلا کول، او خیټه له ورنونو څخه او ورنونه له پنډیو څخه، او د پنډیو او دزنګونونو تر مینځ جداوالی،او د پښو نیغ درول، د پښو د ګوتو ګیډې په ځمکه کېښودل پداسې حال کې چې سره جلا وي، او لاسونه د اوږو برابر اېښودل په داسې حال کې چې ګوتې خورې او یو بل سره نښتې وي.
۱۱- د دوو سجدو تر منځ غوړیدلی کیناستل، او په لومړي تشهد کې هم او په دویم کې تورک کول.(چپه پښه د ښۍ پښې د لینګي څخه لاندې کړې او ښۍ پښه نیغه ودروې او په چپ کوناټي کښینې. دې ته تورک وایې)
۱۲- د دواړو سجدو په منځ کې لاسونه په غځیدلی شکل باندی په ورنونو ایښودل، او د دو سجدو په منځ کې ګوتې باید یو بل سره نښتی وي، او همدا رنګه په تشهد کې هم، مګر دا چې د ښي لاس سلطانۍ او خچکۍ (څلورمه او پنځمه) ګوتې ونیول شي، غټه او منځنی ګوتې سره حلقه کړاي شی، او د الله ذکر په وخت کې د شهادت ګوتی سره اشاره وشی.
۱۳- د سلام په وخت کې ښي او چپ لوري ته مخ کول.
۲۴. پوښتنه: د لمانځه باطل کوونکی وشمېرئ؟
ج- (۱) د لمانځه د یو رکن او یا د شرطونو نه یو شرط پرېښودل.
(۲) قصداً خبرې کول.
(۳) خوړل او څښل.
(4) ډیر پرله پسې حرکتونه.
(۵) د لمانځه د واجباتو څخه یو واجب په قصدي توګه پرېښودل.
۲۵. پوښتنه: مسلمان به څنګه لمونځ کوي؟
ج- د لمانځه طریقه :
۱- په ټول بدن سره قبلې ته مخامخ کېدل، پرته له انحراف او یو خوا او بل خوا کتلو څخه.
۲- بيا به په زړه کړې پرته له تلفظ کولو څخه د هغه لمانځه نیت کوي چې د کولو اراده یې لري.
۳- بيا تکبير تحریمه وايي، او وايي چې: الله اکبر، یعنی الله لوى دى، او د تکبير د ويلو په وخت کې خپل لاسونه تر اوږو پورې پورته کوي.
۴- بيا د سینې د پاسه د ښي لاس ورغوی د چپ لاس په شا باندی ږدي.
۵- بیا شروع کوي او وایي: اللهم باعد بيني وبين خطاياي كما باعدت بين المشرق والمغرب، اللهم نقني من خطاياي كما يُنقى الثوب الأبيض من الدنس، اللهم اغسلني من خطاياي بالماء والثلج والبرد».
ای الله ما له ګناهونو څخه داسې جلا کړه لکه څنګه چې تا ختيځ له لویدیځ څخه لرې کړی، ای الله ما له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه سپینه جامه چې له کثافاتو څخه پاکیږي، ای الله ما له ګناهونو څخه په اوبو، واورو او ګلۍ سره پاک کړه.
یا وایي: سُبْحَنَکَ اللَّهُمَّ وَ بِحَمْدِکَ وَتَبَرَکَ اسْمُکَ ،وَ تَعَالَی جَدُّکَ وَلَا اِلَهَ غَيْرُکَ.
اې الله! پاکي او ستاینې یوازې تالره دي او نوم دي مبارک دی، شان دې لوړدی او له تا پرته بل معبود نشته .
۶- بیا تعوذ وايي: اَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَنِ الرَّجِيْمِ .
زه الله ته پناه وروړم له رټلي شیطان څخه. ۷- بیا بسم الله او د فاتحې سورت لولي، نو وایې: ﴿بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ 1
د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى. الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ 2
ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ 3
ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ
د بَدلې د ورځې مالك دى 4 إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ 5
مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ 6
ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَيَه صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ 7﴾
د هغو خلکو لاره چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ نه غضب کړای شوى دي او نه ګمراهان دي. [سورة الفاتحة:1-7].
بيا وايي: (آمين) يعنې: اې الله قبول یی کړه.
۸- بیا دې هغه قران ولولي چې ورته اسان وي او د سهار په لمانځه کې دې تلاوت اوږدوي.
۹- بیا رکوع کوي، یعنې: د الله د تعظیم لپاره سر ښکته کوی ، او د رکوع په وخت کې تکبیر وایي، او لاسونه د اوږو پورې پورته کوي. او سنت دا دي چې: خپله شا اوږده کړي(همواره)، او خپل سر ور سره برابر کړي، او لاسونه پر زنګنونو کېږدي او ګوتې يې جلا سره وي.
۱۰- په رکوع کې درې ځلې: «سُبْحَانَ اللَّهِ الْعَظِيْمِ» وايي او که دا ووايي: « سبحانك اللهم وبحمدك، اللهم اغفر لي(۱). نو غوره ده .اې الله! پاکي او ستاینې یوازې تالره دي، یا الله ما ته بخښنه و کړه.
۱۱- بیا خپل سر له رکوع څخه پورته کوي او وایی: سمع الله لمن حمده " الله د ثنا ویونکو ستاینه واورېده." بیا لاسونه پورته کوي تر اوږو پوري، او مقتدي دا نه وايي: " سمع الله لمن حمده " بلکه وايي: ربنا ولك الحمد ، "زموږ ربه ستاینه خاص تا لره ده."
۱۲- بیا له پورته کیدو وروسته وايي: : «ربنا ولك الحمد، ملء السماوات والأرض، وملء ما شئت من شيء بعد».
"زموږ ربه ستا ستاینه ده، د آسمانونو او ځمکې د ډکوالي په اندازه او د هغه څه د ډکوالي په اندازه چې تاسو یې غواړئ."
۱۳- بیا لومړۍ سجده کوي، او د سجدې پر مهال وایی: الله أكبر"الله لوی دی" او په اوو غړو سجده کوي:
تندی سره د پزې، لاسونه، زنګنونه، د پښو سرونه، او خپلې مټې به له اړخونو څخه لرې ساتي، څنګلي به په ځمکه نه خپروي، او د ګوتو سرونه به قبلې ته مخامخ کوي.
۱۴- په سجده کې درې ځلې: " سبحان ربي الأعلى "وايي او که یې دا الفاظ ورزیات کړل: "«سبحانك اللهم ربنا وبحمدك، اللهم اغفر لي " نو غوره ده.
اې الله! پاکي او ستاینې یوازې تالره دي، یا الله ما ته بخښنه و کړه.
۱۵- بیا له سجدې څخه سر پورته کوي او وایي: الله أكبر (الله لوی دی).
۱۶- بیا د دواړو سجدو په مینځ کې په چپه پښه کښیني، ښۍ پښه ودروي، خپل ښی لاس د خپل ښۍ پښې په ورون زنګون ته نږدې ږدي، او د ښي لاس سلطانۍ او خچه (څلورمه او پنځمه) ګوته کلکې نیسی، غټه او منځنۍ ګوتې سره حلقه کوي، او د دعا په وخت کې د شهادت ګوتې سره اشاره کوي، او خپل کیڼ لاس د ګوتو په خپرولو سره په چپ ورون ږدي په هغه ځای کې چې زنګون ته نږدی دی.
۱۷- د دوو سجدو تر منځ د ناستې په وخت کي وايي: «رب اغفر لي، وارحمني، واهدني، وارزقني، واجبرني، وعافني».
" ای ربه، ما ته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ما ته لارښوونه وکړه، ما ته روزي راکړه، زما په زړه پټۍ ولګوه، او زما حفاظت وکړي."
۱۸- بيا لکه د لومړۍ سجدې به څېر دویمه سجده کوي، او د سجدې پر مهال تکبير وايي.
۱۹- بیا له دویمې سجدې څخه پاڅیږي او وایي: الله أكبر «الله لوی دی» او دویم رکعت لکه د لومړي رکعت په څیر اداء کوي، مګر دا چې په هغه کې استفتاحیه دعا نه وایی.
۲۰- بیا د دویم رکعت له پای ته رسیدو وروسته کښيني او وايي: الله اكبر، «الله لوی دی» او کښيني څرنګه چی د دوو سجدو په منځ کې ناست و.
۲۱ - په دې ناسته کې تشهد ويل کيږي او وايي : «التحيات لله والصلوات والطيبات، السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته، السلام علينا وعلى عباد الله الصالحين، أشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمداً عبده ورسوله، اللهم صلِّ على محمد وعلى آل محمد، كما صليت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميد مجيد، وبارك على محمد وعلى آل محمد، كما باركت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميد مجيد. أعوذ بالله من عذاب جهنم، ومن عذاب القبر، ومن فتنة المحيا والممات، ومن فتنة المسيح الدجال»،
«ثنا، ستاینه او پاکي الله لره دي، ای نبي! پرتا دې سلام، د الله رحمت او برکتونه دې وي، پرمونږ او د الله پر نیکو بندګانو دې سلام وي، شاهدي ورکوم چې بې له الله پرته بل لایق د عبادت نشته او شاهدي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او دهغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پرکورنۍ دې چې لورولی ، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې .ای الله !پر محمد او دهغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او دهغه پرکورنۍ دې چې ورولي وو، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې . زه د دوزخ له عذابه، د قبر له عذابه، د ژوند او مرګ له فتنو او د دجال له فتنو څخه په الله پناه غواړم.» بيا له خپل رب څخه د دنيا او آخرت د خير غوښتنه کوي.
۲۲- بیا ښي اړخ ته سلام اړوي وایي: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته) او چپ طرف ته هم همداسې.
۲۳ – که لمونځ درې یا څلور رکعتي وی، د لومړي تشهد په پای کې «أشهد أن لا إله إلا الله، و أشهد أن محمداً عبده ورسوله». یعنی زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد د هغه بنده او رسول دی» توقف کوي.
۲۴- بیا پاڅیږي او وایي: الله أكبر «الله لوی دی» او په دې وخت کې د اوږو پوری لاسونه پورته کوي.
۲۵- بيا خپل پاتې لمونځ لکه د د دویم رکعت په څېر ادا کوي، خو د فاتحې په ویلو بسنه کوي.
۲۶ – بیا په متورک شکل کینی نو خپله ښی پښه ودروي او چپه پښه به له ښۍ پښې د ساق لاندې تیروی او خپل مقعد به په ځمکه نښلوی، او لاسونه به په ورنو کېږدی په هغه طریقه لکه څنکه یې چې په تشهد اول کې ایښي وو.
۲۷ – په دې ناسته کې ټول تشهد ويل کيږي.
۲۸- بیا شې لورې ته سلام اړوي وایې: «السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته» او چپ طرف ته هم.
۲۶. پوښتنه: د لمانځه څخه له سلام اړولو وروسته کوم اذکار وایې؟
ج- أَسْـتَغْفِرُ الله ، "زه د الله څخه بخښنه غواړم" درې ځله.
- «اللّهُـمَّ أَنْـتَ السَّلامُ، وَمِـنْكَ السَّلام، تَبارَكْتَ يا ذا الجَـلالِ وَالإِكْـرام».
- "اې الله، ته سلام یې، او ستا د طرفه سلامتیا ده، ته برکت ورکولو والا ذات یې، ای د عظمت او عزت خاونده."
- «لا إلهَ إلاّ اللّهُ وحدَهُ لا شريكَ لهُ، لهُ المُـلْكُ ولهُ الحَمْد، وهوَ على كلّ شَيءٍ قَدير، اللّهُـمَّ لا مانِعَ لِما أَعْطَـيْت، وَلا مُعْطِـيَ لِما مَنَـعْت، وَلا يَنْفَـعُ ذا الجَـدِّ مِنْـكَ الجَـد».
- له الله پرته بل معبود نشته، یوازی، بې شریکه دی، هغه لره پاچاهي ده او هغه لره ستاینه ده او هغه پر هر څه قادر دی، ای الله! هر څه چې ورکوې څوک یی مخه نشي نیولی، او هر څه چی له چا څخه منع کوې څوک یی نشي ور کولی.فایده نه شي ورکولای خاوند د شرافت او مرتبې ته ستا د عذاب په مقابل کې شرافت او مرتبه د هغه.
- «لا إلهَ إلاّ الله، وحدَهُ لا شريكَ لهُ، لهُ الملكُ ولهُ الحَمد، وهوَ على كلّ شيءٍ قدير، لا حَـوْلَ وَلا قـوَّةَ إِلاّ بِاللهِ، لا إلهَ إلاّ الله، وَلا نَعْـبُـدُ إِلاّ إيّـاه، لَهُ النِّعْـمَةُ وَلَهُ الفَضْل وَلَهُ الثَّـناءُ الحَـسَن، لا إلهَ إلاّ الله مخْلِصـينَ لَـهُ الدِّينَ وَلَوْ كَـرِهَ الكـافِرون».
"له الله پرته بل معبود نشته، یوازینی، بې شریکه دی، پاچایي د هغه ده او ستاینه همغه لره ده، او هغه په هر څه قادر دی، د الله نشته له بدۍ اړول او په نیکۍ توفیق ورکول مګر د الله په مدد، د الله پرته بل معبود نشته، او موږ د بل چا عبادت نه کوو مګر د لوی الله، الله لره لورینه او غوره والی او نیکه ستاینه ده، نشته بل معبود پرته د لوی الله څخه، هغه ته په دین کې مخلص یو، که څه هم کافران یې بد ګڼي.
- «سُـبْحانَ اللهِ »دري دېرش ځلې.
«الحَمْـدُ لله»دري دېرش ځلې.
«اللهُ أكْـبَر»دري دېرش ځلې.
بیا د سل پوره کولو لپاره وايي: «لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على كل شيء قدير».
"له الله پرته بل معبود نشته هغه یو دی شریک نه لري، د هغه لپاره پاچاهي ده او د هغه لپاره ستاینه ده، او هغه په هر څه قادر دی."
د الِاخلاص سورت او معوذات(۱) تلاوت کوي. درې ځلې د سهار او ماښام له لمانځه وروسته او يو ځل له نورو لمونځونو څخه وروسته.
- یو ځل آیت الکرسي وایي.
۲۱. پوښتنه: سنت (۱)لمونځونه کوم دي؟ او فضیلت یې څه دي؟
ج – دوه رکعته مخکې له سهارد لمانځه نه.
څلور رکعته له ماسپښین نه مخکې.
دوه رکعته له ماسپښین نه وروسته.
دوه رکعته د ماښام د لمانځه نه وروسته.
دوه رکعته د ماخستن د لمانخه نه وروسته.
فضیلت یی: رسول الله ﷺ فرمایلي دي: چا چې په شپه او ورځ کې دولس رکعته نفل(۱) لمونځ ادا کړ، الله تعالی به ورته په جنت کې کور جوړ کړي. مسلم، احمد او نورو روایت کړی.
۲۸. پوښتنه: د اونۍ غوره ورځې کومې دي؟
ج- د جمعې ورځ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي: په ورځو کې غوره ورځ ستاسو د پاره جمعه ده، پدې کې آدم پيدا شوی او پ همدې کې وفات شوی، په همدې ورځ صور(شپیلۍ) غږول کیږي او په همدې ورځ به عمومي مرګ وي(قیامت)، نو پر ما باندې زيات درود ووایئ، ځکه چی ستاسو درود ما ته وړاندې کېږي. هغه وایی: هغوی وویل: ای د الله رسوله، زموږ درود څنګه تاته وړاندې کېږي، حال دا چې ته خاورې شوی یی؟ - وايي خاوری شوی یی - هغه وویل: "الله جل جلاله پر ځمکه د پیغمبرانو جسدونه حرام کړي دي." ابو داود او نورو روایت کړی.
۲۹. پوښتنه: د جمعې د لمانځه حکم څه دی؟
ج- په هر بالغ، عاقل او مقیم، نارینه مسلمان باندی فرض عین دی.
الله تعالی فرمايي: ﴿ يَٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَوةِ مِن يَوۡمِ ٱلۡجُمُعَةِ فَٱسۡعَوۡاْ إِلَى ذِكۡرِ ٱللَّهِ وَذَرُواْ ٱلۡبَيۡعَۚ ذَلِكُمۡ خَيۡرٞ لَّكُمۡ إِن كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ 9﴾
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې د جمعې د ورځې د لمانځه لپاره اذان وویلى شي، نو تاسو د الله د ذكر (لمونځ) اهتمام وکړئ او اخيستل خرڅول پرېږدئ، دا ستاسو لپاره ډېر غوره دي كه تاسو پوهېږئ [سورة الجمعة٩].
الآیة فی سورة الجمعة کما نبه علی ذلک المترجم جزاه الله خیرا
۳۰. پوښتنه: د جمعې لمونځ څو رکعته دي؟
ج – د جمعې د لمانځه د رکعتونو شمېر دوه رکعته دی چې امام پکې په جهر سره قراءت کوي، هغه (لمونځ ) چې ورڅخه وړاندې دوه مشهورې خطبې وي.
۳۱. پوښتنه: آیا د جمعې د لمانځه څخه پاتې کیدل او نه ادا کول یی جواز لری؟
ج – له شرعي عذر پرته د جمعې له لمانځه څخه تخلف او نه ادا کول یې جواز نلری، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: "څوک چې درې جمعې د سستۍ او تنبلۍ له امله پریږدي؛ الله د هغه په زړه باندې مهر لګوی. ابو داود او نورو روایت کړی.
۳۲. پوښتنه: د جمعې د ورځې سنتونه ذکر کړی؟
ج-
۱- غسل کول.
۲- خوشبویی استعمالول.
۳- غوره جامې اغوستل.
۴- جومات ته وختي تلل.
۵- پر رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر درود ویل.
۶- د سورت الکهف تلاوت کول.
۷- جومات ته پیاده تلل.
۸- د دعا د قبلیدلو لپاره د قبلیدو د وخت پلټنه.
۳۳. پوښتنه: د جماعت د لمانځه فضیلت بیان کړئ؟
ج – له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "د جماعت لمونځ له يوازي لمانځه څخه اوه ویشت درجې غوره دى." مسلم روایت کړی.
۳۴. پوښتنه: په لمانځه کې خشوع او عاجزي څه شی دی؟
ج – د زړه حضور او د غړو سکون په لمونځ کی.
الله تعالی فرمايي: ﴿قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ 1
یقینًا مومنان كامیاب شول الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ 2﴾
هغه چې هغوى په خپلو لمونځونو كې خشوع كوونكي دي [سورة المؤمنون: 1، 2].
۳۵. پوښتنه: زکات تعریف کړئ؟
ج – په ځانګړې مال کې، ځانګړی حق دی په ځانګړي وخت کې د ځانګړو خلکو لپاره
- دا د اسلام له ارکانو څخه یو رکن دی، او فرضي صدقه ده چې له شتمنو څخه اخیستل کیږي او غریبانو ته ورکول کیږي.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَآتُوا الزَّكَاةَ﴾
او زكات وركړئ [سورة البقرة: 43].
۳۶. پوښتنه: مستحب صدقه څه شی دی؟
ج – هغه پرته له زکات څخه وي لکه خیرات کول په هر یو شی چې وي د خیر په کارونو کی او په هر وخت کې چې وي.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَأَنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ﴾
او د الله په لاره كې خرڅ كوئ [سورة البقرة: 195].
۳۷. پوښتنه: روژه تعریف كړئ ؟
ج- الله جل جلاله ته د عبادت کولو په موخه د روژې د ماتونکو څيزونو څخه لاس نیول دي له سهاره تر لمر لوېدو پورې د نيت سره، او هغه په دوه ډوله ده:
فرضي روژې: لکه د رمضان د میاشتې روژه چې د اسلام له ارکانو څخه ده.
الله تعالی فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ 183﴾
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو باندې روژه فرض كړى شوې ده لكه چې فرض كړى شوې وه پر هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو متقیان شئ. [سورة البقرة: 183].
او غیر فرضي روژې: لکه د هرې اونۍ د دوشنبې او پنجشنبې روژه، او د هرې میاشتې د ایام البیض درې ورځې روژه نیول دی، چې غوره یې د هرې قمري میاشتې (۱۳، ۱۴، ۱۵) ورځې دي.
۳۸. پوښتنه: د رمضان میاشتې د روژې فضیلت بیان کړئ؟
ج- له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې د رمضان روژه په ایمان او د ثواب په نیت ونیسي؛ د هغه مخکني ګناهونه بښل کیږي.» متفق عليه.
۳۹. پوښتنه: له رمضان پرته په بل وخت کې د نفلي روژې فضیلت بیان کړئ؟
ج – له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "هیڅ بنده نشته چې د الله په لاره کې یوه ورځ روژه ونیسي، مګر دا چې په دې ورځ به الله د هغه مخ د اویا کلونو په اندازه له اور څخه لرې کړي." متفق عليه.
- د "اویا مني" معنی؛ یعنی: اویا کاله.(۱)
۴۰. پوښتنه: د روژې د مفسداتو ځینی نومونه یاد کړئ؟
ج-۱- په قصد سره خوړل او څښل.
۲- قصداً کانګې (استفراق)کول.
۳- له اسلام څخه وتل (ارتداد).
۴۱. پوښتنه: د روژې سنتونه کوم دي؟
ج-۱- روژه ماتي کې چټکی.(۱)
۲- پیشلمی (سحری) او د هغې ځنډ.(۱)
۳- ښېګڼو او عبادتونو کی زیاتوالی.
۴- کله چې روژه نیونکي ته کنځل وشي،ورته دې ووايي چی: زه روژه یم.
۵- د روژه ماتی په وخت کې دعا.(۱)
۶- په تازه خرما(رطب) يا کجوري سره روژه ماتول، که ونه موندل شي؛ په اوبو باندی دې روژه ماته شی.
۴۲. پوښتنه: حج تعریف کړئ ؟
ج – حج: د الله تعالی عبادت دی چې د هغه د سپېڅلي کور په نیت په ټاکلي وخت کې د ځانګړو اعمالو لپاره ترسره کیږي.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ 97﴾
او خاص د الله لپاره په خلقو باندې د (هغه د) كور كول فرض دي، په هغه چا باندې چې هغه د لارې وسَ ولري او څوك چې كافر شو، نو بېشكه الله له مخلوقاتو نه بېخي بې پروا دى. [سورة آل عمران: 97].
۴۳. پوښتنه: د حج ارکان وشمېرئ ؟
ج-۱- احرام.
۲- عرفات کی دریدل.
۳- طواف افاضه.
۴- د صفا او مروه تر مینځ سعی.
۴۴. پوښتنه: د حج فضیلت څه دی؟
ج – له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې ویل یې: "څوک چې حج د الله لپاره وکړي، فحشا او بد اخلاقی و نه کړي، هغه د هغې ورځې په څیر بیرته راستنیږی چې مور زیږیدلی و. بخاري او نورو روایت کړی.
- "لکه څنګه چې د هغه مور په هماغه ورځ زیږیولی وي": یعني بې ګناه.
۴۵. پوښتنه: عمره تعریف كړئ ؟
ج- عمره: د الله تعالی عبادت دی چې د هغه د سپیڅلي کور په نیت په هر وخت کې د ځانګړو اعمالو لپاره ترسره کیږي.
۴۶. پوښتنه: د عمرې ارکانونه وشمېرئ ؟
ج-۱- احرام.
۲- د کعبې طواف.
۳- د صفا او مروه تر مینځ سعی.
۴۷. پوښتنه: د الله لپاره کئ جهاد څه دی؟
ج – د اسلام د خپراوي لپاره کوښښ او هلې ځلې کول، د هغه او د هغه د اهل څخه دفاع کول، او یا د اسلام او د هغه د اهل له دښمن سره جګړه کول دۍ.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ 41﴾
په مالونو او ځانونو سره د الله په لار كې جهاد كوئ، دا ستاسو لپاره ډېر غوره دی، كه تاسو پوهېږئ. [سورة التوبة: 41].
د سیرت النبي څانګه32
۱. پوښتنه: زموږ د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم نسب څه دی؟
ج – هغه محمد د عبدالله زوی عبد الله د عبدالمطلب زوی عبد المطلب د هاشم زوی دی،او هاشم له قریشو څخه دی، قریش له عربو څخه دی او عرب د اسماعیل علیه السلام له اولادې څخه دي او اسماعلی علیه السلام د ابراهیم علیه السلام زوی دی، پر هغه او زموږ پر پیغمبر صلی الله علیه وسلم دې تر ټولو غوره درود او سلام وي.
۲. پوښتنه: زموږ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مور نوم څه دی؟
ج- آمنه د وهب لور ده.
۳. پوښتنه: پلار یې کله مړ شو؟
ج- پلار یې په مدینه منوره کې په داسې حال کې مړ شو او هغه (محمد -صلی الله علیه و سلم-) د مور په خیټه وو لا زیږیدلی نه وو.
۴. پوښتنه: رسول الله صلی الله علیه وسلم کله پیدا شو؟
ج- د فیل پر کال، د ربیع الأول د میاشتې په دولسمه نېټه د دوشنبې په ورځ.
۵. پوښتنه: هغه په کوم ښار کې زیږیدلی؟
ج- په مکه کې.
۶. پوښتنه: له مور پرته یې شیدې ورکونکي او پالونکي څوک دي؟
- د خپل پلار آزاده شوې (مولاة أبيه)، ام ایمن.
- د خپل تره ابولهب آزاده شوې (مولاة عمه أبي لهب)، ثویبه.
- حليمه سعديه.
۷. پوښتنه: مور یې کله مړه شوه؟
ج – مور يې چی کله وفات شوه هغه شپږ کلن وو، او نيکه؛ عبدالمطلب يې پالنه وکړه.
۸. پوښتنه: د خپل نيکه عبدالمطلب له مرګه وروسته چا د هغه پالنه وکړه؟
ج- هغه د اتو کالو و چی نيکه یې عبدالمطلب وفات شو، او تره يې ابو طالب د هغه پالنه کوله.
۹. پوښتنه: کله یې له خپل تره سره شام ته سفر وکړ؟
ج – هغه د دولسو کالو په عمر له خپل تره سره شام ته سفر وکړ.
۱۰. پوښتنه: دویم سفر یې کله و؟
ج – دویم سفر یې د خدیجې رضی الله عنها په پیسو تجارت کې و، ، او کله چې بیرته راستون شو، نو د پنځه ویشت کلنۍ په عمر یې له هغې سره واده وکړ.
۱۱. پوښتنه: قریشو کله کعبه بیا جوړه کړه؟
ج – قریشو کعبه بیا هغه مهال جوړه کړه چی هغه(۱) پنځه دېرش کلن و.
او کله چې قریشو د دې په اړه اختلاف وکړ، چې حجر الاسود باید څوک کېږدي، هغه یی د قضاوت لپاره غوره کړ، نو هغه په ټوټه (تکه)کې کیښودله او هرې قبیلې ته یې امر وکړ چی د څادر یوه څنډه ونیسي، او دوی څلور قبیلې وې، او کله چی یی خپل ځای ته پورته کړه، نو هغه - صلی الله علیه وسلم - په خپلو لاسونو کېښوده.
۱۲. پوښتنه: کله چې هغه په پیغمبری ولیږل شو عمر یې څو کاله و ؟ او چا ته لېږل شوی؟
ج – هغه څلوېښت کلن و، او ټولو خلکو ته زیری ورکوونکی او وېروونکی ولېږل شو.
۱۳. پوښتنه: د وحې پیل په څه باندی وشو؟
ج – ریښتینی خوبونه لیدل، نو هغه به خوب نه لیده مگر دا چې د سهار په څیر به ورته ښکاره کېده.
۱۴. پوښتنه: د وحې نه مخکې د هغه حالت څنګه و؟ او په هغه باندې لومړی وحې کله نازل شوه؟
ج – په غار حرا کې به یې د الله عبادت کاوه او ځان سره به یې توخه وړله.
او په هغه باندې وحې نازل شوه، په داسې حال کې چې هغه په غار کې عبادت کاوه.
۱۵. پوښتنه: د قران څخه لمړی هغه څه وو چې په هغه نازل شو؟
ج- د الله تعالی وینا: ﴿ٱقۡرَأۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلَّذِي خَلَقَ 1
ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات) خَلَقَ ٱلۡإِنسَـنَ مِنۡ عَلَقٍ 2
انسان یې له پرنډ شوې (ټوټې) وینې نه پیدا كړى دى. ٱقۡرَأۡ وَرَبُّكَ ٱلۡأَكۡرَمُ 3
ته ولوله، په داسې حال كې چې ستا رب ډیر عرتمند دى ٱلَّذِي عَلَّمَ بِٱلۡقَلَمِ 4
هغه چې په قلم سره يې ښوونه كړې ده عَلَّمَ ٱلۡإِنسَـنَ مَا لَمۡ يَعۡلَمۡ 5﴾
انسان ته يې هغه څه ښودلي دي چې دى پرې نه پوهېده [سورة العلق: 1 - 5].
۱۶. پوښتنه: لومړی څوک و چې د هغه په رسالت یې ایمان راوړ؟
ج – په نارینه و کی: ابوبکر صدیق رضی الله عنه، په ښځینه و کی: خدیجه بنت خویلد، په هلکانو کی: علی بن ابی طالب، په موالی(ازاد شوی غلام) کی: زید بن حارثه او په غلامانو کی: بلال الحبشی رضی الله عنهم، او داسی نور.
۱۷. پوښتنه: اسلام ته دعوت څنګه و؟
ج – دعوت درې کاله پټ و، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم ته امر وشو بلنه ښکاره کړي.
۱۸. پوښتنه: د دعوت له ډاګیز کېدلو وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم او پر هغه د ایمان راوړونکو حالت څنګه و؟
ج – مشرکانو هغه او مسلمانان ډیر زړول، تر دې چې هغه مؤمنانو ته اجازه ورکړه چې نجاشي ته په حبشه کې هجرت وکړي.
مشرکانو په اتفاق سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د ضرر رسولو او وژلو موافقه وکړه، مګر الله تعالی د هغه ساتنه وکړه او هغه یې د خپل تره ابو طالب د حمایت لاندې راوسته ترڅو هغه له دوی څخه وساتي.
۱۹. پوښتنه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت په لسم کال کې څوک وفات شو؟
ج- د هغه تره ابو طالب او مېرمن یې خدیجه رضی الله عنها وفات شوي دي.
۲۰. پوښتنه: اسراء او معراج کله وو؟
ج- هغه د پنځوسو کالو و، پنځه وخته لمونځونه پرې فرض شول.
اسراء: له مسجد الحرام څخه مسجد الاقصی ته.
معراج: له مسجد الاقصی څخه تر آسمانه تر سدرة المنتهی پورې وه.
۲۱. پوښتنه: رسول الله صلی الله علیه وسلم له مکې نه بهر خلکو ته څنګه دعوت کاوه ؟
ج – د طائف خلکو ته به يې بلنه ورکوله او د حج په موسمونو او د خلکو مجلسونو کې به یې ځان پر خلکو پیش کاوه(چې زه پیغمبر یم په ما ایمان راوړئ) حضور تر دې چې د مدينې خلک له انصارو راغلل او پر رسول الله صلی الله عليه وسلم يې ايمان راوړ او له هغه سره يې د ملاتړ بيعت وکړ.
۲۲. پوښتنه: رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه مکرمه کې ددعوت لپاره څو کاله پاتې شو؟
ج – ديارلس کاله پاتې شو.
۲۳. پوښتنه: رسول الله صلی الله علیه وسلم کوم ځای ته هجرت وکړ؟
ج- له مکې څخه مدینی ته.
۲۴. پوښتنه: څومره زمانه په مدینه کې پاتې شو؟
ج- لس کاله.
۲۵. پوښتنه: په مدینه منوره کې د اسلام کوم احکام پر هغه فرض شوي دي؟
ج – زکات، روژه، حج، جهاد، اذان او د اسلام نور احکام پرې فرض شوي دي.
۲۶. پوښتنه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو مهمې غزاګانې کومې دي؟
ج- د بدر لویه غزا.
د احد غزا.
د احزاب غزا.
د مکې د فتحې غزا.
۲۷. پوښتنه: له قرآن کریم څخه وروستي څه نازل شوي دي؟
ج- د الله تعالی دغه وینا: ﴿ وَٱتَّقُوا يوۡمًا تُرۡجَعُونَ فِيهِ إِلَى ٱللَّهِۖ ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفۡسٍ مَّا كَسَبَتۡ وَهُمۡ لَا يُظۡلَمُونَ 281﴾
او تاسو له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې په هغې كې به تاسو الله ته بېرته ورګرځول كېږئ، بیا به هر نفس ته پوره پوره وركړى شي بدل د هغه عمل چې ده كړى دى، او پر دوى به ظلم ونه كړى شي. [سورة البقرة: 281].
۲۸. پوښتنه: رسول الله صلی الله علیه وسلم کله وفات شو؟ او څو کلن و؟
ج- د هجرت په یوولسم کال د ربیع الاول په میاشت کې د درې شپیته کالو په عمر وفات شو.
۲۹. پوښتنه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مېرمنو نومونه ذکر كړئ ؟
ج-۱- خدیجه بنت خویلد رضی الله عنها.
۲- سوده بنت زمعه رضی الله عنها.
۳- عائشه رضی الله عنها د ابو بکر صدیق لور .
۴- حفصة د عمر -رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَما- لور
۵- زينب د خزيمة لور رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا.
۶- أم سلمة هند بنت أبي أمية رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا.هند د سلمه مور د ابي امیه لور
٧- أم حبيبة رملة بنت أبي سفيان رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا.د حبیبه مور رمله د ابوسفیلن لور
٨- جويرية بنت الحارث رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا جویریه د خارث لور
٩- ميمونة بنت الحارث رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا.میمونه د حارث لور
١٠- صفية بنت حيي رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَاصفیه د حیی لور
١١- زينب بنت جحش رضي الله رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَازینب د جحش لور
۳۰. پوښتنه: د هغه ﷺ اولادونه څوک دي؟
ج- درې نادرینه دي:
القاسم او په هغه باندې ملقب و.
او عبدالله.
او ابراهيم.
له ښځینه و څخه:
فاطمة
رقية.
أم كلثوم.
زينب.
د هغه ټول اولادونه له خدیجې رضی الله عنها څخه وو، پرته له ابراهیم څخه، او هغوی ټول له هغه څخه مخکې وفات شول، پرته له فاطمې څخه چې شپږ میاشتې وروسته له هغه څخه وفات شوه .
۳۱. پوښتنه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینې پیدایشی ځانګړنې بیان کړئ؟
ج – هغه په سړیو کی متوسط قامت درلود، نه لنډ او نه اوږد و، بلکې منځمهالی و، هغه سپين رنګه سوروالي ته نږدې و، غټه ږيره او پراخې سترګې يې درلودې، غټه خوله، وېښتان يې ډېر تور و، غټې اوږې، ښه بوی او د هغه ﷺ داسې نورې ښکلي ځانګړتیاوې.
۳۲. پوښتنه: رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت پر څه پرېښودی دی؟
ج- هغه ﷺ خپل امت په سپینی طریقې پریښودی، چی شپه يې د ورځې په څېر ده، یوازې هلاک شوی کس له هغه څخه منحرف کیږي، هیڅ نیکي یی نه ده پریښی مګر دا چې د خپل امت یې هغه ته لارښونه كړې، او هیڅ شر یې نه دی پریښی مګر دا چی خپل امت یې له هغه څخه ویرولی.
د تفسیر څانګه17
۱. پوښتنه: فاتحه ولولئ او تفسیر یې کړئ؟
ج- د فاتحې سوره او تفسير یی:
﴿بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 1
شروع كوم په مدد د نوم د الله چې ډیر او همیشه مهربان دی الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ 2
ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو مخلوقاتو پالونكى دى الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 3
ډېر زيات مهربان،رحم كوونكى دى مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ 4
د بَدلې د ورځې مالك دى إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ 5
مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مرسته غواړو اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ 6
ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَيَه صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ 7﴾
د هغو خلقو لار د هغه کسانو چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ چې نه پر هغوى باندې غضب شوى او نه ګمراهان دي [سورة الفاتحة: 1 - 7].
تفسير:
ځکه ورته فاتحه ويیل کیږي چې د الله تعالی کتاب پرې پیل شوی دی.
🎧 1- ﴿بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرخیم) :
د الله په نامه د قرآن تلاوت پیلوم او د هغه د نوم په تبرک سره له هغه څخه مرسته غواړم.
﴿الله﴾ یعني: لایق د عبادت، عبادت د هغه حق دی او په(الله) بل څوک نه نومول کیږي، اسم خاص د الله دی.
﴿الرَّحْمَن﴾ یعنی د پراخه رحمت خاوند چې هر شی ته یې رحمت رسیدلی دی
﴿الرَّحِيم﴾ یعنی: خاوند د مهربانۍ په مومنانو(۱).
🎧 2- ﴿الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ 2﴾ يعنې: هر ډول ستاينه او کمال يوازې الله ته دى.
🎧 3- ﴿الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 3﴾ یعنی د پراخ رحمت خاوند چې رحمت یې هر شی ته رسیدلی دی او د هغه رحمت خاوند چې په پرلپسې توګه مؤمنانو ته رسیږي
🎧 4- ﴿مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ 4﴾: د قیامت د ورځې مالک.
🎧 5- ﴿إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ 5﴾ یعني موږ یوازې ستا عبادت کوو او یوازې له تا څخه مرسته غواړو.
🎧 6- ﴿اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ 6﴾: دا اسلام او سنت ته لارښوونه ده.
🎧 7- ﴿صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ 7﴾ یعني د الله د نیکو بندګانو لاره چې له پیغمبرانو او د هغوی پیروي یې کړې ده، نه د عیسویانو او یهودانو لاره.(۱)
له لوستلو وروسته «آمين» ويل سنت دي، چې مانا يې داده چې یا الله قبول یې کړه.
۲. پوښتنه: زلزله سورت ولولئ او تفسیر یې کړئ؟
ج- زلزله سورت او تفسیر یې:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِمِ
د الله په نام سره (پیل كوم) چې ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى.
﴿إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا 1
كله چې ځمكه وخوځولى شي په خپلو سختو خوځولو سره وَأَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقَالَهَا 2
او ځمكه خپل درانه پېټي بهر راوباسي. وَقَالَ الْإِنْسَانُ مَا لَهَا 3
او انسان به ووايي چې په دې څه شوي دي يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا 4
په دغې ورځې كې به دا ځمكه خپلې خبرې (حالات) بیانوي بِأَنَّ رَبَّكَ أَوْحَى لَهَا 5
په دې سبب چې ستا رب به دې ته وحي وكړي يَوْمَئِذٍ يَصْدُرُ النَّاسُ أَشْتَاتًا لِيُرَوْا أَعْمَالَهُمْ 6
په دغې ورځ كې را وبه وځي خلک ډلې ډلې ډلې، د دې لپاره چې دوى ته خپل عملونه وښودل شي فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ 7
نو هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه نېك عمل وكړي (،نو) دى به هغه وویني وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ 8﴾
او هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه د شر (او بدۍ) عمل كوي (، نو) دى به هغه وویني [سورة الزلزلة: 1 - 8].
تفسير:
🎧 1- ﴿إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا 1﴾: کله چې زمکه وخوځیږي په سختو خوځېدلو سره، هغه څه چې د قیامت په ورځ به ورته پېښیږي.
🎧 2- ﴿وَأَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقَالَهَا 2﴾: او ځمکه به راوباسي هغه څه چی د هغی په خیټه کې دي د مړو او نورو شیانو څخه.
🎧 3- ﴿وَقَالَ الْإِنْسَانُ مَا لَهَا 3﴾: انسان به په حيرانتيا ووايي: د ځمکې خوځښت او ګډوډي د څه لپاره ده؟!
🎧 4- ﴿يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا 4﴾: په هغه لویه ورځ به ځمکه د هغه د ښو او بدو څخه خبر ورکړي چې په هغې تر سره شوي دي.
🎧 5- ﴿بِأَنَّ رَبَّكَ أَوْحَى لَهَا 5﴾: ځکه چې الله هغې ته پوهه ورکړې او امر یې ورته کړی دی.
🎧 6- ﴿يَوْمَئِذٍ يَصْدُرُ النَّاسُ أَشْتَاتًا لِيُرَوْا أَعْمَالَهُمْ 6﴾: په هغه لویه ورځ چې په ځمکه کی زلزله وشي، خلک به د حساب له ځای نه ډلې ډلې راووځی ترڅو وګوری چې دوی په دې دنیا کې څه کړي و.
🎧 7- ﴿فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ 7﴾: چا چې د يو کوچني مېږي په اندازه نيک او صالح عمل کړي وی؛ هغه به خپل وړاندې وګوري.
🎧 8- ﴿وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ 8﴾: او چا چې د هغی په اندازه شر او بد کار کړی وي؛ هغه به په خپل مخ کې وګورئ.
۳. پوښتنه: د العادیات سورت ولولئ او تفسیر یې کړئ.
ج- العاديات سورت او تفسير یې:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِم په مدد د نوم د الله چې بې حده او همیشه مهربان دی پیل کوم.
﴿وَالْعَادِيَاتِ ضَبْحًا 1
قسم دى په تېزو ځغلېدونكو آسونو، چې له سینو او ګېډو نه اواز ایستونكي دي فَالْمُورِيَاتِ قَدْحًا 2
پس (قسم دى) په هغو آسونو چې په خپلو سُمانو سره تیږې وهي او اور را ایستونكي دي فَالْمُغِيرَاتِ صُبْحًا 3
پس (قسم دى) په هغو آسونو چې د سبا په وخت كې حمله كوونكي دي فَأَثَرْنَ بِهِ نَقْعًا 4
نو په دغه وخت كې دغه (آسونه) ګرد پورته كوي. فَوَسَطْنَ بِهِ جَمْعًا 5
پس پدغه وخت كې د لويې ډلې په مینځ كې ننوځي إِنَّ الْإِنْسَانَ لِرَبِّهِ لَكَنُودٌ 6
چې بېشكه انسان د خپل رب ډېر ناشكره دى وَإِنَّهُ عَلَى ذَلِكَ لَشَهِيدٌ 7
او بېشكه دى په دې خبره یقینًا ښه خبردار (او ګواه) دى وَإِنَّهُ لِحُبِّ الْخَيْرِ لَشَدِيدٌ 8
او بېشكه دى د مال په مینه كې یقینًا ډېر سخت دى أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِي الْقُبُورِ 9
آیا نو دى نه پوهېږي كله چې هغه (مړي) راوښكل شي چې په قبرونو كې دي؟ وَحُصِّلَ مَا فِي الصُّدُورِ 10
او هغه څه راښكاره كړى شي چې په سینو كې دي إِنَّ رَبَّهُمْ بِهِمْ يَوْمَئِذٍ لَخَبِيرٌ 11﴾
بېشكه د دوى رب په دغې ورځ كې په دوى باندې یقینًا ښه خبردار دى [سورة العاديات: ١ - ١١].
تفسير:
🎧 ١- ﴿وَالْعَادِيَاتِ ضَبْحًا 1﴾: الله قسم یاد كړى په اسونو چې منډې وهي تر څو د منډو له شدت څخه د هغوی د ساگانو آواز واریدل شي.
🎧 ٢- ﴿فَالْمُورِيَاتِ قَدْحًا 2﴾: الله قسم یاد كړى په هغه آسونو چې کله د هغوی پښې ډبرو باندې ولګیږي او اور بلوي ، کله یې چې پښې په ډیره تېزۍ سره په تیږو ولګیږي.
🎧 ٣- ﴿فَالْمُغِيرَاتِ صُبْحًا 3﴾: الله قسم یاد كړى په هغه آسونو چې کله سهار په دښمنانو حمله کوي.
🎧 ۴- ﴿فَأَثَرْنَ بِهِ نَقْعًا 4﴾: نو د دوی د منډو په واسطه دوړی خورې شوې.
🎧 ٥- ﴿فَوَسَطْنَ بِهِ جَمْعًا 5﴾: اسونه سره د شاسوارانو د دښمن د ټولګي په منځ کی ورننوتل.
🎧 ۶- ﴿إِنَّ الْإِنْسَانَ لِرَبِّهِ لَكَنُودٌ 6﴾: بیشکه انسان خورا منع کوونکی دی د هغه خیر څخه چی الله تعالی یی ورنه غواړي.
🎧 ٧- ﴿وَإِنَّهُ عَلَى ذَلِكَ لَشَهِيدٌ 7﴾: او یقینا انسان خاماخا ګواهي ورکوونکی دی پخپل ممانعت باندې له خیر څخه دا خبره ډاکیزه ده انکار ورڅخه نه شي کولای.
🎧 ٨- ﴿وَإِنَّهُ لِحُبِّ الْخَيْرِ لَشَدِيدٌ 8﴾: او بیشکه انسان د مال په محبت کې اوج ته رسیدلی دی بخیلي پرې کوي.
🎧 ٩- ﴿أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِي الْقُبُورِ 9﴾: نو آیا دا انسان چې د دنیا په ژوند باندې دوکه شوی دی په دې نه پوهیږي چې کله الله مړي له قبرونو څخه بیرته را ژوندي کړي او له ځمکې څخه یې د حساب او جزا لپاره راوباسي، نو دا خبره هغسې نه وه لکه ده چې ګمان کاوه؟!
🎧 ١٠- ﴿وَحُصِّلَ مَا فِي الصُّدُورِ 10﴾: هغه څه چې په زړونو کې د عقیدې او نیتونه او داسی نورو شیانو په اړه دي په ډاګه او روښانه کړي.
🎧 ١١- ﴿إِنَّ رَبَّهُمْ بِهِمْ يَوْمَئِذٍ لَخَبِيرٌ 11﴾: د دوی رب په دې ورځ پر هغو پوه دی، او د بندګانو هیڅ شی له هغه څخه پټ نه دی، او هغه به دوی ته د دې بدله ورکړي.
۴. پوښتنه: القارعه سورت ولوله او تفسیر یې کړه؟
ج- القارعه سورت او تفسير یی:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
په مدد د نوم د الله چې خورا زیات او همیشه مهربان دی پیل کوم
﴿الْقَارِعَةُ 1
هغه ورځ ټكوونكى (قیامت) د دې درځ هیبت الله بیانوي مَا الْقَارِعَةُ 2
(د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟ وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْقَارِعَةُ 3
او ته څه شي پوه كړې چې (د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟یعنې هغه ډیره سخته ورځ ده که تا ته یې بیان هم وشي ستا زړه کې به واقع نه شي. يَوْمَ يَكُونُ النَّاسُ كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوثِ 4
شي به خلک په دغه ورځ خواره واره په شان د پتنګانو(۱). وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ الْمَنْفُوشِ 5
او غرونه به د ډانډس كړى شوې رنګینې وړۍ په شان شي فَأَمَّا مَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ 6
نو هر چې هغه څوك دى چې د هغه تلې(د نیکیو) درندې شي. فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَاضِيَةٍ 7
نو دى به په ډېر ښه ژوندون كې وي وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ 8
او هر چې هغه څوک دی چې سپکې شي تلې د نیکیو د هغه. فَأُمُّهُ هَاوِيَةٌ 9
نو د ده استوګنځى هاویه ده. وَمَا أَدْرَاكَ مَا هِيَهْ 10
او ته څه شي پوه كړې چې دغه (هاویه) څه شى دى؟ نَارٌ حَامِيَةٌ 11﴾
(دغه) ډېر ګرم اور دى [القارعة سورت : ١ - ١١].
تفسير:
🎧 ١- ﴿الْقَارِعَةُ 1﴾: دا د قیامت ورځ ده چې د ډیر هیبت د وجه به د خلکو زړونه ټنګوي.
🎧 ٢- ﴿مَا الْقَارِعَةُ 2﴾: دا قیامت څه شی دی چې د ډیر هیبت د وجه د خلکو زړونه ټنګوي؟!
🎧 ٣- ﴿وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْقَارِعَةُ 3﴾: او ته څه شي پوه کړې - ای رسوله - دا څه ساعت دی چې د خپل هیبت له امله د خلکو زړونه ټکوي؟! دا د قیامت ورځ ده.
🎧 ۴- ﴿يَوْمَ يَكُونُ النَّاسُ كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوثِ 4﴾: په کومه ورځ چې د خلکو زړونه وټکول شي، دوی به داسې وي لکه خواره واره تیتو پرک پتنګان هر طرف ته.
🎧 ٥- ﴿وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ الْمَنْفُوشِ5﴾: او غرونه به د ډانډس كړى شوې رنګینې وړۍ په شان شي په سپکوالي او حرکت او تللو کې.
🎧 ۶- ﴿فَأَمَّا مَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ 6﴾: او هغه کسان چې ښه عملونه یې په بدو عملونو درانده شي.
🎧 ٧- ﴿فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَاضِيَةٍ 7﴾: هغه ته به په جنت کې غوره ژوند ورکړل شي.
🎧 ٨- ﴿وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ 8﴾: او د هغو کسانو چې بد عملونه یې په ښو عملونو درانده شي.
🎧 ٩- ﴿فَأُمُّهُ هَاوِيَةٌ 9﴾: د قيامت په ورځ يې د اوسېدو ځاى او استقرار جهنم دى.
🎧 ١٠- ﴿وَمَا أَدْرَاكَ مَا هِيَهْ 10﴾: او ته څه شي پوه کړې – ای رسوله - جې هغه څه دي؟!
🎧 ١١- ﴿نَارٌ حَامِيَةٌ 11﴾: هغه یو ډیر ګرم اور دی.
۵. پوښتنه: التکاثر سورت ولولئ او تفسیر یې کړئ؟
ج- التکاثر سورت او تفسیر یې:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
په مدد د نوم د الله چې بې حده او همیشه مهربان دی شروع کوم(۱).
﴿أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ 1
غافل كړي وئ تایو ډېروالي د مال په خپل مینځ کې.(۱) حَتَّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ 2
تر هغه پورې چې تاسو هدېرو ته ورشئ(تر مرګه بورې) كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ 3
داسې نده په كار، ژر ده چې تاسو به پوه شئ. ثُمَّ كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ 4
بیا بېخي داسې نه ده، ژر ده چې تاسو به پوه شئ كَلَّا لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْيَقِينِ 5
داسې نه ده، كه تاسو په علم اليقين سره پوهېدلى(۱) لَتَرَوُنَّ الْجَحِيمَ 6
تاسو به خامخا ضرور دوزخ وینئ(دا خطاب ټول انسانسیت او پیري ته دی: وان منکم الا واردها، که څوک یې لایق وو هغه به ورداخل شي او که څوک یې لایق نه وو هغه به پرې ورتیر شي) ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيْنَ الْيَقِينِ 7
بیا به تاسو خامخا ضرور دغه (دوزخ) د یقین په سترګو وینئ(۱) ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ﴾
بیا به په دغې ورځ كې له تاسو نه خامخا ضرور د نعمتونو په باره كې تپوس كېږي. [التكاثر سورت: ١ - ٨].
تفسير:
🎧 ١- ﴿أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ 1﴾: ای خلکو! تاسو د الله تعالی د پیروۍ پر ځای په خپلو مالونو او اولادونو ویاړ کولو بوخت کړې یاست.
🎧 ٢- ﴿حَتَّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ 2﴾: تر څو چې تاسو مړه شوئ او خپلو قبرونو ته ننوتلئ.
🎧 ٣- ﴿كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ 3﴾: تاسو ته پکار نه وه چې په هغو شیانو ویاړ کول مو د الله تعالی له اطاعت څخه بوخت کړي، نو ژر دی چې تاسو به د دې بوختیا پر پایله پوه شئ.
🎧 ۴- ﴿ثُمَّ كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ 4﴾: بیا به د هغه په پایله باندی پوه شې.
🎧 ۵- ﴿كَلَّا لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْيَقِينِ 5﴾: په حقیقت کې، که تاسو په یقین سره پوهیدئ چې ستاسو ورتگ الله ته دی، او هغه به تاسو ته ستاسو د عملونو بدله درکوي، نو تاسو به د پیسو او اولادونو په فخر کولو کې بوخت نه اوسیدۍ.
🎧 ۶- ﴿لَتَرَوُنَّ الْجَحِيمَ 6﴾: قسم په الله چی تاسو به د قيامت په ورځ اور ويني.
🎧 ٧- ﴿ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيْنَ الْيَقِينِ 7﴾: بیا تاسو بې له شکه په یقینی شکل باندی وگورئ.
🎧 ٨- ﴿ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ﴾: بیا به الله تعالی په هغه ورځ له تاسو څخه پوښتنه وکړي، د روغتیا، مال او نورو شیانو په برخه کې چې تاته یی درکړي دي؟.
۹. پوښتنه: د العصر سورت ولولئ او تفسير یې کړئ؟
ج- د العصر سورت او تفسیر یې:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
په مدد د نوم د الله چې ډیر او همیشه مهربان دی شروع
﴿وَالْعَصْرِ 1
قسم دى په عصر (مازیګر، یا زمانه) إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ 2
چې بېشكه یقینًا انسان په زیان (او تاوان) كې دى إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ 3﴾
غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي او یو بل ته يې د حق (دین) وصیت كړى دى، او یو بل ته يې د صبر وصیت كړى دى [العصر سورت: 1 - 3].
تفسير:
🎧 1- ﴿وَالْعَصْرِ 1﴾: الله تعالی په زمانه قسم کړی دی.
🎧 2- ﴿إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ 2﴾: يعنې : ټول انسانان په زیان او هلاکت کې دي .
🎧 3- ﴿إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ 3﴾: پرته له هغو کسانو چې ایمان یې راوړی او نیک عملونه یې کړي، خو دې سره هم حق ته یې دعوت کړی وي او صبر یې کړی وی، ځکه نو همدا خلک له تاوان څخه ژغورل شوی دي.
۷. پوښتنه: د همزه سورت ولولئ او تفسیر یې کړئ؟
د الهُمزة سورت او تفسیر یې:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمن الرحیم :په مدد د نوم د الله چې بې حده او همیشه مهربان دی شرع کوم.
﴿وَيْلٌ لِكُلِّ هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ 1
هلاكت دى د هر ډېر غیبت كوونكي، ډېر عیبت لګوونكي لپاره(۱) الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ 2
هغه چې مال يې جمع كړى دى او دغه يې بیا بیا شمېرلى (او ذخیره كړى) دى يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُ أَخْلَدَهُ 3
دى خیال كوي چې بېشكه د ده مال به دى تل ژوندى وساتي؟ كَلَّا لَيُنْبَذَنَّ فِي الْحُطَمَةِ 4
داسې هیڅكله نشي كېدى، دى به خامخا ضرور په حطمه (ماتوونكي او سوځوونكي دوزخ) كې وغورځول شي وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحُطَمَةُ 5
او ته څه شي پوه كړې چې حطمه څه شى دى؟ نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ 6
د الله هغه بل كړى شوى اور دى الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ 7
هغه چې په زړونو راخېژي (او غالب كېږي) إِنَّهَا عَلَيْهِمْ مُؤْصَدَةٌ 8
بېشكه دغه (اور) به په دوى باندې (له هره جانبه) رابند كړى شوى وي فِي عَمَدٍ مُمَدَّدَةٍ 9﴾
په اوږدو (راښكلى شویو) ستنو كې [سورة الهمزة: ١ - ٩].
تفسير:
🎧 ١- ﴿وَيْلٌ لِكُلِّ هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ 1﴾:ناوړه عاقبت او سخت عذاب دی د خلکو ډیر غیبت کوونکو او عیب پلټونکو ته.
🎧 ٢- ﴿الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ 2﴾: څوک چې د پیسو راټولولو او شمیرلو ته پام کوي، او د بل څه اندیښنه ورسره نه وي.
🎧 ٣- ﴿يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُ أَخْلَدَهُ 3﴾: هغه فکر کوي چې راټولې شوې پیسې به یې له مرګه وژغوري، نو په دې دنیا کې به تل پاتې وي.
🎧 ۴- ﴿كَلَّا لَيُنْبَذَنَّ فِي الْحُطَمَةِ 4﴾: داسې نده لکه څنګه چې دغه جاهل فکر کوي، دوی به د دوزخ اور ته واچول شي چې د هغې د عذاب د سختوالي له امله هر هغه څه چی ورته اچول کیږي ټکوي او ماتوي یی.
🎧 ٥- ﴿وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحُطَمَةُ 5﴾: او ته څه پوهیږې - ای رسوله - دا اور څه شی دی چې هر څه په کې اچول کیږي او ماتوي یی.؟!
🎧 ۶- ﴿نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ 6﴾: دا د الله جل جلاله بل کړی شوی اور دی.
🎧 ٧- ﴿الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ 7﴾: کوم چې د خلکو له بدن څخه د دوی زړونو ته تیریږي.
🎧 ٨- ﴿إِنَّهَا عَلَيْهِمْ مُؤْصَدَةٌ 8﴾: دا پر هغه خلکو چې پکې عذابولای شي په هغوی - وربند شوی دی( یعنې هغوی پکې ایسار دي)
🎧 ٩- ﴿فِي عَمَدٍ مُمَدَّدَةٍ 9﴾: په اوږدو (راښكلى شویو) ستنو كې، ترڅو له دې څخه را ونه وځي.
۸ پوښتنه: د الفیل سورت ولوله او تفسیر یې کړه؟
ج- د الفیل سورت او تفسیر یې:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
په مدد دنوم د الله چې خورا زیات او همیشه مهربان دی پیل کوم.
﴿أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ 1
آیا ته نه يې خبر شوى چې ستا رب له فیل والاو سره څنګه كار كړى و؟ أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ 2
آیا د هغوى چل (او مكر) يې په زیان كې نه و ګرځولى؟ وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ 3
او په دوى باندې يې ډلې ډلې مرغان راخوشې كړل تَرْمِيهِمْ بِحِجَارَةٍ مِنْ سِجِّيلٍ 4
چې دغو (مرغانو) به دوى لره په داسې كاڼو ویشتل چې له خټو نه جوړ، په اور پاخه شوي وو. فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَأْكُولٍ 5﴾
نو دغه (خلق) يې د خوړل شویو وښو په شان وګرځول [سورة الفيل: ١ - ٥].
تفسير:
🎧 ١- ﴿أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ 1﴾: آيا ته نه پوهېږې – اې پېغمبره – ستا پروردګار له ابرهه او د هغه له ملګرو سره، چې د فيلانو له خاوندانو سره يې د کعبې د ړنګولو اراده وکړه، څه ډول چلند وکړ؟!
🎧 ٢- ﴿أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ 2﴾: الله د دوی ناوړه پلان چې د ویجاړولو لپاره جوړ کړی و، نو دوی د کعبې څخه د خلکو د اړولو په هدف کې هغه څه ترلاسه نه کړل چې دوی غوښتل، او کعبی ته یی هیڅ ضرر و نشو رسولای.
🎧 ٣- ﴿وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ 3﴾: او هغه په دوی باندې مرغان واستول، او دوی ته په ډلو ډلو راغلل.
🎧 ٤- ﴿تَرْمِيهِمْ بِحِجَارَةٍ مِنْ سِجِّيلٍ 4﴾: او مرغانو به دوى په داسې كاڼو ویشتل چې له خټو نه جوړ و، هغه خټه چې تېږه ګرځیدلې وه.
🎧 ۵- ﴿فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَأْكُولٍ 5﴾: الله دوی د کښت د پاڼو په څیر وګرځول چې د څارویو لخوا خوړل شوي او تر پښو لاندې شوي.
۹. پوښتنه: د قریش سورت ولولئ او تفسیر یې کړئ؟
ج- د قریش سورت او تفسیر یې:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
په مدد د نوم د الله چې ډیر او همیشه مهربان دی شروع کوم.
﴿لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ 1
د وجه د محبت د قریشو(۱) إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاءِ وَالصَّيْفِ 2
محبت د دوی د ژمي او د دوبي د سفر سره. فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ 3
نو لازم دي چې دوى د دې كور د رب عبادت وكړي الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ 4﴾
هغه (رب) چې دوى ته يې له لوږې نه (د بچ كولو لپاره) طعام وركړى دى او دوى ته يې له وېرې نه (د ساتلو لپاره) امن (او بې خوفي) وركړې ده [سورة قريش: ١ - ٤].
تفسير:
🎧 ١- ﴿لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ 1﴾: په دې سره مراد هغه څه دي چې دوی ورسره الفت لرلو چې هغه سفر د اوړي او د ژمي و.
🎧 ٢- ﴿إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاءِ وَالصَّيْفِ 2﴾: یمن ته په ژمی کې سفر او په اوړي کې سفر شام ته په امن و امان.
🎧 ٣- ﴿فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ 3﴾: نو دوی دې یوازې د دې بيت الحرام څښتن الله ته عبادت وکړي، چې دوی ته یې دا سفر آسانه کړی، او بل څوک دې ورسره شریک نه کړي.
🎧 4- ﴿الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ 4﴾: هغه ذات چې دوی ته یې له لوږې څخه خواړه ورکړل او له ویرې څخه یې خوندي کړل، په هغه څه چې د عربو په زړونو کې د حرم او د هغه د اوسیدونکو تعظیم ځای پر ځای کړي.
س۱۰ پوښتنه: د ماعون سورت ولولئ او تفسیر یې کړئ؟
ج: د ماعون سوره او تفسیر یې:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
په مدد د نوم د الله چې بې حده او همیشه مهربان دی.
﴿أَرَأَيْتَ الَّذِي يُكَذِّبُ بِالدِّينِ 1
آیا تا هغه كس لیدلى چې د بدلې ورځ (قیامت) دروغ ګڼي(۱) فَذَلِكَ الَّذِي يَدُعُّ الْيَتِيمَ 2
نو همدغه هغه كس دى چې یتیم ته ډیكې وركوي وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ 3
او مسكین ته په طعام وركولو ترغیب نه وركوي فَوَيْلٌ لِلْمُصَلِّينَ 4
نو هلاكت دى لمونځ كوونكو لره الَّذِينَ هُمْ عَنْ صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ 5
هغه كسان چې دوى له خپلو لمونځونو نه غافله وي.(۱) الَّذِينَ هُمْ يُرَاءُونَ 6
هغه كسان چې دوى ریا كاري كوي وَيَمْنَعُونَ الْمَاعُونَ 7﴾
او دوى ماعون (د استعمال عام څیزونه هم له یو بل نه) منع كوي [سورة الماعون: ١ - ٧].
تفسير:
🎧 ١- ﴿أَرَأَيْتَ الَّذِي يُكَذِّبُ بِالدِّينِ 1﴾: آيا ته پیژنې هغه څوک چې د سزاء او د جزاء ورځ نه مني؟!
🎧 ٢- ﴿فَذَلِكَ الَّذِي يَدُعُّ الْيَتِيمَ 2﴾: دا هغه څوک دی چې یتیم په سختۍ سره شړي او د هغه اړتیاوې نه پوره کوي.
🎧 ٣- ﴿وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ 3﴾: نه خپل ځان هڅوي او نه نور د مسکینانو د خوراک لپاره هڅوي.
🎧 ۴- ﴿فَوَيْلٌ لِلْمُصَلِّينَ 4﴾: لمونځ کوونکو لپاره هلاکت او عذاب دی.
🎧 ۵- ﴿الَّذِينَ هُمْ عَنْ صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ 5﴾: هغه لمونځ كونكي چې د خپلو لمونځونو په اړه بې غوري کوي، د لمونځ پروا نه کوي تر څو چې وخت یی تېر شي.
🎧 ۶- ﴿الَّذِينَ هُمْ يُرَاءُونَ 6﴾: هغه کسان چې دوی لمونځونه او عملونه د خلكو د كتلو لپاره ترسره کوي، په اخلاص سره د الله لپاره عمل نه کوي.
🎧 ٧- ﴿وَيَمْنَعُونَ الْمَاعُونَ 7﴾: او دوی نورو ته د مرستې ورکولو مخه نیسي، په هغه شیانو چې د هغې پواسطه د خلکو مرسته کولو کې وده ته هیڅ ضرر نشته.
۱۱. پوښتنه: د کوثر سورت ولولئ او تفسیر یې کړئ؟
ج: د کوثر سورت او تفسیر یې:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
د الله په نوم سره (پيل كوم) چې ډېر زيات مهربان، او همیشه رحم كوونكى دى
﴿إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ 1
بېشكه مونږ تا ته ډیر خیر(۱) دركړى دى فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ 2
نو ته د خپل رب لپاره لمونځ كوه او قرباني كوه إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ 3﴾
بېشكه ستا دښمن هم هغه بې بنیاده (او لاولده) دى [سورة الكوثر: ١- ٣].
تفسير:
🎧 ١- ﴿إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ 1﴾: موږ تاته ډېر خیر درکړی – ای رسوله - او له هغه څخه په جنت كي د كوثر نهر دى.
🎧 ٢- ﴿فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ 2﴾: نو پدې نعمت باندې د الله شکر ادا کړه، او یوازې د هغه لپاره لمونځ او ذبح وکړه، برعکس د هغه څه چې مشرکین یې په ذبح کولو سره خپلو بتانو ته د نږدې کیدلو لپاره ترسره کوی.
🎧 ٣- ﴿إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ 3﴾: هغه څوک چې له تاسو څخه کرکه لري هغه څوک دی چې هیر شوي دی او د ټولو نیکیو څخه لیرې دی، او که چیرته یادونه یې وشي په بدۍ سره یادیږي.
۱۲. پوښتنه: د الکافرون سورت ولولئ او تفسیر یې کړئ؟
الف: د کافرون سورت او د هغه تفسیر:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
د الله په نوم سره (پيل كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى
﴿قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ 1
(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اى كافرانو!(۱) لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ 2
زه د هغو (شیانو) عبادت نه كوم چی تاسو يې عبادت كوئ وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ 3
او نه تاسو د هغه ذات خالص عبادت كوونكي يئ چې زه يې عبادت كوم وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ 4
او نه زه د هغه شي عبادت كوونكى یم چی تاسو يې عبادت كړى دى وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ 5
او نه تاسو عبادت كوونكي یئ د هغه ذات چې زه يې عبادت كوم(۱) لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ 6﴾
تاسو لپاره ستاسو دین دى او زما لپاره زما دین دى. [سورة الكافرون: ١ - ٦].
تفسير:
🎧 ١- ﴿قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ 1﴾: ووایه - ای رسوله - ای هغو کسانو چې په الله کفر کوي.
🎧 ٢- ﴿لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ 2﴾: زه نه اوس او نه په راتلونکي کې د کومو بتانو عبادت کوم چې تاسو یې عبادت کوئ.
🎧 ٣- ﴿وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ 3﴾: او نه تاسو د هغه څه عبادت کوئ چې زه یې عبادت کوم او هغه یوازې الله دی.
🎧 ۴- ﴿وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ 4﴾: او نه زه د بتانو عبادت کوونکی یم كوم چی تاسو یی عبادت کوئ.
🎧 ۵- ﴿وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ 5﴾: او نه تاسو د هغه څه عبادت کوئ چې زه یې عبادت کوم او هغه یوازې الله دی.
🎧 ۶- ﴿لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ 6﴾: تاسو ته هغه دین چې تاسو د ځان لپاره جوړ کړی او زما لپاره هغه دین دی چې الله ماته وحې کړی دی.
۱۳. پوښتنه: د النصر سورت ولولئ او تفسیر یې کړئ؟
ج: د النصر سورت او د هغه تفسیر:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
د الله په نوم سره (پيل كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى
﴿إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ 1
كله چې د الله مرسته راشي او فتح وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا 2
او ته خلق ووینې چې د الله په دین كې ډلې ډلې داخلېږي(۱) فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا 3﴾
نو ته پاكي بیانوه د خپل رب له ستاينې سره او له ده نه مغفرت غواړه، بېشكه دى تل ښه توبه قبلوونكى دى [سورة النصر: ١ - ٣].
تفسير:
🎧 ١- ﴿إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ 1﴾: كه د الله مرسته او فتح ستا په دين كي راشی - اې رسوله- او د هغه عزت او شرف ورته راشي، او د مكې فتحه ترسره شي.
🎧 ٢- ﴿وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا 2﴾: او ته به خلک ووینې چې د اسلام په دین كې ډلې یوه له بلې پسې داخلیږي.
🎧 ٣- ﴿فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا 3﴾: نو پوه شه چې دا د هغه مسولیت د پای ته رسیدو د نزدیوالی نښه ده چې ته پرې لیږل شوی یې، پس پاکي بیان کړه سره د ثنا د رب خپل هغه لره د شکر کولو د وجه د هغه نعمت په مقابل کې چې غلبه او کامیابي یې درکړه ، او له هغه څخه بخښنه وغواړه، ځکه چې هغه د توبې قبولونکی دی، او د خپلو بندګانو توبه قبلوي، او بخښنه ورته کوی.
۱۴. پوښتنه: د المسد سورت ولولئ او تفسیر یې کړئ؟
ج: د المسد سورت او د هغه تفسیر:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
د الله په نوم سره (پیل كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى
﴿تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ 1
د ابو لهب دواړه لاسونه دې هلاك شي او دى هلاك شو مَا أَغْنَى عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ 2
د ده هېڅ په كار رانغلل، نه د ده مال او (نه) هغه څه چې ده ګټلي وو سَيَصْلَى نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ 3
ژر ده چې دى به لمبې وهونكي اور ته داخل شي وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ 4
او د ده ښځه هم، (زه د دغې) د لرګو اوچتوونكې (مذمت كوم) فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ 5﴾
د دې په غاړه كې د كجورې د پټ مضبوطه رسۍ ده [سورة المسد: ١ - ٥].
تفسير:
🎧 ١- ﴿تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ 1﴾: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره ابو لهب بن عبد المطلب لاسونه زیانمن شول، ځکه چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته زیان رسولی و او کوششونه یې ناکام شو.
🎧 ٢- ﴿مَا أَغْنَى عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ 2﴾: څه شي هغه ته ګټه ورسوله، شتمنۍ او زوی یی؟ نه يې عذاب ورڅخه دفع کړ، او نه يې ورباندې څه زړه خوګی وکړ.
🎧 ٣- ﴿سَيَصْلَى نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ 3﴾: د قيامت په ورځ به هغه اور ته ننوځي چې لمبې وهونکی به وي او تودوالی به یې زغمي.
🎧 ۴- ﴿وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ 4﴾: او د هغه مېرمن ام جميل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته به يې ضرر رساوه، د هغه په لاره کې به یی اغزي اچول هغه به هم اور ته داخلیږي.
🎧 ۵- ﴿فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ 5﴾: د هغې په غاړه کې به یوه ټینګه اوبدل شوې رسۍ وي چې هغه یې پرې اور ته لیږدوله کیږي.
۱۵. پوښتنه: د اخلاص سوره ولولئ او تفسیر یې کړئ؟
ج- د اخلاص سوره او د هغه تفسیر:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
د الله په نوم سره (پيل كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى
﴿قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ 1
(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چی الله یو دى(۱) اللَّهُ الصَّمَدُ 2
هم دا الله بې نیاز (بې حاجته) دى لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ 3
نه يې (څوك) زېږولى دى او نه دى (له چا) زېږول شوى دى وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ 4﴾
او د ده هیڅوك سیال (او) برابر نشته(۱) [سورة الإخلاص: 1 - 4].
تفسير:
🎧 1- ﴿قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ 1﴾: ووایه - ای رسوله - هغه الله دی، له هغه پرته بل معبود نشته.
🎧 2- ﴿اللَّهُ الصَّمَدُ 2﴾: يعنې: د مخلوق اړتياوې ورته پورته کېږي.
🎧 3- ﴿لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ 3﴾: هغه پاک ذات نه بچی لري، او نه پلار.
🎧 4- ﴿وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ 4﴾: او په مخلوق کې د ده هیڅوک سیال برابر نشته.
۱۶. پوښتنه: د الفلق سورت ولولئ او تفسیر یې کړئ؟
ج- د الفلق سورت او د هغه تفسیر:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
د الله په نوم سره (پیل كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى
﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ 1
(اى نبي) ته ووایه: زه په رب د سبا پورې پناه نيسم مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ 2
د هر هغه شي له شر نه چې ده پیدا كړى دى وَمِنْ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ 3
او د تیارې شپې له شر نه كله چې تكه توره (او خوره) شي وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ 4
او له شر د هغو (جادوګرو) ښځو چې په غوټو كې پوكي وهونكې دي وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ 5﴾
او د حسد كوونكي له شر نه كله چی دى حسد (شروع او ښكاره) كړي [سورة الفلق: 1 - 5].
تفسير:
🎧 1- ﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ 1﴾: ووایه - ای رسوله - زه د سهار په رب پناه نیسم، او ځان ورسپارم.
🎧 2- ﴿مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ 2﴾: د هغه مخلوقاتو له شر څخه چی ضرر رسوي.
🎧 3- ﴿وَمِنْ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ 3﴾: او زه الله تعالی ته پناه وړم له هغو شرونو څخه چې د شپې له خوا د جاندارانو او غلو څخه څرګندیږي.
🎧 4- ﴿وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ 4﴾: زه د هغو (جادوګرو) له شره څخه چې په غوټو كې پوكي وهونكې دي پناه غواړم.
🎧 5- ﴿وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ 5﴾: او د هغه حسد کوونکي له شر څخه چې له خلکو سره دښمني کوي، د هغو نعمتونو په خاطر چې الله ورته ورکړي حسد کوي، غواړي چې دغه نعمتونه له دوی څخه لرې شي او دوی ته زیان ورسیږي.
۱۷. پوښتنه: د الناس سورت ولولئ او تفسیر یې کړئ؟
ج- د الناس سورت او تفسیر یي:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
د الله په نوم سره (پيل كوم) چې ډېر زيات مهربان،همیشه رحم كوونكى دى
﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ 1
(اى نبي) ته ووایه: زه د خلقو په رب پورې پناه نیسم مَلِكِ النَّاسِ 2
چې د خلقو بادشاه دى إِلَهِ النَّاسِ 3
د خلقو (حقیقي) معبود دى مِنْ شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ 4
له شره د وسوسې اچوونكي، تښتېدونكي(۱) الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ 5
هغه چې د خلقو په سینو كې وسوسې اچوي مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ 6﴾
چی (دغه وسوسې اچوونكي) له پېریانو او انسانانو ځنې دي [سورة الناس: 1 - 6].
تفسير:
🎧 1- ﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ 1﴾: ووایه ای رسوله - زه د خلکو په رب ځان ساتم او هغه ته پناه وړم
🎧 2- ﴿مَلِكِ النَّاسِ 2﴾: هر څنګه چې وغواړي پر هغوی تصرف کوي، او دوی ته پرته له هغه بل مالک نشته.
🎧 3- ﴿إِلَهِ النَّاسِ 3﴾: په حق سره هغه د دوی معبود دی، په حق سره د دوی لپاره هیڅ بل معبود نشته.
🎧 4- ﴿مِنْ شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ 4﴾: د شیطان له شر څخه چې په خلکو کې خپل وسوسه اچوي.
🎧 5- ﴿الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ 5﴾: هغه چې د خلکو په زړونو کې وسوسه اچوي.
🎧 6- ﴿مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ 6﴾ . يعنې وسوسه اچوونکی له انسانانو څخه هم وي او له پيريانو څخه هم وي.
د حدیث څانګه14
۱. پوښتنه: دا حدیث بشپړ کړئ: " إنما الأعمال بالنيات ..." او ځینې ګټې یې ذکر کړئ؟
ج – د امیرالمؤمنین ابو حفص عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی چې فرمایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایلې دي: «إنما الأعمال بالنيات، وإنما لكل امرئ ما نوى، فمن كانت هجرته إلى الله ورسوله؛ فهجرته إلى الله ورسوله، ومن كانت هجرته لدنيا يصيبها، أو امرأة ينكحها؛ فهجرته إلى ما هاجر إليه»
بیشکه صحت د عملونو په نیتونو پورې دی او هر انسان ته به هغه څه حاصل شي چې نیت یې کړی وي، نو چا چې د الله او د هغه د رسول لپاره هجرت کړی وي؛ د هغه هجرت د الله او د هغه د رسول لپاره دی، او چا چې هجرت د دنیا لپاره او یا د یوې ښځې سره د واده کولو لپاره، کړی وي نو د هغه هجرت د هغه څه لپاره دی چې هغه ورته هجرت کړی وی. بخاري او مسلم روایت کړی دی.
د حدیث ځینې فایدې:
۱- هر عمل باید ضرور د هعې د پاره نیت وي، لکه لمونځ، روژه، حج او داسې نور عملونه.
۲- په نيت کې باید د الله تعالی لپاره اخلاص موجود وي.
*دویم حدیث:
۲. پوښتنه: دا حدیث «من أحدث في أمرنا هذا ...»، پوره کړئ او ځینې ګټې یی ووایئ؟
ج- د مؤمنانو د مور ام عبدالله عایشه رضی الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "چا چې زموږ په دېن کې نوي شیان راپیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي." بخاري او مسلم روایت کړی دی.
د حدیث ځینې فایدې:
۱- په دين کې د بدعت د پیداکولو څخه منع.
۲- نوی له ځانه جوړ شوي عملونه مردود دی او نه قبلیږي.
*دریم حدیث:
۳. پوښتنه: دا حدیث (بينما نحن جلوس عند رسول الله ﷺ ...)، بشپړ کړئ او ځینې ګټې یې بیان کړئ؟
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه فرمایي: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، یوه ورځ یو سړی را ښکاره شو چې سپینې جامې یې په تن وې. ډېر تور ويښتان يې و، د سفر کومه نښه په کې نه لیدل کېده، او له موږ څخه هیچا هم نه پېژنده، تر دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته کېناست، نو خپل زنګنونه يې د هغه زنګنونو ته ورتکیه کړل او لاسونه يې پر ورنونو ورکېښودل، او ورته ویې وویل: ای محمده! ماته د اسلام په باره کې خبر راکړه، هغه ورته وویل: اسلام: دا دی چی ګواهي ورکړې چې له الله پرته بل معبود نشته او محمد-صلی الله علیه و سلم- د الله رسول دی، لمونځ قائم کړې، زکات ورکړې، د رمضان روژه ونيسې او د بیت الله حج وكړې ." كه ورته لاره پيدا كړاى شې ." ويې ويل: "ته رښتيا وایي." موږ حيران شو چې هم پوښتنه کوی او هم یې تصدیق کوي، ويې ويل: ما ته د ایمان په باره کې خبر راکړه" هغه وویل: " هغه دا چی په الله، د هغه په ملائکو، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو او د آخرت په ورځ ایمان راوړې، او په تقدیر باور ولرې؛ په خیر او شر یی" هغه وویل: "ته رښتیا دې وویل." هغه وویل: "د احسان په باره کې خبر راکړه ." هغه وویل: "د الله عبادت کول په داسې حال چې ګویا کې ته الله وینې او که داسې حالت نه شې جوړولای نو بیا یقین جوړ کړه چې بیشکه الله ما ګوري." ويې ویيل: ماته د قيامت په باره کې خبر راکړه، ويې ويل: پوښتل شوی له پوښتونکي څخه ډېر پوه نه دى، هغه وويل: د هغې نښې راته ووايه." ويې ويل: "دا چې کنیزه خپل مالک وزیږوي، او دا چې ته وګورې چې پښې ابل ، بربنډ ،محتاج ،شپانه یو له بله په ابادیو کې وړاندیوالی کوي." بیا هغه روان شو، یو څه وخت تیر شو، بیا یې وویل: "اې عمره! آیا ته پوهیږې چې پوښتونکی څوک و؟، ما وویل: الله او د هغه رسول ښه پوهیږي، ویې ویل: دا جبرائیل و، هغه تاسو ته راغلی و تر څو مو پر دین پوه کړي. مسلم روایت کړی دی.
د حدیث ګټې:
۱- د اسلام د پنځو رکنونو یادونه؛ او هغه:
شاهدي ورکول چی لا إله إلا الله، وأن محمدا رسول الله.
له الله پرته بل په حقه معبود نشته او محمد-صلی الله علیه و سلم- د الله رسول دی.
او لمونځ قائمول.
او زکات ورکول.
او د رمضان روژه.
او د بیت الله الحرام حج کول.
۲- د ايمان د رکنونو یادونه او هغه شپږ دي:
په الله ایمان.
او د هغه پر ملایکو.
او د هغه په کتابونو.
او د هغه په رسولانو.
او د قیامت په ورځ.
او په اندازه د خیر او د شر.
۳- د احسان یو رکن يې ياد کړ او هغه داچې د الله عبادت داسې وكړئ چې ته يې ويني او كه دا حالت نه شې جوړولای نو دا حالت خو خاماخا جوړ کړه چې الله ما ویني.
۴- د قيامت وخت، يوازې الله تعالی پرې پوهيږي.
۴. پوښتنه: دغه حدیث «أكمل المؤمنين إيماناً ...»، بشپړ کړئ او ځینې ګټې یې ذکر کړئ؟
ج- له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
ج- له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أكمل المؤمنين إيماناً: أحسنهم خلقاً».
"د کامل ایمان خاوندان هغه دي چې ښه اخلاق ولري." ترمذي روایت کړی، او ویلي دي چی حسن حدیث دی.
د حدیث ګټې:
۱- ښو اخلاقو ته هڅول.
۲- د اخلاقو کمال د ایمان د کمال څخه دي.
۳- او دا چې ایمان زیاتیږي او کمیږي.
پنځم حدیث:
۵. پوښتنه: دا حدیث بشپړ کړئ: "«من حلف بغير الله ...»، او د هغې ځینې ګټې بیان کړئ؟
ج- له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې له الله پرته په بل څه قسم یاد کړي؛ هغه کفر یا شرک کړی دی.» د ترمذی روایت.
د حدیث ګټې:
- د الله تعالی پرته په بل څه قسم کول جواز نلري.
- له الله پرته په بل چا قسم کول له کوچني شرک څخه دي.
شپږم حدیث:
۶. پوښتنه: دا حدیث بشپړ کړئ چې: لا يؤمن أحدكم حتى أكون أحب إليه ...»، او د هغې ځینې ګټې بیان کړئ؟
ج- له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "په تاسو کې هیڅوک تر هغه وخته مؤمن نشي کیدلی تر څو چې زه ورته د هغه له پلار، زوی او ټولو خلکو څخه ګران نه شم." د بخاري او مسلم روایت.
د حدیث ګټې:
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره باید د ټولو خلکو په پرتله زیاته مینه وشي.
دا د ایمان کمال دی.
اووم حدیث:
۷. پوښتنه: دا حدیث بشپړ کړئ چې: «لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ...»، او د هغې ځینې ګټې بیان کړئ؟
ج- له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "په تاسو کې هیڅوک مومن نه شی کیدلای؛ تر څو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي". د بخاري او مسلم روایت.
د حدیث له ګټو څخه:
۱- مؤمن ته پکار دي چې د بل مؤمن لپاره له ښېګڼو هغه څه خوښ کړي چې ځانته یې خوښوي.
دا د ایمان له کمال څخه دي.
اتم حدیث:
۸. پوښتنه: دا حدیث بشپړ کړئ: «والذي نفسي بيده! ...»، او د هغه ځینې ګټې ذکر کړئ؟
ج – له ابو سعید رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: " قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی! دا د قرآن د دریمې برخې سره برابر دی." بخاری روایت کړی.
د حدیث ځینې ګټې:
۱- د الاِخلاص سورت فضیلت.
۲- د قرآن کریم د دریمې برخې سره برابر دی.
نهم حدیث:
۹. پوښتنه: دا حدیث بشپړ کړئ چې «لا حول ولا قوة إلا بالله ...»، او ځینې ګټې یې ذکر کړئ؟
ج- له ابو موسی رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: " لا حول ولا قوة إلا بالله ، د جنت له خزانو څخه یوه خزانه ده". د بخاري او مسلم روایت.
د حدیث له ګټو څخه:
۱- د دې کلمې فضیلت او دا چې د جنت له خزانو څخه یوه خزانه ده.
2- د بنده بیزاری له خپل ځواک او قوت څخه، او یوازې په الله تعالی تکیه کول.
* لسم حدیث:
۱۰. پوښتنه: دا حدیث بشپړ کړئ "«ألا إن في الجسد مضغة...»، او ځینې ګټې یې ذکر کړئ؟
ج – له نعمان بن بشیر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې : ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې ویل یې: "پوه شی چی په بدن کې یوه ټوټه غوښه ده، که هغه اصلاح شی، ټول بدن به اصلاح وي، او که فاسده شي ټول بدن به فاسد شي، او هغه زړه دی." بخاري او مسلم روایت کړی دی.
د حدیث ځینې ګټې:
۱- د زړه په اصلاح سره ظاهر او باطن اصلاح کیږي.
۲- د زړه اصلاح ته پاملرنه، ځکه په دې کې د انسان اصلاح دی.
*یوولسم حدیث:
۱۱. پوښتنه: دا حدیث بشپړ کړئ: من كان آخر كلامه من الدنيا: لا إله إلا الله..»، او ځینې ګټې یې ذکر کړئ؟
ج- د معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه کس چی وروستۍ خبره یی: لا إله إلا الله وي؛ جنت ته ننوځي » ابوداود روایت کړی.
د حدیث ځینې ګټې:
۱- د لا إله إلا الله فضیلت، او دا چې بنده پرې جنت ته ننوځي.
۲- او د هغه چا فضیلت چې وروستۍ خبره یې په دنیا کې: لا إله إلا الله وي
* دولسم حدیث:
۱۲. پوښتنه: دا حدیث بشپړ کړئ چې «ليس المؤمن بالطعان، ولا اللعان ...»، او د نوموړي حدیث ځینې ګټې؟
ج – له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ليس المؤمن بالطعان، ولا اللعان، ولا الفاحش، ولا البذيء»
"مومن پیغور ورکوونکی، لعنت کوونکی، فُحش ویونکی، او بد ژبی نه وي." ترمذی روایت کړی دی.
د حدیث ځینې ګټې:
۱- د هر ډول باطلو او بدو خبرو منع.
- دا د مؤمن د ژبی صفت دی.
دیارلسم حدیث:
۱۳. پوښتنه: دا حدیث بشپړ کړئ «من حسن إسلام المرء ...»، او ځینې ګټې یې ذکر کړئ
ج- له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «من حسن إسلام المرء: تركُه ما لا يعنيه»
"د انسان د ښه اسلام نښه داده چې: پرېښودل د هر هغه څه چې هغه پورې اړه نه لري." ترمذي او نورو روایت کړی.
د حدیث ګټې:
۱- د هغه څه پرېښودل چې د نورو په دين او دنياوي چارو کې د يو کس مربوط نه وي.
۲- پرېښودل د هغه څه چې د انسان پورې اړه نه لري، دا د هغه د اسلام له کمال څخه دي.
*څوارلسم حدیث:
۱۴. پوښتنه: دا حدیث بشپړ کړئ: «من قرأ حرفاً من كتاب الله...»، او ځینې ګټې يې بیان کړئ؟
ج – له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَن قرأ حرفًا من كتاب الله فله به حسنة، والحسنة بعشر أمثالها، لا أقول: ألف لام ميم حرف، وَلَكِنْ ألفٌ حرفٌ، ولامٌ حرفٌ، وميمٌ حرفٌ»
څوک چې د الله له کتاب څخه يو حرف ولولي، د هغه لپاره به يوه نېکي وي او د نېکۍ لس نېکۍ ورته، زه نه وايم: الف لام ميم يو حرف دى، بلکې الف يو توری دى، لام یو توری دی، او میم یو توری دی.
د ترمذي روایت. ترمذي روایت کړی دی.
د حدیث ځینې ګټې:
۱- د قرآنکریم د تلاوت فضیلت.
۲- او دا چې هر توری لولې ستا لپاره پرې نیکۍ دي.
د اسلامي آدابو څانګه26
۱. پوښتنه: له الله تعالی سره ادب څنګه وی؟
ج-۱- د هغه سبحانه و تعالی تعظیم کول.
۲- بې له شريک څخه د هغه عبادت كول.
۳- د هغه اطاعت.
۴- د هغه نافرماني پريښودل.
۵- د هغه د بې شمېر فضل او نعمتونو شکر او ستاینه کول.
۶- د هغه په تقدیر صبر کول.
۲. پوښتنه: له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ادب څنګه وي؟
ج- ۱- د هغه اقتدا او پیروي کول.
۲- د هغه اطاعت کول.
۳- د هغه نافرماني پريښودل.
۴- پر هغه څه باور کول چې خبر یې ورکړی.
۵- د هغه په سنتو کې د زیات والی په ذریعه بدعت نه کول.
۶- له ځان او ټولو خلکو څخه له هغه سره ډیره مینه کول.
۷- د هغه تعظیم، ملاتړ او د هغه د سنتو ملاتړ کول.
۳. پوښتنه: له والدینو سره ادب څنګه وي؟
ج – ۱ –پرته له نافرمانۍ څخه د مور او پلار اطاعت.
۲- د والدینو خدمت.
۴- د مور او پلار سره مرسته کول.
۵- د مور او پلار د اړتیاوو پوره کول.
۵- مور او پلار ته دعا کول.
۶- په خبرو کې له هغوی سره نرمي کول؛ حتی دا هم جواز نه لری چې ووايي: "اف"، چې تر ټولو کوچنۍ ویناده.
۷- د مور او پلار په مخ موسکا کول او تندی نه تریوول.
۸- زه خپل غږ د مور او پلار له غږ څخه نه پورته کوم، هغوی ته غوږ ږدم، د هغوی سره خبرې کول نه قطع کوم، او په نوم ورته غږ نه کوم، بلکې دا وایم: «پلاره»، «مورې».
۹- کله چی زما مور او پلار په کوټه کې وي، له ننوتلو مخکې اجازه غواړم.
۱۰- د مور او پلار د لاس او سر ښکلول.
۴. پوښتنه: خپلوي څنګه وپالم؟
ج- ۱- د خپلوانو زیارت کول لکه: ورور، خور، تره، ترور، ماما، خاله او همدارنګه نور خپلوان.
۲- په قول او عمل کې ورسره احسان او مرسته کول.
۳- د هغه د جملی څخه هغوی سره اړیکه نیول او د هغوی د حالاتو پوښتنه کول شامل دي.
۵. پوښتنه: زه له خپلو وروڼو(۱) او ملګرو سره څنګه باید اوسم؟
ج- ۱- خوښ ګڼم له ښو خلکو سره سره ملګرتیا وکړم.
۲- د شر غوښتونکو(د بدو خلکو) له ملګرتیا څخه ځان ساتم او هغوی پریږدم.
۳- خپلو وروڼو ته سلام کوم او هغوی ته لاس ورکوم.
۴- د ناروغتیا پر مهال یې پوښتنه کوم او د روغتیا دعا ورته کوم.
۵- د پرنجي ځواب ورکوم.
۶- که هغه ما ته د زیارت بلنه راکړه زه یې قبلوم.
۷- هغه ته نصیحت کوم(۱).
۸- که ظلم پرې وشي ملاتړ یې کوم، او له ظلم څخه يې ژغورم.
۹- زه د خپل مسلمان ورور لپاره هغه څه خوښوم کوم چې د ځان لپاره خوښوم.
۱۰- که هغه زما مرستې ته اړتیا ولري زه ورسره مرسته کوم.
۱۱- په خبره او یا عمل سره هغه ته هیڅ ضرر نه رسوم.
۱۲- د هغه راز پټ ساتم.
۱۳- زه هغه ته ښکنځلې نه کوم، غیبت یې نه کوم، د هغه سپکاوی نه کوم، حسد ورسره نه کوم، د هغه جاسوسي یې نه کوم، او ورسره دوکه نه کوم.
۶. پوښتنه: د ګاونډي ادبونه کوم دي؟
ج- له ګاونډي سره په قول او عمل کې نیکي کوم او که زما مرستې ته اړتیا ولري مرسته ورسره کوم.
۲- که په اختر، واده او یا بل څه خوشحاله وي مبارکي ورته وایم.
۳- که ناروغ وي زه یې پوښتنه کوم، او که غم یا مصیبت ورته رسیدلی وي هغه ته ډاډ ورکوم.
۴- هغه خواړه چې ځانته یې تیاروم، تر خپلې وسې یې هم هغه ته هم وړاندې کوم.
۵- په قول او عمل هغه ته ضرر نه رسوم.
۶. زه هغه په لوړ غږ سره نه ځوروم او د هغه جاسوسي نه کوم او هغه سره له صبر څخه کار اخلم.
۷. پوښتنه: د میلمه پالنې او میلمه ادبونه کوم دي؟
ج- ۱- څوک چې د میلمستیا بلنه راکړي منم یې.
۲- که غواړئ له چا لیدنه وکړئ، اجازه او د ملاقات وخت ترې وغواړئ.
۳- له ننوتلو مخکې اجازه وغواړئ.
۴- ملاقات نه ناوخته کوم.
۵- د هغه له کورنۍ څخه خپل نظر کښته ساتم.
۶- مېلمه ته په ښه ډول، ورین تندي او په ښو الفاظو سره ښه راغلاست وایم.
۷- مېلمه په مناسب ځای کې کښېنوم.
۸- په خوراک او څښاک او ښه میلمستیا عزت ورکوم.
۸. پوښتنه: د ناروغۍ او رنځور پوښتنې اداب ذکر کړه؟
ج- ۱- کله چې درد احساس وكړم؛ خپل ښي لاس پر هغه ځای ږدم او درې ځلې وايم: "بسم الله" او وایم: «أعوذ بعزة الله وقدرته من شر ما أجد وأحاذر» "زه د الله قدرت او ځواک ته پناه وړم د هغه څه له شر څخه چې زه یې مومم او ويریږم". اوه ځلې.
۲- په هغه څه خوښ یم چې الله تعالی راته مقدر کړی وي او صبر کوم.
۳- د خپل ناروغ ورور لیدو لپاره بیړه کوم، دعا ورته کوم، او تر ډېره وخته ورسره نه کښینم.
۴- بې له دې چې له ما څخه وغواړی هغه دموم.
۵- زه ورته د صبر، دعا، لمونځ، او طهارت (پاکوالی) نصیحت کوم، څومره یې چې توان ولري.
۶- د ناروغ لپاره دعا: «أسأل الله العظيم رب العرش العظيم أن يشفيك»
د لوی الله او د لوی عرش له رب څخه تا ته د شفاء غوښتنه کوم. اوه ځلې.
۹. پوښتنه: د علم حاصلولو اداب ذکر کړه؟
ج ۱- صحیح نیت(۱).
۲- په هغه علم باندې عمل کوم چې زده کړی مې دی.
۳- د ښوونکی په شتون او نشتون کې د هغه احترام او درناوی کوم.
۴- د هغه په مخ کې په ادب سره کښینم.
۵- زه ورته ښه غوږ نیسم او په درس کې یې مداخله نه کوم.
۶- په ادب سره پوښتنه کوم.
۷- زه هغه په نوم نه بولم.
۱۰. پوښتنه: د مجلس آداب څه دي؟
ج – ۱- د مجلس حاضرینو ته سلام کوم.
۲- هغه ځای کې کښینم چې مجلس پای ته رسیږي، زه له مجلس څخه څوک نه پورته کوم او له اجازې پرته د دوو کسانو تر منځ نه کښینم.
۳- مجلس ته پراښتیا ورکوم تر څو بل څوک هم کښیني.
۴- د مجلس خبرې نه قطع کوم.
۵- زه د مجلس څخه د وتلو دمخه اجازه غواړم او سلام کوم.
۶- کله چې مجلس ختم شي نو د مجلس د کفارې دعا وایم: «سبحانك اللهم وبحمدك، أشهد أن لا إله إلا أنت، أستغفرك وأتوب إليك».
ای الله! ته پاک یې او تالره ستاینه ده، زه شاهدي ورکوم چې له تا پرته بل معبود نشته، زه ستا څخه بخښنه غواړم او تاته توبه کوم.
۱۱. پوښتنه: د خوب آداب ذکر کړئ؟
ج-۱- زه وختي بیده کیږم.
۲- په اوداسه ویده کیږم.
۳- پړمخه نه ویده کیږم.
۴- په ښي اړخ ویده کیږم او ښی لاس د ښي انګي لاندې ږدم.
۵- زه خپله بستره څنډم.
۶- د خوب اذکار لولم، آیت الکرسي، د اخلاص سورت او معوذتین(۱) درې ځلې تلاوت کوم. او وایم: «باسمك اللهم أموت وأحيا».
"ای الله ستا په نوم، مړ او ژوندی کیږم."
۷- سهار لمانځه ته پاڅیږم.
۸- له خوبه له پاڅیدو وروسته وایم: «الحمد لله الذي أحيانا بعدما أماتنا وإليه النشور».
۱۲. پوښتنه: د ډوډۍ خوړلو آداب څه دی ؟
ج-
۱- په خوراک او څښاک سره د الله تعالی د اطاعت لپاره د پیاوړتیا نیت کوم.
۳- له خوراک څخه وړاندې د لاسونو پرېمینځل.
۴- : بسم الله، وایم او په ښي لاس سره له خپلې مخې خوراک کوم، او د کاسو له مینځ څخه یا د بل چا له مخې خوراک نه کوم .
۵- که بسم الله ویل مې هېر شي نو وايم: " بسم الله أوله وآخره ". د الله په نامه، په پيل او پای کی.
۶- په شته خوړو خوښ یم، او په خوړو نیوکه نه کوم، که مې خوښ شول خورم یې او که مې خوښ نه شول نو پریږدم یې.
۷- زه څو مړۍ ډوډۍ خورم، او ډېره نه خورم.
۸- په خوراک او څښاک کې پوکی نه کوم، او تر یخیدو پورې یې پریږدم.
۹- له کورنۍ یا مېلمه سره د خوراک لپاره هغوی سره یو ځای کیږم.
۱۰- د بل چا څخه مخکي چي زما څخه لوی وي په خوړلو شروع نه کوم.
۱۰- کله چې څښم بسم الله وایم، په ناسته یې چښم او دریو ځلو یې څښم.
۱۱- د ډوډی وروسته د الله شکر ادا کوم.
۱۳. پوښتنه: د جامو ادبونه وشمیرئ؟
ج - ١- جامې له ښي خوا اغوندم، او د الله شکر ادا کوم.
۲- جامې د پښو د ګټیو څخه(۱) نه اوږدوم.
۳- هلکان باید د انجونو جامې وا نه غوندي او انجونې باید د هلکانو جامې وا نه غوندي.
۴- د کافرانو او فاسقانو سره مشابهت نه کول په جامو کې.
۵- د جامو ویستلو پر مهال بسم الله وییل.
۶- لومړی د ښۍ پښې څپلۍ پښو کوم، او ویستلو کی لومړی د کیڼې پښې څخه پیلو کوم.
۱۴. پوښتنه: د سپرلۍ (سورلۍ) ادبونه ذکر کړئ؟
ج- ۱- زه وايم: «بسم الله، الحمد لله»"د الله په نوم، ستاينه الله لره ده." ﴿سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ 13 وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ 14﴾
پاكي ده هغه ذات لره چې زمونږ لپاره يې دا مسخر (او تابع) كړى دى او مونږ ده لره په قابو كې راوستونكي نه یو. او بېشكه مونږ خاص خپل رب ته خامخا بېرته ورتلونكي یو. وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ 14﴾
او بېشكه مونږ خاص خپل رب ته خامخا بېرته ورتلونكي یو. [سورة الزخرف: 13، 14].
۲- که پر یو مسلمان تیریږم، سلام پرې اچوم.
۱۵. پوښتنه: د لارې ادبونه ذکر کړئ.
ج-۱- زه په خاکسارۍ او عاجزی سره ګرځم، او د لاری ښي اړخ ته ځم.
۲- هر چا سره چې مخامخ کیږم هغه ته سلام کوم.
۳- خپل نظر ټيټ ساتم او هيچاته ضرر نه رسوم.
۴- په نېکۍ امر کوم او له بدیو منع کوم.
۵- له لارې څخه مضر شیان لرې کوم.
۱۶. پوښتنه: کور ته د ننوتو او وتلو آداب ذکر کړئ؟
ج- ۱- چپه پښه راباسم او وایم: «بسم الله، توكلت على الله، لا حول ولا قوة إلا بالله، اللهم إني أعوذ بك أن أضل أو أضل، أو أزل أو أزل، أو أظلم أو أظلم، أو أجهل أو يجهل علي».
د الله په نوم، زه په الله توکل کوم، ځواک او قوت نشته مګر په الله، الهی! زه تا ته پناه وړم که زه بی لارې شم، یا مې بل څوک بی لاری کړي، یا څوک وښویوم، او زه اوښویولی شم، یا ظلم وکړم، او یا ظلم را سره وشی، یا خلکو ته ضرر او نقصان ورسوم، یا را ته ضرر ورسولی شی او چې زه د جهالت کار وکړم او یا زما سره وشي. ۲- کور ته په ښي پښه ننوځم او وايم: «بسم الله ولجنا، وبسم الله خرجنا، وعلى ربنا توكلنا».
" د الله په نامه ننوتلو، او د الله په نامه سره ووتلو، او پر خپل پروردګار مو توکل او تکیه کړې ده."
۳- په مسواک پیل کوم، بیا پر کورنۍ سلام اچوم.
۱۷. پوښتنه: د قضای حاجت آداب ذکر کړئ؟
ج- ۱- په چپه پښه ننوځم.
۲- او له ننوتلو مخکې وایم: «بسم الله، اللهم إني أعوذ بك من الخبث والخبائث».
"د الله په نوم، ای الله، زه پر تا پناه نیسم د نارینه او ښځینه شیطانانو څخه "
۳- زه له ځانه سره هر هغه څه چې د الله ذکر په کې شوی وي نه داخلوم.
۴- د قضای حاجت په وخت کې ځان پټوم.
۵- د قضای حاجت په ځای کې خبرې نه کوم.
۶- د قضای حاجت پر مهال مخ او شا قبلې خوا ته نه اړوم.
۷- د نجاست د لرې کولو لپاره چپ لاس کاروم، ښی لاس نه کاروم.
۸- د خلکو په لاره کې او د هغوی د سیوري ځایونو کې قضای حاجت نه کوم.
۹- له قضای حاجت څخه وروسته لاسونه مينځم.
۱۰- چپه پښه راباسم او وايم: غفرانك . یعنی بخښنه وكړه.(۱)
۱۸. پوښتنه: د جومات آداب ذکر کړئ؟
ج- ۱- په ښۍ پښه جومات ته ننوځم او وايم: «بسم الله، اللهم افتح لي أبواب رحمتك».
"د الله په نوم، ای الله، زما لپاره د خپل رحمت دروازې خلاصې کړه."
۲- تر هغه پورې نه کینم چې دوه رکعته لمونځ مې ادا کړی نه وي.
۳- د لمونځ کوونکو مخې ته نه تیریږم، او په جومات کې د ورک شوي شي اعلان نه کوم، او په جومات کې پلور او پېر نه کوم.
۴- په چپه پښه له جومات څخه وځم او ووایم: «اللهم إني أسألك من فضلك».
یا الله ستانه ستا د فضل غوښتنه کوم.
۱۹. پوښتنه: د سلام آداب ذکر کړئ؟
ج - ۱ - کله چې له کوم مسلمان سره مخ کیږم نو پدې خبرې پیل کوم او وایم: "السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته" له سلام پرته په بل شی باندې خبری نه پیلوم، او یوازې په لاس هم اشاره نه کوم.
۲- د سلام پر مهال موسکا کوم.
۳. او په ښي لاس ورسره روغبړ کوم.
۴- که څوک ماته سلام وکړي زه به په ځواب له هغه څخه هم ښه سلام ورکوم او یا هماغسی د سلام ځواب ورکوم.
۵- کافر ته په سلام ورکولو پیل نه کوم، او که هغه ماته سلام وکړي نو زه ورته هماغسی ځواب ورکوم.
۶- کشر پر مشر، او سپور پر پیاده، او پیاده پر ناستو، او لږ پر ډیرو باندی سلام اچوي.
۲۰. پوښتنه: د اجازې آداب ذکر کړئ؟
ج- ۱- ځای ته له ننوتلو مخکې اجازه غواړم.
۲- درې ځلې اجازه غواړم؛ زیات نه، هغې نه وروسته بیرته ګرځم.
۳- دروازه په نرمۍ سره ټکوم، او د دروازې مخې ته نه ودرېږم، بلکې ښي او یا چپ لوري ته ودرېږم.
۴- د اجازې له غوښتلو مخکې خپل پلار، مور او یا د بل چا کوټې ته نه ننوځم، په ځانګړې توګه د سهار له لمانځه مخکې، ماپښین او ماسختن د لمانځه وروسته.
۵- د اجازې پرته غیر مسکونه ځایونه لکه: روغتون یا پلورنځي ته ننوځم.
۲۱. پوښتنه: په څاریو د مهربانۍ آداب ذکر کړئ؟
ج- ۱- څاروي ته خوراک او څښاک ورکوم.
۲- پر څارويو ترحم او شفقت کول، او هغه څه پرې نه بارول چې وړلی یې نشي.
۳- څارويو ته هیڅ ډول عذاب او ضرر نه رسوم.
۲۲. پوښتنه: د لوبو آداب ذکر کړئ؟
ج-۱- لوبې په دې نیت کوم چې د الله اطاعت او رضامندی لپاره پیاوړی شم.
۲- د لمانځه په وخت کې لوبې نه کوم.
۳- هلکان به له نجونو سره لوبې نه کوي.
۴- زه د لوبو هغه جامې اغوندم چې زما عورت پټ کړي.
۵- له حرامو لوبو څخه ډډه کوم، لکه پر مخ وهل او د عورت ښکاره کول.
۲۳. پوښتنه: د ټوکې کولو لپاره ځینې آداب ذکر کړئ؟
ج ۱- په ټوکو کې ریښتیا ویل او دروغ نه ویل.
۲- هغه ټوکې چې له تمسخر، اهانت، او د ضرر رسولو او ډارلو څخه خالي وي.
۳- ډېرې ټوکې نه کوم.
۲۴. پوښتنه: د پرنجي آداب ذکر كړئ؟
ج-۱- د پرنجي پر مهال، د لاس، کالي او رومال څخه استفاده کول.
۲- له پرنجي وروسته الحمد لله، ووایه.
۳- او د هغه ورور یا ملګری دې ورته ووایي: «يرحمك الله». الله دې پر تا رحم وکړي.
او که هغه ځواب ورکړ: هغه باید ووایی: «يهديكم الله ويصلح بالكم».
"الله دې تاسو ته هدایت وکړي او ستا هر کار دې سم کړي."
۲۵. پوښتنه: د ارګمي آداب څه دي؟
ج-۱- د ارګمي (تثاوب) د مخنیوي هڅه.
۲- د «آه» «آه» کولو سره د آواز نه پورته کول.
۳- په خوله باندې لاس کیښودل.
۲۶. پوښتنه: د قرائت آداب ذکر کړئ؟
ج- ۱- له اوداسه وروسته په پاکوالي سره تلاوت کول
۲- په ادب او وقار سره کښېناستل.
۳- د تلاوت په پیل کې له شیطان څخه الله تعالی ته پناه وړم.
۴- قرائت کې تدبر او فکر کوم.
د اخلاقو څانګه30
۱. پوښتنه: د ښو اخلاقو فضیلت بیان کړئ؟
ج: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی: "تر ټولو کامل مؤمنان هغه دي چې ښه اخلاق ولري." امام ترمذي او احمد روایت کړی.
۲. پوښتنه: موږ ولې په اسلامي اخلاقو عمل وکړو؟
ج-۱- ځکه دا د الله تعالی سره د مينې لامل ګرځی.
۲- د مخلوق سره د مينې لامل ګرځي.
۳- په ترازو کې تر ټولو دروند شی دی.
۴- اجر او ثواب په ښو اخلاقو سره څو چنده زیاتیږي.
۵- دا د کامل ایمان نښه ده.
۳. پوښتنه: اخلاق له کوم ځای څخه باید واخلو؟
ج- له قرآن کریم څخه، الله تعالی فرمایلي دي: ﴿إِنَّ هَذَا الْقُرْآَنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ﴾
بېشكه دا قرآن هغې (لارې) ته ښودنه كوي چې تر ټولو برابره نېغه ده [سورة الإسراء: ٩]. او د سنت څخه: څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی: «إنَّما بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ صالحَ الأَخلاقِ»
"زه د ښو اخلاقو د بشپړولو لپاره رالېږل شوی یم" احمد روایت کړی.
۴. پوښتنه: د احسان صفت او شکلونه یې څه دي؟
ج- احسان: تل د الله جل جلاله څارل او له مخلوقاتو سره احسان او نیکي کول.
رسول الله ﷺ فرمایلي: «إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ الْإِحْسَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ»
"الله لازم کړې چې د هر شی سره احسان کوئ" مسلم روایت کړی.
د احسان له اشکالو څخه:
·احسان د الله تعالی په عبادت کې، او هغه د الله په عبادت کې اخلاص کول دي.
·له مور او پلار سره په قول او عمل کې احسان کول.
·کورنۍ او خپلوانو سره احسان کول.
·ګاونډي سره احسان کول.
· یتیمانو او مسکینانو سره احسان کول.
· د هغه چا سره احسان کول چې تاسو ځوروي.
· په خبرو کې احسان کول.
· په بحث او مجادله کې احسان کول.
· حیوان سره احسان کول.
۵. پوښتنه: د احسان ضد څه شی دی؟
ج – د احسان ضد بدی او ناوړ برخورد دی.
* له هغې جملې څخه: د الله تعالی په عبادت کې د اخلاص پریښودل.
* د مور او پلار نافرماني.
* د خپلوۍ پرې کول.
* بد ګاونډ یتوب.
* مسکينانو او فقیرانو سره احسان نه کول او همدارنګه نورې ناوړه خبرې او بد کارونه.
۶. پوښتنه: د امانت ډولونه او شکلونه څه دي؟
ج-
۱- امانت د الله تعالی د حقونو په ساتلو کې.
شکلونه یې: امانت د عبادت په ادا کولو کې له: لمونځ، زکات، روژې، حج، او همداسې نورو کارونو څخه چې الله پر مونږ باندې فرض كړي دي.
۲- د خلکو د حقونو په ساتلو کې امانت:
·د خلکو ناموس ساتل.
·او د هغوی مالونه.
·او د هغوی وینې.
· او د هغوی رازونه، او ټول هغه څه چې خلکو درته د امانت په توګه سپارلي دي.
الله تعالی د بریالیو خلکو د ځانګړتیاو په بیانولو کې فرمايي: ﴿وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ 8﴾
او هغوى چې د خپلو امانتونو او ژمنو رعایت كوونكي دي [سورة المؤمنون: ٨].
۷. پوښتنه: د امانت ضد څه شی دی؟
ج – خیانت دی، او هغه دا چې د الله تعالی او د خلکو حقوق ضایع کول دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی: "منافق درې نښې لري" - او له هغه څخه یې دا یادونه وکړه - "او که امانت ورکړل شي نو خیانت کوي" بخاری او مسلم روایت کړی.
۸. پوښتنه: د ریښتینولۍ خوی کوم دي؟
ج- په هغه څه خبر ورکول چې د واقع سره موافق وي او یا یو شی باره کې خبر ورکول په دې حال کې چې دا شی همداسې وي لکه څنګه یې چې تا خبر ورکړ.
ځینې نمونې یې :
د خلکو سره په خبرو کې ریښتيا ویل.
په ژمنه کې ریښتینولي.
په هره خبره او عمل کې ریښتونولي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی: «إنَّ الصِّدقَ يَهْدي إلى البِرِّ، وإنَّ البِرَّ يَهْدي إلى الجنَّةِ، وإنَّ الرَّجلَ لَيَصْدُقُ حتَّى يكونَ صِدِّيقًا»
" ریښتينولي نيکۍ ته لاره هواروي، او نيکي جنت ته لاره هواروي، او انسان تر هغه رښتیا وایي تر څو چې ریښتونی وګرځی." بخاری او مسلم روایت کړی دی.
۹. پوښتنه: د ریښتینولۍ ضد څه شی دی؟
ج- دروغ وییل، او هغه د حقیقت خلاف دي، لکه: پر خلکو دروغ وییل، د وعدو ماتول، او په دروغو ګواهي ورکول.
رسول الله ﷺ فرمایلي: "درواغ بد اخلاقۍ ته لاره هواروي، او بې حیایي اور ته ته لاره هواروي، او یو سړی به تر هغه پورې دروغ وایي تر څو چې هغه به د الله سره د درواغجن په توګه ثبت شي." بخاری او مسلم روایت کړی دی. او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: "منافق درې نښې لري" - او له هغو څخه یې ځینې دا دي - "کله چی خبرې کوي دروغ وایي، او که وعده وکړي ماتوي یې" بخاری او مسلم روایت کړی دی.
۱۰. پوښتنه: د صبر ډولونه ذکر کړئ؟
ج – د الله تعالی په اطاعت صبر.
- له ګناهونو صبر کول.
- په دردناکو تقدیراتو صبر، او په هر حالت کې د الله ستاینه کول.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَٱللَّهُ يُحِبُّ ٱلصَّـبِرِينَ 146﴾
او الله صبر كوونكي خوښوي. [سورة آل عمران: ١٤٦]. او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "د مؤمن کار د حیرانتیا وړ دی، هر یو کار یې د هغه په ګټه دي، او دا د بل چا لپاره نشته پرته له مؤمن څخه، كه خوشحالي ورته ورسيږي نو شكر وباسي او دا د ده لپاره خير دى، او كه مصيبت ورته ورسيږي صبر کوي او دا د ده لپاره خير دى". مسلم روایت کړی.
۱۱. پوښتنه: د صبر ضد څه شی دی؟
ج - په اطاعت صبر نه کول، له ګناه څخه صبر نه کول، په وینا او یا کړنې سره په تقدیر ناخوښي ښکاره کول.
له ځینو نمونو څخه یې:
§ د مرګ هیله.
§ د مخونو وهل.
§ د جامو څیري کول.
§ د احساس خپرول.
§ خپل ځان ته خیرې کول د هلاکت.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی: "ثواب(۱) د لوی مصیبت سره دی، او هر کله چی الله د کوم قوم سره مینه ولري، هغوی آزمایي، نو چا چې ( د الله په تقدیر) خوښي څرګنده کړه، نو د هغه لپاره ( د الله له طرفه ) خوښی ده، او څوک چې ناراضه شو نو د هغه لپاره ناخوښي ده" ترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی.
۱۲. پوښتنه: خپل مینځ کې له یو بل سره د مرستې کولو خوی ذکر کړه؟
ج – هغه په حق او خیر کې د خلکو یو بل سره مرسته ده.
د همکارۍ بڼې:
o د حقوقو په ورکولو کی مرسته.
o د ظالم په دفع کولو کې مرسته.
o د اړمنو خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته.
o په ټولو نیکو کارونو کی مرسته کول.
o په ګناه، ضرر او تجاوز کې مرسته نه کول.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ 2﴾
او تاسو له یو بل سره په نېكۍ او پرهېزګارۍ كې مرسته كوئ او د ګناه او ظلم په كار كې د یو بل مرسته مه كوئ او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى. [سورة المائدة: ٢]. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی: " یو مؤمن د بل مؤمن لپاره د ودانۍ په څیر دی؛ چی یو بل کلک نیسی او ټینګوي » بخاری او مسلم روایت کړی دی. او رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: " یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی، نه پر هغه ظلم کوي، او نه ورسره خیانت کوي، او څوک چې د خپل ورور اړتیاوي پوره کوی، الله د هغه اړتیاوي پوره کوي، او څوک چې له مسلمان غم لرې کړي، الله به د قیامت په ورځ د سختیو څخه یو سختي له هغه څخه لرې کړي، او څوک چې پر یو مسلمان پرده واچوي، الله به د قیامت په ورځ هغه باندی پرده واچوي. د بخاری او مسلم روایت.
۱۳. پوښتنه: د حیاء د خوی ډولونه کوم دي؟
ج-۱- د الله څخه حیاء کول دا دي: د هغه پاک ذات نافرماني ونكړې.
۲- له خلکو څخه حیاء کول: له هغی جملی څخه، له پوچو او ناوړو ویناوو څخه ډډه کول او د شرمګاه له ښکاره کولو ډډه کول دي.
رسول الله ﷺ فرمایلی دی: "ايمان اویا او څو " - يا: " شپيته او څو" - " څانګې دی، تر ټولو لوړه یې د : لا إِلَهَ إلَّا اللهُ (له الله پرته بل معبود نشته). وییل دي، او ټیټه یې: له لارې څخه د ضرري شي لرې کول دي. او حیاء د ایمان یوه څانګه ده.» مسلم روایت روایت کړی دی.
۱۴. پوښتنه: د مهربانۍ د خوی ډولونه بیان کړئ؟
ج – پر لویانو مهرباني او د هغوی احترام.
- پر کوچنیانو او ماشومانو مهرباني.
- پر فقیر، مسکین او اړمن مهرباني.
- پر حیواناتو مهرباني، په خوراک ورکولو او زیان نه رسولو سره.
په دې اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده: " مؤمنان په شفقت، مینې او خواخوږۍ کې د بدن په څیر دي، که یو غړی شکایت وکړي، د بدن پاتې برخه یې په بې خوبۍ او تبې سره نور غړي دګډون لپاره رابلي." د بخاری او مسلم روایت. رسول الله ﷺ فرمایلي دي: " رحم کوونکو باندی الله رحم کوي، تاسو د ځمکې پر خلکو رحم وکړئ ترڅو هغه ذات چې په آسمانونو کې دي پر تاسو رحم وکړي." ابو داود او ترمذي روایت روایت کړی دی.
۱۵. پوښتنه: د مینې د خصلت ډولونه څه دي؟
ج- د الله تعالی سره مینه.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَالَّذِينَ آَمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ﴾
او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ له الله سره په مینه كې ډېر سخت (او كلك) دي [سورة البقرة: ١٦٥].
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه.
هغه وویل: « قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی، په تاسو کې هیڅوک تر هغه وخته مؤمن نه شی کیدلای تر څو چې زه ورته له پلار او زوی څخه ګران نه شم». بخاري روایت کړی دی.
له مؤمنانو سره مينه کول او د هغوی لپاره داسې ښېګڼه خوښول لکه د ځان لپاره.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "په تاسو کې هیڅوک تر هغې پوری مؤمن نه شي جوړيدلی چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ نه کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي." بخاری روایت کړی دی.
۱۶. پوښتنه: بشاشت ( ورین تندی او په مخ کې د خوښۍ اظهار ) تعریف کړي.
ج – دا د مخ پراخي، د خوښۍ، موسکا، او مهربانۍ او مهربانۍ سره، او د خلکو سره د مخکېدو پر مهال د خوښۍ څرګندول دي.
دا د خلکو په مخ کې د تریو تندي نیولو مخالف عمل دی، هغه چې خلک زړه توري کوي.
پدې اړه حدیثونه راغلي دي ، له ابوذر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل : له ښېګڼې څخه هیڅ شی سپک مه ګڼه، اګر که د خپل ورور سره په ورین تندي مخامخ شئ. مسلم روایت کړی دی. رسول الله ﷺ فرمایلي دي: " د خپل ورور په مخ کې موسکا کول ستا لپاره صدقه ده." ترمذي روایت کړی دی.
۱۷. پوښتنه: کینه څه شی دی؟
ج- له نورو څخه د نعمت د لرې کیدلو تمه ساتل او یا په نورو د لورینې بد ګڼل.
الله تعالی فرمایلی دی: ﴿وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ 5﴾ [سورة الفلق: ٥].
او د کینه كوونكي له شر نه كله چی دى کینه (شروع او ښكاره) كړي.
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "له یو بل سره دښمني، کینه او مخالفت مه کوئ، او یو بل سره - د الله بندګان - وروڼه شئ" بخاري او مسلم روایت کړی دی.
۱۸. پوښتنه: ملنډې څه شی دی؟
ج – د خپل مسلمان ورور مسخره کول او سپکول دي، او دا کار روا ندی.
الله جل جلاله د دې د نهې په اړه فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا مِنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْرًا مِنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ 11﴾
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! هېڅ قوم دې په بل قوم پورې مسخرې نه كوي، كېدى شي چې هغوى لده نه ډېر غوره وي، او نه (دې) ښځې په نورو ښځو پورې (مسخرې كوي)، كېدى شي چې هغوى له دوى نه ډېرې غوره وي او تاسو د خپلو ځانونو عیب پلټنه مه كوئ او یو بل په بدو لقبونو (او نومونو) سره مه بلئ، له ایمان راوړو نه وروسته د فسق نامه بده ده او چا چې توبه ونه وېستله، نو هم دغه كسان ظالمان دي. [سورة الحجرات: ١١].
۱۹. پوښتنه: تواضع او عاجزي تعریف کړئ؟
ج – دا چې انسان د خلکو په مخ کې خپل ځان اوچت او لوړ و نه شمیري، تر څو خلکو ته سپکاوی او له حق څخه انکار ونه کړي.
- الله تعالی فرمايي: ﴿وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا﴾
او د رحمن بنده ګان هغه دي چې په ځمكه ورو ګرځي [سورة الفرقان: ٦٣]، یعنی: تواضع کوونکي. - رسول الله ﷺ فرمایلي دي: "هر څوک چې د الله په وړاندې تواضع وکړي، الله د هغه مقام لوړ او اوچتوي." مسلم روایت کړی. - رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "الله تعالی ماته وحی وکړه چې تاسو تواضع وکړئ، ترڅو هیڅوک یو پر بل باندې فخر ونه کړي، او هیڅوک یو بل باندې ظلم ونه کړي." مسلم روایت کړی.
۲۰. پوښتنه: حرام تکبر څو ډوله دی؟
ج-۱- حق باندې تکبر، او هغه د حق ردول او نه منل دي.
۲- په خلکو تکبر، او هغه دا چې هغوی کم ګڼل او سپکاوی یې کول.
رسول الله ﷺ فرمایلي دي: "د هغه چا په زړه کې چې د ذرې په اندازه کبر وي جنت ته به داخل نشي." یو سړي وویل: آیا یو سړی دا خوښوي چې جامې یې ښې وي او بوټونه یې ښه وي؟ هغه وویل: "الله ښکلی دی او ښکلا خوښوي، تکبر: حق نه منل او خلکو ته په سپکه کتل دی." مسلم روایت کړی.
- بَطَرُ الحَقِّ: د حق رد کول، یا د حق څخه انکار کول.
- غَمْطُ النَّاسِ: خلکو ته په سپکه کتل.
- ښې جامې او ښه بوټان تکبر نه دی.
۲۱. پوښتنه: د حرامې درغلۍ او دوکې څو ډولونه یاد کړئ؟
ج- په پېر او پلور کې دوکه کول، او هغه په شيانو کې د عيب پټول دي.
- په زده کړه کې درغلي کول، او همدارنګه د زده کوونکو درغلي (نقل) په آزموینو کې.
- په خبرو کې درغلی لکه په درواغو ګواهی ورکول او دروغ ویل دي.
- په خپلو خبرو او هوکړو باندی عمل او وفا نه کول.
او د درغلۍ څخه د منعې په اړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوراک په یو ډیري تېریيده، او خپل لاس یې په هغه کې د ننه کړ، ګوتې یې لمدې شوې، نو ویې ویل: ای د خوراک مالکه دا څه دي؟" هغه ويې ويل: د الله رسوله، باران پرې وریدلی دی. هغه وویل: " آیا بهتره نه وه چې دا دې د خوړو په سر کیښودلی وی ترڅو چی خلک یې وګوري؟ څوک چې درغلی وکړی زمونږ له جملې څخه نه دی.» مسلم روایت کړی.
الصبرة: ډیرکۍ.
۲۲. پوښتنه: غیبت څه شی دی؟
ج د مسلمان ورور په غیاب کې دې هغه په هغه څه یادول چې بد یې ګڼي.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَحِيمٌ 12﴾
او غیبت دې نه کوي ځینې ستاسې د ځینو، آیا په تاسو كې یو كس دا خوښوي چې د خپل ورور غوښه وخوري، په داسې حال كې چې هغه مړى وي، نو تاسو دغه (خوراك) بدګڼئ(۱) او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى دى. [سورة الحجرات: ١٢].
۲۳. پوښتنه: چغلي تعریف کړه؟
ج- هغه د خلکو په مینځ کی د خبرو نقلول د پاره د فساد پیداکولو په مینځ د هغوی کې.
- رسول الله ﷺ فرمایلي دي: " نمام (چغلخور) به جنت ته داخل نشي" مسلم روایت کړی.
۲۴. پوښتنه: تنبلی او سستي څه شی دی؟
ج- دا د ښه کار کولو په اړه سستي ده، او هغه څه چې انسان یې باید تر سره کړي.
د هغی له جملې څخه: په فرایضو او واجباتو کې سستي کول دي.
الله تعالی فرمایلي: ﴿إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا 142﴾
بېشكه منافقان له الله سره دوكه كوي او الله له دوى سره دوكه كوونكى دى او كله چې دوى لمانځه ته پاڅېږي سست(لټۍ) سره پاڅېږي، خلقو ته ځانونه ښیي او الله نه یادوي مګر ډېر لږ. [سورة النساء: ١٤٢].
مؤمن باید سستي، تنبلی، او کښیناستل پریږدي، او کار او حرکت کې هڅه وکړي او په دې ژوند کې د الله جل جلاله د خوښې په لاره کې زیار وباسي.
۲۵. پوښتنه: د غوسې او قهر ډولونه څه دي؟
ج ۱- ستایل شوې غوسه: هغه د الله لپاره غوسه کول دي، لکه کافران، منافقان او یا نور چې د الله د حرمتونو(عرتمندو شیانو) سپکاوی وکړي او تر پښو یې لاندې کړي.
۲- نا بده غوسه: هغه غوسه ده چې انسان هغه څه وکړي یا یې ووایي چې باید و نه ویل شي.
د نامطلوبی غصې درملنه:
اودس کول.
کېناستل که ولاړ وي ، او څملاستل که ناست وي (استراحت).
په دې اړه باید د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وصیت عملي کړی، چی وایی: «غصه مه کوه».
د غوسی پر مهال دې خپل ځان کنټرول کړي.
اعوذ بالله من الشیطان الرجیم، ویل.
چوپتیا(۱).
۲۶. پوښتنه: جاسوسي څه شی دی؟
ج - د خلکو د عیبونو او رازونو ښکاره کول او لټول دي، هغه څه چې خلک یې له نورو څخه پټوي.
له حرامو بڼو څخه یې:
- د خلکو د کورونو څخه د هغوی د رازونو او خصوصیاتو څخه ځان خبرول.
د خلکو خبرو ته غوږ نیول پرته لدې چی هغوی خبر اوسي.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَلَا تَجَسَّسُوا ...﴾
او جاسوسي مه كوئ. [سورة الحجرات: ١٢].
۲۷. پوښتنه: اسراف، بُخل، او سخاوت څه شی دی؟
ج- اسراف: په ناحقه مال لګول.
او ضد یې بُخل دی: د ضرورت په ځای کې مال نه لګول.
او هغه څه چې صحیح دي د هغو ترمینځ حالت دی چې مسلمان باید سخاوت ولري.
الله تعالی فرمايلي: ﴿وَٱلَّذِينَ إِذَاۤ أَنفَقُوا لَمۡ يُسۡرِفُوا وَلَمۡ يَقۡتُرُوا وَكَانَ بَيۡنَ ذَ لِكَ قَوَامًا 67﴾
او هغه كسان دي چې كله انفاق كوي (مال لګوي نو) اسراف نه كوي او بخل هم نه كوي او د دغو (دواړو حالتونو) په مینځ كې میانه حاله وي. [سورة الفرقان ٦٧].
۲۸. پوښتنه: بزدلي څه شی دی؟ او زړورتیا څه شی دی؟
ج- بزدلي: له هغه شي څخه وېرېدل، چې وېره ترې په کار نده.
لکه د حق ویلو څخه ویره او په منکر رد نه کول د خلکو د ویرې.
زړورتیا: پر حق اقدام کول، لکه د اسلام او مسلمانانو د دفاع لپاره د جهاد په ډګرونو کې وړاندی کیدل.
رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپله دعا کې وییل: "ای الله! زه له بزدلۍ څخه تا ته پناه وړم..." رسول الله ﷺ فرمایلي دي: "قوی مؤمن د کمزوري مؤمن په پرتله الله ته غوره او محبوب دی، او په ټولوکې خیر دی." مسلم روایت کړی.
۲۹. پوښتنه: د ژبې څو ناروا خبرې ذکر کړئ؟
ج – لکه لعنت ویل او ښکنځلې کول.
او یا داسې چی څوک ووایی "حیوان" یا ورته الفاظو په څیر.
یا په فحش او بدو الفاظو سره شرمګاه یادول.
رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې ټولو څخه منعه کړې ده او فرمايي: "مؤمن طعنه ورکونکی او لعنت ویونکی نه وي او نه ښکنځل کوونکي، او بد ژبی" ترمذي او ابن حبان روایت کړی دی.
۳۰. پوښتنه: هغه لاملونه ذکر کړئ چی پر مټ یې مسلمان په ځان کې غوره اخلاق درلودلی شي.
ج-۱- دعا کول، چې الله تا د ښو اخلاقو خاوند کړي او په دې کې درسره مرسته وکړي.
۲- د الله جل جلاله څارنه او دا چې هغه ذات پر تا باندی پوه دی، ستا اوري او تا ویني.
۳- په یاد لره چې غوره اخلاق ثواب لري، او جنت ته د داخلېدو لامل ګرځي.
۴- د بد اخلاقو عواقب په یاد ولره او دا چې اور ته د ننوتلو لامل دي.
۵- ښه اخلاق د الله جل جلاله سره مينه او د مخلوق سره مينه پيدا کوي، او بد اخلاق د الله جل جلاله او د مخلوق کرکه راپاروي.
۶- د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت لوستل او د هغه پیروی کول.
۷- له ښو خلکو سره ملګرتیا او د بدو خلکو له ملګرتیا ډډه کول.
د دعاګانو او اذکارو څانګه43
۱. پوښتنه: د ذکر فضیلت څه دی؟
ج- رسول الله ﷺ فرمایلي دي: "د هغه چا مثال چې خپل رب یادوي او هغه څوک چې خپل رب نه یادوي د ژوندي او مړي په څیر دی." بخاری روایت کړی دی.
- دا ځکه چې د انسان د ژوند ارزښت همدومره دی څومره چې د الله تعالی ذکر کوي.
۲. پوښتنه: د ذکر څو ګټې بیان کړئ؟
ج-۱- الله (رحمن) راضي کوي.
۲- شیطان شړي.
۳- مسلمان له شر څخه ساتي.
۴- هغه باندی اجر او ثواب رسیږي.
۳. پوښتنه: غوره ذکر کوم دی؟
ج - «لا إله إلا الله» " د الله څخه پرته بل معبود نشته" ترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی.
ط۴. پوښتنه: کله چې له خوبه پاڅېږئ څه وايې؟
ج - «الحمد لله الذي أحيانا بعد ما أماتنا، وإليه النشور»، "د الله ستاینه ده چې موږ یې له مرګ وروسته بیا را ژوندي کړو." د بخاری او مسلم روایت.
۵. پوښتنه: کله چی خپلې جامې واغوندې څه وایې؟
ج- الحمد لله الذي كساني هذا الثوب ورزقنيه من غير حول مني ولا قوة» د ابوداود او ترمذي او نورو روایت.
۶. پوښتنه: کله چی خپلې جامې وباسې څه وایې؟
ج- «بسم الله»، "د الله په نوم". د ترمذي روایت.
۷. پوښتنه: د نويو کاليو اغوستلو دعاء څه ده؟
ج – «اللهم لك الحمد أنت كسوتنيه، أسألك خيره وخير ما صنع له، وأعوذ بك من شره وشر ما صنع له».
ای الله ستا ستاینه ده، تا ماته جامې واغوستې، زه له تا څخه د هغې د خیر او هغه خیر چې د هغه لپاره جوړې شوې دي غوښتنه کوم، او د هغه له شر او هغه څه له شر څخه چې د هغه لپاره جوړې شوې ده پناه غواړم ." د ابو داود او ترمذي روايت.
۸. پوښتنه: چا چې نوې جامې واغوستې څنګه دعا ورته کوئ؟
ج – هر کله دې بل چا باندې نوې جامې ولیدلې نو دعا ورته وکړه، او ووایه : «تُبْلِي ويُخلف الله تعالى» «تُبْلِي ويُخلف الله تعالى»
یعنی الله دې تاسو ته دیر عمر درکړي چې دا جامې ډیرې مودې لپاره واغوندې تر دې چې زړې شي، او الله به نورې جامې در کړي. ابوداود روایت کړی.
۹. پوښتنه: تشناب ته د ننوتلو دعا ذکر کړئ، چې هغه د قضای حاجت ځای دی؟
ج – «اللهم إني أعوذ بك من الخبث والخبائث»
ای الله زه پر تا له نارینه او ښځینه شیطانانو څخه پناه غواړم. د بخاری او مسلم روایت.
۱۰. پوښتنه: له تشناب نه د وتلو دعا څه ده؟
ج - «غفرانك»، "ای الله تانه بخښنه غواړم" د ابو داود او ترمذي روايت .
۱۱. پوښتنه: له اودس نه مخکی څه وایی؟
ج- "بسم الله". د الله په نوم ابو داود او نورو روایت کړی
۱۲. پوښتنه: له اودس نه وروسته ذکر څه دی؟
ج – «أشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن محمدا عبده ورسوله»
زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته، یوازي او بې شریک دی، او شاهدي ورکوم چې محمد د هغه بنده او رسول دی. مسلم روایت کړی.
۱۳. پوښتنه: له کور څخه د وتلو په وخت کې دعا ذکر کړئ؟
ج – «بسم الله، توكلت على الله، ولا حول ولا قوة إلا بالله»
"د الله په نوم، زه په الله توکل کوم، او پرته د الله بل هیڅ ځواک او قوت نشته." د ابو داود او ترمذي روایت.
۱۴. پوښتنه: کور ته د ننوتلو لپاره کوم ذکر دی؟
ج – بسم الله ولجنا، وبسم الله خرجنا، وعلى الله ربنا توكلنا
"موږ د الله په نوم داخل شو، او د الله په نوم ووتلو، او په الله مو چی زموږ رب دی توکل کړی." بیا خپلې کورنۍ ته سلام کوي. د ابو داود روایت.
۱۵. پوښتنه: مسجد ته د ننوتلو دعا څه ده؟
ج – اللهم افتح لي أبواب رحمتك.
ای الله زما لپاره د خپل رحمت دروازې خلاصې کړه.» مسلم روایت کړی دی.
۱۶. پوښتنه: له مسجد څخه د وتلو دعا ذکر کړئ؟
ج – اللهم إني أسألك من فضلك.
"اې الله، زه ستا له فضل څخه غواړم."
مسلم روایت کړی.
۱۷. پوښتنه: د اذان د اورېدلو پر مهال څه وايې؟
ج – زه هم هغه څه وایم چې مؤذن یې وايي، پرته لدې: " حي على الصلاة " او " حي على الفلاح» " نو زه وایم: لا حول ولا قوة إلا بالله. د بخاری او مسلم روایت.
۱۸. پوښتنه: له اذان وروسته څه وایې؟
ج- رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې درود، مسلم روایت کړی دی. او بیا وایې: «اللهم رب هذه الدعوة التامة، والصلاة القـائـمـة، آت محـمـدًا الـوسـيلة والفـضـيلـة، وابـعثه مقامًا محمودًا الذي وعدته»
"اې الله، د دې کاملې بلنې او د لمانځه څښتنه، محمد ته وسیلې او فضیلت ورکړه، او هغه د ستاینې ځای ته یې ولېږه چې تا ورسره ژمنه کړې وه." بخاری روایت کړی دی.
او د اذان او اقامت تر منځ دعاء، ځکه په دې وخت کې دعاء قبلیږی .
۱۹. پوښتنه: سهار او ماښام کوم اذکار وایې؟
ج-۱- آیت الکرسي لوستل: ﴿اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ 255﴾
الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى، پر ده نه پركالي راځي، او نه خوب، خاص همده لره دي هغه څه چې په آسمانونو كې دي، او هغه څه چې په ځمكه كې دي، څوك دى هغه كس چې د ده په وړاندې به سفارش كوي مګر د ده په اجازت سره؟ هغه پوهېږي پر هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او پر هر هغه څه چې د دوى وروسته دي، او دوى (مخلوق) د هغه له علم نه هېڅ شى هم نشي راګېرولى، مګر هغه څه چې هغه (الله) يې وغواړي، د هغه كرسۍ د اسمانونو او د ځمکې څخه پراخه ده او د دې دواړو ساتنه هغه (الله) نه ستړى كوي، او هم هغه ډېر اوچت دى(۱)، ډېر لوى دى. [سورة البقرة: ٢٥٥]. ٢- او دا قرائت کوم: بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ ﴿قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ 1
(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چی الله یو دى اللَّهُ الصَّمَدُ 2
هم دا الله بې نیاز (بې حاجته) دى لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ 3
نه يې (څوك) زېږولى دى او نه دى (له چا) زېږول شوى دى وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ 4﴾
او د ده هیڅوك سیال (او) برابر نشته دری ځلې. بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ ﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ 1
(اى نبي) ته ووایه: زه په رب د سبا پورې پناه نيسم مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ 2
د هر هغه شي له شر نه چې ده پیدا كړى دى. وَمِنْ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ 3
او د تیارې شپې له شر نه كله چې تكه توره (او خوره) شي وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ 4
او له شره د هغو (جادوګرو) ښځو چې په غوټو كې پوكي وهونكې دي وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ 5﴾
او د کینه كوونكي له شر څخه كله چی دى کینه (شروع او ښكاره) كړي دری ځلې. بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ ﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ 1
(اى نبي) ته ووایه: زه د خلقو په رب پورې پناه نیسم مَلِكِ النَّاسِ 2
چې د خلقو بادشاه دى إِلَهِ النَّاسِ 3
د خلقو (حقیقي) معبود دى مِنْ شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ 4
له شره د وسوسې اچوونكي، تښتېدونكي الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ 5
هغه چې د خلقو په سینو كې وسوسې اچوي مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ 6﴾
چی (دغه وسوسې اچوونكي) له پېریانو او انسانانو ځنې دي دری ځلې. ٣- «اللهم أنت ربي لا إله إلا أنت، خلقتني وأنا عبدك، وأنا على عهدك ووعدك ما استطعت، أعوذ بك من شر ما صنعت، أبوء لك بنعمتك علي، وأبوء بذنبي، فاغفر لي، فإنه لا يغفر الذنوب إلا أنت»
۳- ای الله! ته زما رب یې، له تا پرته بل معبود نشته، تا زه پیدا کړی یم او زه ستا بنده یم او زه ستا په هوكړې او وعدې باندې تر هغه حده پابند یم چې زه یې توان لرم، زه له تا څخه پناه غواړم له هر هغه څه چې ما کړي دي، پر ما باندې ستا د احسان اعتراف کوم، او په خپله ګناه اقرار کوم، نو ما ته بخښنه وکړه، ځکه چې له تا پرته بل څوک ګناهونه نه بخښي. بخاري روایت کړی.
۲۰. پوښتنه: د ویدو کېدو پر مهال څه وایې؟
ج- «باسمك اللهم أموت وأحيا»
ج - ای الله! ستا په نوم، مړ او ژوندی کیږم. متفق عليه.
۲۱. پوښتنه: د ډوډۍ خوړلو نه مخکې څه وايئ؟
ج- «بسم الله».
"د الله په نوم."
او که په پیل کې مو هېر شول، نو ووایه:
«بسم الله في أوله وآخره»
"د الله په نوم په پیل او پای کې" ابو داود او ترمذي روایت کړی دی
۲۲. پوښتنه: کله چې تا خوړل پای ته ورسول څه وایې؟
ج - «الحمد لله الذي أطعمني هذا، ورزقنيه، من غير حول مني ولا قوة» "
د الله ستاینه ده چې ما ته یې دا خواړه راکړل، او روزي یې راکړه، پرته زما له کوم ځواک او قوت څخه." ابو داود، ابن ماجه او نورو روایت کړی.
۲۳. پوښتنه: د مېلمه دعا د خوراک د خاوند (کوربه) لپاره څه ده؟
ج- «اللـهم بـارك لهـم فيما رزقتهـم، واغـفر لهم وارحمهم»
"اې الله، په هغه څه چې تا دوی ته ورکړي دي، دوی ته برکت ورکړه، او دوی ته بخښنه وکړه او په دوی رحم وکړه." مسلم روایت کړی دی.
۲۴. پوښتنه: کله چې یو انسان وپرنجیږي څه باید ووايي؟
ج- «الحمد لله».
"ستاینه الله لره ده."
او د هغه ورور یا ملګری دې ورته ووایي: «یرحمک الله». "الله دې په تا رحم وکړي."
كه چې ورته دا ووايي: نو هغه دې بیا ورته ووايی: «يهديكم الله ويصلح بالكم». الله دې تاته هدايت وكړي او چارې دې سمې كړه. بخاري روایت کړی.
۲۵. پوښتنه: کله چې تاسو پورته شئ او مجلس پای ته ورسیږي "د مجلس د کفارې دعا" څه وایئ؟
ج – «سبحانك اللهم وبحمدك، أشهد أن لا إله إلا أنت، أستغفرك وأتوب إليك».
ای الله ته پاک یې او ستا ستاینه کوم، زه شاهدي ورکوم چې له تا پرته بل معبود نشته، زه ستا څخه بخښنه غواړم او تاته توبه کوم. ابوداود، ترمذي او نورو روایت کړی دی.
۲۶. پوښتنه: د سوارلۍ دعا څه ده؟
ج - بسم الله، والحمد لله ﴿سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ 13 وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ 14﴾، «الحمد لله، الحمد لله، الحمد لله، الله أكبر، الله أكبر، الله أكبر، سبحانك اللهم إني ظلمت نفسي فاغفر لي؛ فإنه لا يغفر الذنوب إلا أنت»
د الله په نوم، او ثنا خاص الله لره دی. پاكي ده هغه ذات لره چې زمونږ لپاره يې دا مسخر كړى دى او مونږ ده لره په قابو كې راوستونكي نه یو(۱۳). او بېشكه مونږ خاص خپل رب ته خامخا بېرته ورتلونكي یو. ستاینه خاص الله لره ده، ستاینه خاص الله لره ده، ستاینه خاص الله لره ده، یا الله پاکي تا لره ده، ما خپل نفس باندې ظلم كړى دی نو ما وبخښه؛ ځكه له تا پرته بل څوک ګناهونه نه بخښي.» ابو داود او ترمذي روایت کړی دی.
۲۷. پوښتنه: د سفر دعا ذکر كړه؟
ج - - «الله أكبر، الله أكبر، الله أكبر ﴿سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ 13 وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ 14﴾، اللهم إنا نسألك في سفرنا هذا البر والتقوى ومن العمل ما ترضى، اللهم هون علينا سفرنا هذا، واطو عنا بعده، اللهم أنت الصاحب في السفر، والخليفة في الأهل، اللهم إني أعوذ بك من وعثاء السفر، وكآبة المنظر، وسوء المنقلب، في المال والأهل».
ج - "الله لوی دی، الله لوی دی ، الله لوی دی. پاكي ده هغه ذات لره چې زمونږ لپاره يې دا (سوارلۍ) تابع كړې ده او مونږ د هغه مهاروونکي نه یو(۱۳). او بېشكه مونږ خاص خپل رب ته خامخا بېرته ورتلونكي یو. یا الله په دې سفر کی ستا نه د نیکیو او تقوا غوښتنه کوو او هغه عمل چې ستا خوښ وي، یا الله مونږ ته دغه سفر آسانه کړې، او ددې سفر اوږد والی له مونږ څخه لرې کړې، اې الله ته په سفر کې ملګری یې او په کور کی سرپرست یې، اې الله زه تا ته پناه وړم د سفر له سختیو، له زړه بوګنوونکي منظر او کور ته د ستنیدو پر مهال له ناوړه پېښې څخه په مال او اولاد کې.
او کله چې بیرته راستون شي، همدغه دعا دې ووایي، او زیاته دې کړي:
«آيبون، تائبون، عابدون، لربنا حامدون»
"مونږ په خیر راغلو، له ګناهونو څخه توبه کوونکي، د الله خاص عبادت کوونکي، او د الله په نعمتونو شکر ویستونکي" مسلم روایت کړی.
۲۸. پوښتنه: د مسافر دعاء د مقیم لپاره څه ده؟
ج -«أستودعكم الله الذي لا تضيع ودائعه»
"زه تاسو الله ته سپارم، هغه ذات چې سپارنې نه ضایع کوي." احمد او ابن ماجه روایت کړی.
۲۹. پوښتنه: د مسافر لپاره د اوسیدونکي دعا څه ده؟
ج – «أستودع الله دينك، وأمانتك، وخواتيم عملك»
زه ستا دین، امانت او د کار پایله الله ته سپارم. احمد او ترمذي روایت کړی.
۳۰. پوښتنه: بازار ته د ننوتلو دعا څه ده؟
ج – «لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك، وله الحمد، يحيي ويميت، وهو حي لا يموت، بيده الخير، وهو على كل شيء قدير»
له الله پرته بل معبود نشته، هغه یواځی دی، شریک نه لري، پاچاهي هغه لره ده، او ستاینه هغه لپاره ده، هغه ژوند او مرګ ورکوي، هغه ژوندی دی او نه مري، د هغه په لاس کې خیر دی، او هغه پر هر څه باندی قادر دی» ترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی.
۳۱. پوښتنه: د غصې پر مهال دعا ذکر کړئ ؟
ج – «أعوذ بالله من الشيطان الرجيم»
"زه الله ته پناه وړم د رټل شوي شیطان څخه" متفق عليه.
۳۲. پوښتنه: هغه چاته څه باید ووایې چې تا سره یې احسان کړی وي؟
ج- «جزاك الله خيرا».
"الله دې خیر درکړي" ترمذي روایت کړی دی.
۳۳. پوښتنه: که سوارلۍ ستړي شي څه دعا لري؟
ج- «بسم الله».
"د الله په نوم" ابوداود روایت کړی.
۳۴. پوښتنه: که ستا لپاره خیر پیښ شي نو څه به وایې؟
ج - «الحمد لله الذي بنعمته تتم الصالحات»
"ستاینه الله تعالی لره ده، چې د هغه په فضل سره نیک کارونه سرته رسیږي." حاکم او نورو روایت کړی.
۳۵. پوښتنه: که تا ته داسې څه پېښ شي چې بد یې ګڼې نو څه به وایې؟
ج - «الحمد لله على كل حال»
"په هر حال، د الله شکر دی." صحیح الجامع
۳۶. پوښتنه: د سلام کولو او د هغه ځواب په څه شکل وي؟
ج- مسلمان وايي: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
او ورور يې ورته په ځواب کې وایی: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته. په ترمذي او ابوداود او نورو کې.
۳۷. پوښتنه: د باران په وخت کې دعا څه ده؟
ج – «اللهم صيباً نافعاً»
"اې الله، دغه باران ګټور كړې." بخاري.
۳۸. پوښتنه: له باران وروسته دعا څه ده؟
ج – «مطرنا بفضل الله ورحمته»
د الله په فضل او رحمت پر مونږ باران وورید. بخاري او مسلم.
۳۹. پوښتنه: د باد او سیلۍ دعا ذکر کړئ؟
ج –«اللهم إني أسألك خيرها وأعوذ بك من شرها»
الهی! له تانه د دې د خیر سوال کوم، او له شر نه یې پر تا پناه غواړم. أبو داود وابن ماجه
۴۰. پوښتنه: کله چې اسمان کې ګړزاری شي کومه دعا وایې؟
ج - «سبحان الذي يسبح الرعد بحمده والملائكة من خيفته»
"پاکې ده هغه ذات لره چې رعد(۱) یې پاکي وایې سره د ستاینې د هغه او ټول ملایک د وجه د ویرې د هغه" موطأ مالك.
۴۱. پوښتنه: کومه دعا (وایې) کله چې کوم مصیبت ځپلی وګورې؟
ج- «الحمد لله الذي عافاني مما ابتلاك به، وفضلني على كثير ممن خلق تفضيلاً»
" الله لره ستاینه ده چې زه یې له هغه څه څخه ژغورلی یم چې ته یې ورباندې ګرفتار کړي یې، او زه یې له ډیرو خلکو څخه به غوره شکل باندی فضیلت راکړ." ترمذي روایت کړی.
۴۲. پوښتنه: د هغه چا لپاره دعا چې له نظر کیدلو څخه ویره ولري؟
ج- په حدیث کې راغلي دي چی: «که له تاسو څخه څوک د خپل ورور او یا په خپل ځان کې او یا خپل مال کې څه وګوري چې د هغه خوښ شي، [نو د برکت دعا دې وکړي] ځکه چې بد نظر حق دی. د احمد، ابن ماجه او نورو روايت.
۴۳. پوښتنه: پر رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګه درود وایې؟
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ»
یاالله!پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پرکورنۍ دې چې لورولی و، بېشکه ته ستایلی او لوی یې .یا الله !پر محمد او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه،لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی وو،بېشکه ته ستایلی او لوی یې. متفق عليه.
د مختلفو مواردو څانګه21
۱. پنځه تکلیفي حکمونه کوم دي؟
ج-
واجب.
مستحب.
حرام.
مکروه.
مباح.
۲. پوښتنه: دا پنځه احکام تشریح کړه؟
ج-
۱- فرض: لکه پنځه وخته لمونځ، د رمضان روژه او مور او پلار سره نیکی کول.
- د فرض کوونکي ته اجر او نه کوونکي ته یې سزا ورکول کیږي.
۲- مستحب: لکه راتبه سنت(۱) لمونځونه، د شپې لمونځ، ډوډۍ او سلام ورکول. او دې ته سنت او مندوب ویل کیږي.
- د مستحب عمل کوونکی ته اجر ورکول کیږي او نه کوونکی ته یې سزا نه ورکول کیږي.
مهمه یادونه:
کله چې یو مسلمان واوري چې دا کار سنت یا مستحب دی، هغه باید په چټکۍ سره هغه باندې عمل وکړي، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي وکړي.
۳- حرام: لکه شراب څښل، د مور او پلار نافرماني او د خپلوۍ پرې کول.
- په حرامو عمل نه کوونکی ته اجر ورکول کیږي او عمل کوونکی ته پرې سزا ورکول کیږي.
مکروه - لکه په چپ لاس سره راکړه ورکړه او په لمانځه کې د جامو راټولول.
- د مکروه په پرېښودلو اجر ورکول کیږي او عمل کوونکي ته پرې سزا نه ورکول کیږي.
۵- مباح: لکه د مڼې خوړل او چای څښل، او دې ته روا او حلال ویل کیږي.
- د مباح په پریښودلو سره جزا نه ورکول کیږي او عمل کوونکي ته یې ثواب نه ورکول کیږي.
۳. پوښتنه: د خرڅلاو او راکړې ورکړې حکم څه دی؟
ج – د راکړې ورکړې په ټولو معاملاتو کې اصل دای چې حلال دي، پرته له ځينو هغو شيانو څخه چې الله تعالی حرام کړي دي.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ ٱلرِّبَوٰاۚ﴾
حال دا چې الله اخيستل خرڅول (بیع) حلال كړي دي او سود يې حرام كړى دى [سورة البقرة: ٢٧٥].
۴. پوښتنه: د حرامو راکړو ورکړو او معاملاتو ډولونه ذکر کړئ؟
ج-
۱- دوکه، د هغه له جملی څخه: په شیانو کې د عیب پټول.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوراکي شیانو په یو ډیري ورتیریده، او لاس یې پکې ورننیست، نو ګوتې یې لندې شوې. هغه وویل: دا څه شی دی، اې د خوړو مالکه؟ هغه ويل: باران وهلي دي ای د الله رسوله! هغه وویل: "آیا ښه به نه وه چې دا (لانده)خواړه دې په سر اېښودلي و تر څو یې خلک وګوري؟ څوک چې دوکه کوي زما څخه نه دی.» مسلم روایت کړی.
۲- سود: او له هغې جملې څخه دا چې له يو کس څخه زر واخلم او دوه زره بېرته ورکړم.
دغه زياتوالی حرام سود دی.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ ٱلرِّبَوٰاۚ﴾
حال دا چې الله اخيستل خرڅول (بیع) حلال كړي دي او سود يې حرام كړى دى [سورة البقرة: ٢٧٥].
۳- غرر او جهالت: لکه چې زه د پسه په غولانځه کې شیدې او يا په اوبو کې ماهي په تاسي خرڅ کړم او تر اوسه مې نه وي نيولی.
په حدیث کې: (رسول الله صلی الله علیه وسلم د غرر له خرڅلاو منع کړې ده) مسلم روایت کړی.
۵. پوښتنه: پر تا د الله تعالی د ځینو نعمتونو یادونه وکړه؟
ج – ۱ – د اسلام نعمت، او دا چې ته له کافرانو څخه نه یې.
۲- د سنت نعمت، او دا چې ته له بدعتیانو څخه نه يې.
۳- د صحت او روغتیا نعمت، دا چې اورې، ګورې، ګرځې، او داسې نور.
۴- د خوراک، څښاک او جامو نعمت.
او پر موږ باندې د الله تعالی نعمتونه بې شمېره او بې حسابه دي.
الله تعالی فرمايي: ﴿وإن تَعُدُّوا نِعۡمَةَ ٱللَّهِ لَا تُحۡصُوهَاۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ 18﴾
او كه چېرې تاسو د الله نعمتونه شمېرل شروع كړئ، (، نو) هغه به ونشمېرلى شئ، بېشكه الله یقینًا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى. [سورة النحل: ١٨].
۶. پوښتنه: د نعمتونو په مقابل کی مسؤولیت څه دی؟ د هغی شکر څنګه ادا کړو ؟
ج- زمونږ مسولیت: د هغې شکر ادا کول د الله تعالی په حمد او ثنا په ژبی سره او دا چې یوازې هغه د دې احسان مستحق دی، او له دغو نعمتونو څخه په داسې طریقه ګټه اخیستل چې د الله تعالی رضا وي، نه د هغه په نافرمانۍ کې.
۷. پوښتنه: د مسلمانانو اخترونه کوم دي؟
ج- کوچنی اختر او لوى اختر.
لکه څنګه چې له انس رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینی ته تشریف راوړ او هغوی د لوبی لپاره دوه ورځې درلودې، هغه پوښتنه وکړ: دا دوه ورځې د څه دي؟ هغوی وویل: د جاهلیت په وخت کې مونږ په دې دوو ورځو کې لوبې کولې، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "الله د ددې په بدل کې تاسو ته دوه غوره شیان درکړي: د لوی اختر ورځ او د کوچني اختر ورځ." ابوداود روایت کړی.
او پرته له هغو څخه نور اخترونه بدعت دی.
۸. پوښتنه: غوره میاشت کومه ده؟
ج- د روژې میاشت.
۹. پوښتنه: غوره ورځ کومه ده؟
ج- د جمعې ورځ.
۱۰. پوښتنه: د کال غوره ورځ کومه ده؟
ج- د عرفې ورځ.
۱۱. پوښتنه: د کال غوره شپه کومه ده؟
ج- د قدرت شپه.
۱۲. پوښتنه: که پردۍ ښځه (نامحرمه) وویني نو څه باید وكړې؟
ج: د سترګو ټيټول واجب دي، الله تعالی فرمايي: ﴿قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ﴾
ته مومنانو ته ووایه چې خپلې سترګې دې (له نامحرمو نه) ټيټې ساتي. [سورة النور: ٣٠].
۱۳. پوښتنه: د انسان دښمنان څوک دي؟
- هغه نفس چې د بدۍ امر کوي: دا چې انسان د هغه څه پیروي وکړي چې د هغه نفس او خواهشات ورته د الله پاک په نافرمانۍ حکم کوي، الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّ ٱلنَّفۡسَ لَأَمَّارَةُۢ بِٱلسُّوۤءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّيۚ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ﴾
یقینًا نفس خو په بدۍ سره ډېر حكم كوونكى دى، مګر هغه چې زما رب پرې رحم وكړي، یقینًا زما رب ښه مغفرت كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى [سورة يوسف: ٥٣]. ۲- شیطان: د بني آدم دښمن دی او هدف یې دا دی چې انسان ګمراه کړي او د بدیو په اړه هغه ته وسوسه وکړي ترڅو یې دوزخ ته داخل کړي. الله تعالی فرمايي: ﴿وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَ ٰتِ ٱلشَّيطَـٰنِۚ إِنَّهُۥ لَكُمۡ عَدُوٌّ مُّبِينٌ﴾
او د شیطان د قدمونو پیروي مه كوئ، یقینًا هغه ستاسو ښكاره دښمن دى [سورة البقرة: ١٦٨]. ۳- بد ملګري: هغه څوک چې بدۍ ته هڅوي او د ښو مخه نیسي. الله تعالی فرمايي: ﴿الْأَخِلَّاءُ يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ﴾
په دغې ورځ كې به خواږه یاران، د دوى ځینې به د ځینو نورو دښمنان وي، غیر له متقیانو نه. [سورة الزخرف: 67].
۱۴. پوښتنه: توبه څه شی دی؟
ج – توبه: د الله تعالی له نافرمانۍ څخه د هغه اطاعت ته راستنېدل دي. الله تعالی فرمايي: ﴿وَإِنِّي لَغَفَّارٌ لِّمَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ صَـٰلِحًا ثُمَّ ٱهۡتَدَىٰ﴾
او بېشكه زه خامخا ډېر بخښونكى یم هغه چا ته چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل كوي، بیا په نېغه لار روان اوسي [سورة طه: ٨٢].
۱۵. پوښتنه: د توبې لپاره کوم شرطونه دي؟
ج-۱- د ګناه پریښودل.
۲- په هغه څه پښیمانه کېدل چې تېر شوي دي.
۳- هغه ته د نه راګرځیدلو کلکه اراده.
۴- د خلکو د حقونو او شکایتونو ورسپارل او جبرانول.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَٱلَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَـٰحِشَةً أَوۡ ظَلَمُوۤا أَنفُسَهُمۡ ذَكَرُوا ٱللَّهَ فَٱسۡتَغۡفَرُوا لِذُنُوبِهِمۡ وَمَن يَغۡفِرُ ٱلذُّنُوبَ إِلَّا ٱللَّهُ وَلَمۡ يصِرُّوا عَلَىٰ مَا فَعَلُوا وَهُمۡ يَعۡلَمُونَ 135﴾
او هغه كسان چې كله څه فاحش كار وكړي، یا پر خپلو ځانونو (بل) ظلم وكړي (نو) الله یاد كړي، (او) ورپسې د خپلو ګناهونو لپاره بخښنه وغواړي، او بل څوك دى چې ګناهونه وبخښي پرته له الله نه؟ او څه چې دوى كړي وي په هغو همیشوالی و نه كړي، په دې حال كې چې دوى پوهېږي. [سورة آل عمران: ١٣٥].
۱۶. پوښتنه: پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود معنی څه ده؟
ج – مطلب دا دی چې ته د الله تعالی څخه وغواړې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ستاینه په آسمان کې وکړي.
۱۷. پوښتنه: د سبحان الله څه معنی ده؟
ج- تسبیح دېته وایې چې الله تعالی له ټولو نیمګړتیاوو، عیبونو او بدیو څخه پاک او منزه دی.
۱۸. پوښتنه: د الحمد لله معنی څه ده؟
ج- د الله جل جلاله ستاينه کول او د کمال په ټولو صفتونو سره بيانول دي.
۱۹. پوښتنه: د الله اکبر څه معنی ده؟
ج- معنی دا چې الله تعالی له هر څه نه لوی، لوړ، او د عزت خاوند دی.
۲۰. پوښتنه: د لا حول ولا قوة الا بالله څه معنی ده؟
ج – معنی یې : بنده له یو حالت څخه بل حالت ته نه بدلیږي، او د الله پرته هغه د بدلولو قدرت نلري.
۲۱. پوښتنه: د أستغفر الله څه معنی ده؟
ج- یعنی: بنده له خپل رب څخه د ګناهونو د پاکولو او د هغه د عیبونو د پټولو غوښتنه کوي.